1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرود پاتي کيدو په اړوند تصمیم نيسی

کله چې د آلمان حکومت او پارلمان د 2001 کال په پای کې د آيساف د مأموريت لپاره خپل ځواکونه ليږل، ټول 1200 سرتيري کيدل. دوی بايد د دولتی لنډمهاله اُرګانونو او په کابل او د هغه په اطرافوکې امنيت نيولی وای.

د آلمان پوځونو شمير په افغاسناتن کې 4500 سرتيرو ته رسيدلی

د آلمان پوځونو شمير په افغاسناتن کې 4500 سرتيرو ته رسيدلی

دغه مأموريت د ملګرو ملتونو د فيصلې له مخې بايد شپږ مياشتې دوام کړی وای.

اته کاله وروسته د آلمان پوځونه لاهم په افغانستان کې دي اوس يې شمير 4500 سرتيرو ته رسيدلی.دا به فعلاً همداسې پاتې شی، خو آيا د آلمان نوي اييتلاف به له افغانستان نه د آلمانی پوځ د ايستلو په اړه فکر کړی وی. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيودی ويستاويلې وايی:

« موږ بايد په دې بريالي شو چې په راتلونکو څلورو کلونو کې، د په خپله امنيت په غاړه نیولو په برخه کې دې پولې ته ورسيږو چې بيا يې شاليد هم د ليدو وړوی. موږ نه غواړو چې د تل لپاره او يا دری ورځې په افغانستان کې پاتې شو. په تيرو کلونو کې مأموريت ورو ورو زيات شو: لومړی د آلمان پوځ له له کابل څخه کندز ته وکوچيد څو په بيا جوړونه کې مسؤليتونه په غاړه واخلی. بيا آلمان د تورنادو جنګی اکتشافی الوتکې واستولې، ځواکونه ډيريدل. آلمان د امريکې له متحدو ايالتونو او بريتانيې نه وروسته د ناتو تر مشری لاندې آيساف کې د ځواکونو د کميت له لحاظه دريم ځای لری.»

اوس د آلمان د دفاعی چارو نوی وزير کارل تيودور څو ګوتنبيرګ غواړی نور 120 تنه سرتيری افغانستان ته وليږی. فعلاً بايد د 4500 سرتيرو له لوړ حد څخه تيری ونه شی. د آلمان صدر اعظمه انګيلا

ميرکيل وايي: « بې له شکه چې د افغانستان جنګی مأموريت په خاص ډول غوښتنې لری. موږ به له خپلو ملګرو هيوادونو، د سيمې له هيوادونو او د افغانستان له نوي حکومت سره د راتلونکی کال په پيل کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د يوه کنفرانس په دې باب وغږيږو چې څنګه او به کومو مشخصو ګامونوموږ دا پړاو نوی کړو.»

په 2010 کال کې کيدای شی د افغانستان په شمال کې ځينو سيمو ته امنيتی مسؤليت په خپله غاړه وسپارل شی. په افغانستان کې د آلمانی ځواکونو د پاتې کيدو موده به اوږه نه کړای شی. خودا د دې معنا نه لری چې ځواکونه به ټول په يوه وار وايستل شی.

د مأموريت موخه له ترهګرۍ سره مبارزه ده. کله چې د 2001 کال د سپتامبر د يوولسمې نه وروسته د «فريدوم اينډورينګ» عمليات د امريکې د متحدو ايالتونو تر مشری لاندې پيل کيدل، نو د هغه وخت صدر اعظم ګيرهارد شرودرد آلمان په پارلمان کې ورته په ډيرې هڅې سره هو وويل. د دغه مأموريت د تهداب تيږه يو واقعيت وو. چې نه يې غوښتل د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مأموريت نه بلکې د خپل ځانه د دفاع يو مأموريت وو.

سهیلا حسرت نظیمی
کتونکی: يحیی وردک