1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان حکومت د خواراکي موادو نړيوال پروگرام ته مرسته دوه چنده کړه

که څه هم د آلمان د ټولو سياسی ګوندونو لار ښونکی مشران په دی عقيده دی، چی په نړی کی د خوراکی موادو له بحرانه څخه سخت متاثر شوی هيوادونو سره دی سمدستی مرستی وشی.

د خواراکي موادو نړيوال پروگرام دفتر په کابل کې

د خواراکي موادو نړيوال پروگرام دفتر په کابل کې

دا چی د دغه بحرانه سره دی څنګه باید مبارزه وشی، په دی هکله بیا د دوی نظریی او دريځونه ډير سره توپير لری .

د آلمان په مرکزی پارلمان کی پرون د هغه نړيوال بحران په هکله جروبحثونه شوی دی، چی په نړۍ کی یو ناڅاپه دخوراکی موادو دبيو دجګيدلو له امله پيدا شوی.
د آلمان حکومت د دغه پارلمانی جروبحثونو په بهيرکی ويلی دی چی آلمان به دملګرو ملتونو دټولنۍ په چوکاټ کی دنړی دخوراکی موادو دپروګرام سره سمدستی مالی مرستی وکړی ترڅوچی ددغه بحران دکمولو په لاره کی د آلمان حکومت خپله سمدستی ونده تر سره کړی وی .