1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د آلمان ایالتونه غواړي د مهاجرو موقتي استوگنځایونه وتړي

د آلمان ایالتونه وروسته تر دې دغه هیواد ته د ډیر لږ شمیر مهاجرو پر راتگ حساب کوي. له همدې امله دوی باید په ډیرو سیمو کې د مهاجرو له پاره جوړ موقتي استونځایونه وتړي.

د مارچ میاشتې را په دیخوا د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د تړون تر عملي کیدو او بالکان مسیر تر تړل کیدو وروسته اوس آلمان ته د نوو راتلونکو مهاجرو شمیر ډیر کم شوی دی. له همدې کبله د مهاجرو ډیر شمیر موقتي استوگنځایونه اوس تش پاتې دي.

د کډوالو په شمیر کې د کموالي په پام کې نیولو سره اوس د آلمان ایالتونه غواړي چې د امکان تر حده د مهاجرو موقتي استوگنځایونه وتړي. د بیلگې په توگه د آلمان تر ټولو ډیر نفوس درلودونکی ایالت نورد راین وستفالن، غواړي چې تر ۲۰۱۷ کاله پورې د کډوالو له پاره ټول پاتې ۹۶ موقتي استوگنځایونه وتړي او یا هم یو شمیر د دوی پر معمولي استوگنځایونو بدل کړي.

همدارنگه د نیدر زاکسن ایالت په پام کې لري چې د روان کال ۲۰۱۶ تر پایه پورې د مهاجرو موقتي استوگنځایونه وتړي. په همدې توگه د مهاجرو له پاره لومړني د نوم ثبتولو او استوگنې مرکزونه به له منځه یوړل شي.

خو په عین وخت کې د مهاجرو له پاره د معمولي یا عادي استوگنځایونو اړتیا مخ پر ډیریدو ده چې دې کار د آلمان ناحیې له لویو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بالکان مسیر تر تړل کیدو وروسته، آلمان ته د نوو راغلو مهاجرو شمیر ډیر کم شوی دی. د روان کال ۲۰۱۶ په لومړۍ نیمایې کې ۲۲۲۲۶۴ نوي راغلي مهاجر په آلمان کې راجستر شوي دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو شمیر ۱،۱ میلیونو ته رسیدلی وو.

ډیر شمیر هغه استوگنځایونه چې تیر کال په ډیرې چټکۍ سره ودانۍ شوې وې اوس تش دي او کډوال په کښې نشته. د بلگې په توگه د بادن وورتمبرگ په ایالت کې د مهاجرو د ۳۴ زره موقتي استوگنځایونو له جملې څخه په ۶۴۰۰ ځایونو او د راینلنډ فالس په ایالت کې له ۹۵۲۵  څخه د کډوالو په ۳۵۶۶ موقتي استوگنځایونو کې مهاجر موجود دي.

د آلمان یو شمیر ایالتونه بیا غواړي چې د مهاجرو د دویم واري شمیر زیاتیدو په صورت کې دغه تش، موقتي استوگنځایونه وساتي.