1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان او امریکا په اړیکو کې لوړې او ژورې

په داسې حال کې چې په پرلپسې توگه په آلمان کې د امریکا د جاسوسي فعالیتونو پرده پورته کیږي د امریکا استختباراتي اداره په آلمان کې خپل فعالیتونه پراخوي. خو دواړه هیوادونه د تاریخ په اوږدو کې د ستونزو پر حلولو توانیدلي.

تر دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د آلمان اقتصادي او کلتوري وضعیت ډیر خراب او له روحي لحاظه له خاورو سره برابر وو. په داسې یوه وخت کې آلمان مرستې ته ضرورت درلود، چې دغه مرسته ورسره په هغه وخت کې امریکا متحده ایالاتو وکړه.

د دې پر ځای چې آلمان ټوک ټوک او بیرته یې په یو زراعتي هیواد بدل کړي، کوم چې په هغه وخت کې د متحده ایالاتو د هغه وخت د مالیې وزیر هینري مورگینتاو، یې وړاندیز کړی وو، د امریکا حکومت تصمیم ونیو چې آلمان د اروپا له نورو اړو دولتونو سره یو ځای له اقتصادي لحاظه بیرته په پښو ودروي.

په دې توگه نو آلمان باید له اقتصادي او سیاسي اړخه یو ځل بیا د لویدیځ په دیموکراتیک نظام کې د مدغم کیدو په خاطر په اروپا کې د ثبات له پاره هڅه کړای وای. امریکا متحده ایالاتو د«مارشال پلان» پر اساس له آلمان سره تر ۱۲ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې وکړې. امریکا د آلمان له پاره له یوه اشغالگر هیواد څخه په یو دوست هیواد بدل شو.

مشر ورو امریکا

د برلین د محاصرې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د مرستو په هکله دغې مثبتې نظریې پراختیا ومونده. د آلمان اوسنۍ پلازمینه برلین له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته پر څلورو زونونو شوروي اتحاد، امریکا متحده ایالاتو، بریتانيې او فرانسې د هیوادونو تر کنترول لاندې برخو وویشل شو.

وروسته تر دې چې د ۱۹۴۸ کال د جون په میاشت کې درې لویدیځوالو متحدینو د پولي سیستم په برخه کې اصلاحات رامنځته کړل او آلماني مارک، يې د رایش مارک، پر ځای کابو بی ارزښته کړ نو روسيې د برلین لویدیځې برخې ته خپلې مرستې بندې کړې.

څو ورځې وروسته امریکایانو او بریتانویانو د هوایي لیکې له لارې دوی ته د خپلو مرستو استول پیل کړل. په دې توگه نو د یو کال له پاره د برلین اوسیدونکو ته د هوا له لاری د الوتکو په وسیله مرستې رسول کیدې، تر څو چې روسيي په ۱۹۴۹ کال دغه محاصره ختمه کړه.

په ویتنام کې نفرت خپرونکې جگړه

د ۶۰ لسیزي په پای او د ۷۰مې لسیزي په پیل کې په آلمان کې د امریکا په هکله مثبت نظر، بدلون وموند. کله چې د ویتنام د جگړې په هکله رپوټونه خپاره شول او د لومړي ځل له پاره خلکو دغه جگړه په خپلو کورنو کې د تلویزون له لارې ولیده، نو په دغه موده کې په ټول آلمان کې د دغې جگړې پر ضد اعتراضونه پيل شول.

شخړه دوامداره نه ده

د امریکا د سیاسي چارو کارپوه هِبِل، په دې آند دی چې د امریکايي استخباراتي ادارو له خوا د آلماني سیاستوالو د تیلفوني مکالماتو د اوریدل کیدو او د آلماني جاسوسانو سره د دوی د همکارۍ په هکله رامنځته شوې شخړه د دغو دواړو دوستو هیوادنو تر منځ پر اړیکو خورا منفي اغیزې کړي دي.

د آلمان حکومت په برلین کې د متحده ایالاتو د تر ټولو لوړپوړي استخباراتي کارکوونکي څخه وغوښتل چې له آلمان څخه ووزي. دا ډول چلند د دغو دواړو هیوادونو په اړیکو کې ساری نه لري. خو د هِبِل، په آند د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل، د تندو څرگندونو سره سره، د دواړو هیوادونو اړیکو په دوامداره توگه زیان نه دې لیدلی.

دغه کارپوه ټینگار کوي چې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو پرته، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي هیڅکله هم د اوږدې مودې له پاره ترینگلې شوي نه دي، بلکه تل ښه شوې دي. په دې برخه کې تر ټولو ښه بیلگه د اقتصادي او کلتوري شبکو په برخه کې د اړیکو تبادله.