1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د آلمان او افغانستان په تاريخي اړیکو کې د دویچه ویله نقش

د رسنیو دنده د کره، رښتینو او ناپلوو معلوماتو خپرول دي. د دویچه ویله د افغانستان څانگه په ۱۹۷۰م کال کې له خپل تأسیس راهيسي د همدی اصل په پام کې نیولو سره افغانستان ته په پښتو او دري ژبو خپروني کوي.

«فکر کوم چې ۱۳۵۷ او یا هم ۱۳۵۸ کال وو چې د دویچه ویله راډیو له خوا مي يو خبر واورید چې یو شمیر افغانانو په آلمان کې د افغانستان د سفارت په مخکي مظاهره کړې ده، ښايي هم سفارت ته يې کوم تاوان رسولی وي.»

عاشق الله یعقوب د هغو کلونو یادون کوي چې په خبره يې په هیواد کې د «مطبوعاتو پر آزادۍ» د اختناق مهر لگولی شو وو: «د معلوماتو یوازنۍ منبع دولتي راډیو وه او هغه هیڅکله داسي خبر نه خپراوه.»

یعقوب وايي چې دا لومړی ځل وو چې هغه د دویچه ویله له نوم سره آشنايي پیدا کړه: «پوه شوم چې دغه راډیو له آلمان څخه په پښتو او دري خپروني کوي.»

خو د دویچه ویله د افغاستان له پاره راډیويي خپروني اوه کاله مخکې د ۱۹۷۰م کال په سپتمبر کې پیل شوي وې.

د دویچه ویله د پښتو او دري خپرونو تاریخي پسمنظر

حسن عباس پور د د ویچه ویله د پښتو او دري خپرونو د لومړیو همکارانو څخه دی او وایي چې دغه راډیو د آلمان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د دوستۍ په رڼا کې پرانیستله شوه.

عباس پور چې په ۲۰۰۵م کال کې تقاعد وکړ وايي: «په بن کې د افغانستان د هغه وخت سفیر ډاکتر محمد یوسف چې تر هغه دمخه د افغانستان صدراعظم وو، د آلمان له دولتي چارواکو سره تماس ونیو. نتیجه دا شوه چې د دویچه ویله په نشراتي څانگو کې پښتو او دري ته هم ځای ورکړل شي.»

د دويچه ويله د پښتو او دري ځانگي همکاران

د دويچه ويله د پښتو او دري ځانگي همکاران

ژورنالیست او د اسلامي نړۍ او آسیايي هیوادونو پیژندونکي گوینتر کنابې چې ډیره کلونه يې د افغاستان د څانگې مدیریت هم کړی، وايي چې دویچه ویله په هغه وخت کې هڅه وکړه چې له خپلو راډيويي خپرونو سره په افغانستان کې د خپلو اوریدونکو پر مخ «نړۍ ته یوه کړکۍ» پرانيزي.

په دغو خپرونو کې د آلمان او دغه راز د آلمان او افغانستان د اړیکو په هکله معلومات خپریدل: «دا په حقیقت کې د افغانستان او د آلمان تر منځ د اړیکو د لا نژدې کولو او لا پاللو له پاره زموږ یعنی د دري او پښتو خپرونو ونډه وه.»

«میدیا نه د چا دوسته او نه هم دښمنه ده»

د دویچه ویله د افغانستان د څانگي پخوانی مدیر، ډاکتر سيد موسی صمیمي چې له ۲۰۰۳م کال څخه تر۲۰۱۰م کال پوري يې دغه دنده پر غاړه وه، د آلمان او افغانستان اړیکو ته په اشارې سره د د دویچه ویله د نقش په هکله وايي: «د دغه نقش ځانگړیتوب په لومړي سر کې د خبر او اطلاعاتو د رښتيني محتوا پر اصل ولاړ دی. د افغانستان څانگه هم پر همدې اصل په باور سره د راډیو له لاري د هندوکش د غرو لمنو ته نشرات کړي او کوي.»

گوينتر کنابه

گوينتر کنابه

د سړې جگړې پر مهال چې د شوروي او سوسیالستي بلاک پوري تړلو هیوادونو کې د مطبوعاتو او بیان پر آزادۍ باندي سخت قیودات او محدویتونه لگول شوي ول، دویچه ویله او نوري لویدیځي رسنۍ د ډیرو خلکو له پاره د معلوماتو یوازنۍ آزادي سرچینې وې.

د ۱۹۷۸م کال د ثور کودتا او بیا په خاصه توگه د شوروي له یرغل سره په افغانستان کې هم د مطبوعاتو آزادي د واکمن نظام په انحصار کې وه. په دغه موده کې د افغانستان تحولاتو د دویچه ویله په گډون د ډیرو نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه.

ژورنالیست گوینتر کنابې چې هغه هم په ۱۹۷۹م کال کې له دویچه ویله سره همکاري پیل کړه، د دې پوښتني په ځواب کې چې د آلمان او افغانستان د دوستۍ په پام کې نیولو سره د شوروي د اشغال په موده کې افغانستان ته د دویچه ویله نشرات څه ډول ول، وویل: «د ولسونو تر منځ اړیکې په میدیا پوره اړه نه لري، میدیا نه دا چې دوسته او نه هم دښمنه ده.»

کنابه وايي چې د میدیا دنده دا ده چې کره، رښتني او په غوره توگه څېړل شوي معلومات خپاره کړي: «د دویچه ویله د افغانستان څانگې خپرونو په هغه وخت کې د همدی واقعیت پر بنسټ، د آلمان، اروپا او افغانستان په هکله خپلو اوریدونکو ته په دري او پښتو ژبو معلومات خپاره کړي دي.»

گوینتر کنابه وویل چې د شوروي د اشغال په موده کې په لومړي سر کې د دویچه ویله د افغانستان د څانگې دواړو خپرونو پښتو او دري کې هڅه وشوه چې د افغانستان په دننه کې خلکو ته په دې هکله معلومات ورکړل شي چې د افغانستان سیاسی بدلون ته «دلته په آلمان کې څه ډول کتنه کیږي او څه دول قضاوت پرې کیږي.»

هغه زیاتوي چې له دغو انتقادي معلوماتو سره هڅه شوې ده چې افغانانو ته وویل شي چې «آلمان د افغانانو برخه لیک ته په جدي سترگه گوري.»

خو د افغانستان د مطبوعاتو او رسنیو تر ټولو تیاره دوره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وه، چې نه یوازي پر مطبوعاتو او رسنیو ډير سخت سانسور وو، بلکي د رسنیو بنسټیز تأسیسات یا منع او یا هم ویجاړ کړل شول.

د برلین او کابل تر منځ د تلویزوني خپرونو همکاري

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تلویزوني خپروني بندي شوې. د افغانستان پرملي راډیو باندي د «شریعت راډیو» نوم کښېښودل شوو چې پرته له دیني موعظو او د طالبانو د خپلو تبلیغاتو څخه بل څه نه خپرول.

د دغه رژیم له نسکوریدو سره دویچه ویله نه یوازي خپلي رادیويي خپروني په افغانستان کې پراخي کړې، بلکي د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په رغولو او له هغه سره په لومړي سر کې د بهرنیو خبري خپرونو په چمتو کولو کي همکاري پیل کړه.

د دویچه ویله د افغانستان د څانگې د هغه وخت مدیر گوینتر کنابه وايی چې په ۲۰۰۲م کال کې د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون سره دغسي یو تړون لاس لیک شوو. هغه وايې دا په حقیت کې د دویچه ویله په مرسته د افغانستان او آلمان په اړیکو کې یو ډير مهم بدلون ؤ: «هر ماښام وروسته د افغانستان له کورني خپرونو څخه نړیوال خبرونه چې د دویچه له خوا په برلین کې چمتو کیدل په مستقیم او ژوندۍ بڼه د ملی رادیو- تلویزیون له لاري په پښتو او دري ژبو خپریدل.»

د افغانستان په بیا رغاونه کې د آلمان او دویچه ویله ونډه

کنابه وویل سر بیره پر دې تر ټولو مهمه همکاري په دې موده کې د دویچه ویله له خوا د ځوان افغان ژورنالیستانو روزل دي: «د دویچه په اکاډمي کې ډېرو افغانانو ته د ژورنالیزم او دغه راز د منجمنت په تخنیکي برخو کې ښووني او روزني ورکړل شوې.»

په بن کې په ۲۰۰۱م کال کې د افغانستان د کنفرانس چې په نتیجه کې د آلمان په شمول د نړیوالي ټولني په مینځگړیتوب پر یوه انتقالي حکومت موافقه وشوه، آلمان نه یوازي په افغانستان کې د «قانون پر بنسټ ولاړ واکمنۍ» د جوړلو، بلکي دغه هدف ته د رسیدو له پاره د دغه هیواد د هر اړخیزي بیا رغاوني له پاره هم ژمنه وکړه. ډاکتر صمیمي دغې همکارۍ ته په اشاره سره وايي چې د آلمان فدرالي جمهوریت له نړیوالي ټولنې سره په گډه په افغاستان کې د امنیت د خوندي کولو له پاره نه یوازي په پوځي برخو کې د «پام وړ ونډه لري، بلکي په کال کې د څه د پاسه ۲۰۰ ميلیونه ایرو پانگې سره د افغانستان د بیا رغاونی په مختلفو برخو کې ستر نقش لوبلی دی.»

ډاکتر صمیمي د دویچه ویله د «افغانستان د بیارغاوني» مجله چې له ۲۰۰۷م کال را هيسي پيل شوې وه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرستي سره د پښتو او دري خپرونو په چوکاټ کې ځای ورکړل شوی وو، د آلمان د ژمنو یوه مهمه نمونه گڼي: «د دویچه ویله د بیا رغاوني مجله په افغانستان کې د نوي رغاوني او بیارغاوني د پروژو ملگرتیا کړې، البته په خپلو انتقادي او رغوونکو رپوټونو او د خلکو د نظریاتو او افکارو په پام کې نیولو سره په سیمه کې د دیالوگ په پیاوړتیا کې مهم نقش لوبولی.»

دا چې سږ کال آلمان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو سلمه کالیزه لمانځې گوینتر کنابه چې تر تقاعد دمخه د دویچه ویله د برلین په ستديو کې د «دیپلومات خبریال» په توگه دنده درلوده او په دري ژبه په وضحات خبري کولای شي وايي: «د دري او پښتو خپروني به په راتلونکې کې هم د افغانستان او آلمان د اړیکو له پاره اهمیت ولري.»