1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د آلمان او افغانستان تاريخي اړيکو ته لنډه کتنه

د افغانستان د بهرني سياست نوی پړاو د امير عبدالرحمان خان (۱۸۸۰ـ ۱۹۰۱) له وخته پيليږي. د يوه متحد افغانستان د جوړيدو له پاره د هغه ارادې او ژمني ته حتي ځيني وختونه د «اتو فون بيسمارک (د آلمان صدراعظم) په شان اشاره کېده.

عبدالرحمان خان د بيسمارک په مشرتوب د آلمان حکومت پراختيا ته ډېر د احترام په سترگه کتل. امير غوښتل چي د دوو سترو گاونډيانو لکه هندوستان چي د چارو واگي ئې د انگليستان په لاس کي وې او روسيې، ترمنځ پراته افغانستان کي داسي سياست غوره کړي چي نه يو او نه هم بل ځيني ناراضه سي او هم ئې په خپل هيواد کي د هغوی د عملياتو مخنيوی وسي.

امير د دې له پاره چي د دواړو گاونډيانو د امپراتورۍ پله وساتي له يوه څخه هم وسلې را نه نيسي نو په اروپا کي د وسلو رانيولو په لټه کي کيږي. امير په لومړي وار د وسلو رانيولو په موخه په ۱۸۹۸م کال کي د آلمان د کروپ کمپنۍ يو مامور په ماموريت وگوماره. دغه مامور بيا وروسته په مرموزه توگه ووژل سو.

خو لومړۍ نړيوالي جگړې، جگړه کوونکي دې ته اړ ايستل چي په نړيواله کچه ستراتيژي جوړه کړي او آلمان ئې دې ته تشويق کړ چي له افغانستان سره چي له ستراتيژي اړخه ډېر مهم دئ، ځکه چي د روسيې د امپراتورۍ او هند چي د انگليستان تر تاج لاندي ژوند کوي تر منځ پروت دی، اړيکي ونيسي چي په دې سره د افغانستان او آلمان لومړۍ اړيکي پيليږي.

په لومړۍ نړيواله جگړه کي د افغانستان جذبولو هڅي

داکټر صمد حامد په خپله مقاله(د افغانستان او آلمان اړيکي د افغانانو له نظره) کي ليکي چي د ۱۹۱۵م کال په اگست مياشت کي د آلمان په مشرتوب يوه ۶۰ کسيزه ډله د «Niedemayer-hentig-expedition» په نوم ماموريت په چوکاټ کي هرات ته رسيږي څو د افغانستان ملاتړ جذب کړي. دغه ماموريت د ترکيې له يوه ابتکار څخه پراختيا وموندله.

ترکيې تلاش کاوه چي په لومړۍ نړيواله جگړه کي افغانستان د مرکزي قدرتونو په کتار کي شامل کړي. دا چي د دغه ماموريت لگښت آلمان ورکاوه نو ترکيې کرار کرار د ابتکار واگي له لاسه ورکړې او مشرتوب ئې ټول آلمان پر غاړه واخيست.

تر دې وروسته بيا يوه بله ډله د روسيې او انگلستان له ممانعت سره سره افغانستان ته ځان رسوي چي د راډيو يوه دستگاه او نور سامانونه هم ورسره ول.

دغه ډله د ۱۹۱۵م کال د سپتمبر مياشتي پر ۲۶ نېټه کابل ته ورسېده او هلته ئې په يوه پوځي پرېټ سره تود هرکلی وسو، خو بيا هم په يوه کور کي د نظر بند په شان وساتل سول. وروسته بيا دغي ډلي د نه خوړلو اعتصاب په اعلانولو سره له امير حبيب الله خان سره ملاقات ته لاره اواره کړه.

په دغه ليدنه کتنه کي چي په اکتوبر مياشت کي وسوه آلماني استازي له امير حبيب الله خان څخه وغوښتل چي د ترکيې د سلطان له خوا د متحدانو پر ضد د مقدس جنگ اعلان ومني او امير ته ئې د دې په مقابل کي د وسلو او پيسو ورکولو ژمنه وکړه. خو امير ئې په جواب کي وويل چي ده په افغانستان کي د لويي بريتانيا سفير ته هم دا ويلي ول چي افغانستان به بې پرې پاتيږي. دغو خبرو د ۱۹۱۶م کال د جنورۍ مياشتي تر ۲۴ نېټې پوري دوام وکړ، څو د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوستۍ تړون لاسليک سو.

په دغه وخت کي آلمان له افغانستان سره د ۱۰۰۰۰۰ توپکانو او ۳۰۰ توپونو او د پام وړ پيسو د ورکړي ژمنه وکړه. خو حبيب الله خان بيا هم پر دې ټينگار کاوه چي هيواد ئې بې طرفه پاتيږي. د ۱۹۱۶م کال په می مياشت کي آلمانان له افغانستان څخه ووتل، خو بيا ئې هم خپل ماموريت بريالی گاڼه.

له آلمان سر پر اړيکو ټينگار

په ۱۹۱۹م کال د افغان – انگليس تر دريمي جگړې وروسته چي انگليستان د امير امان الله خان په مشرتوب د افغانستان خپلواکي په رسميت و پيژندل، په افغانستان کي له آلمان سره د دوستۍ پلوي ډيره سوه.

امير امان الله خان په برلين کي

امير امان الله خان په برلين کي

امان الله خان هم د ترکيې او ايران په شان د خپل هيواد آبادولو ته مخه کړه چي په دې برخه کي له صنعتي هيوادونو سره اړيکي ډېري اړيني وې. په دغه وخت کي آلمان هم د افغانستان د مدرنيزم په برخه کي ډېر ژر د يوه اروپايي هيواد په توگه ځان وروړاندي کړ. په ۱۹۲۲م کال کي لومړی ۴۰ افغان ځوانان آلمان ته د لوړو زده کړو له پاره ولېږل سول.

په آلمان کي د افغانستان د سياسي چارو کارپو پروپيسر کونراد شيتر، چي د افغانستان په اړه ئې يو کتاب هم لیکي چي په ۱۹۲۳م کال کي لومړی په افغانستان کي د آلمان سياسي نماينده گي پرانيستل سوه. په ۱۹۲۴م کال کي د افغانستان د معارف وزارت په چوکاټ کي د آلماني ژبي يوه لېسه (لېسه نجات) پرانيستل سوه. تر ثور انقلاب دمخه داسي حکومتونه نه ول چي يا دي ددغي لېسې او يا دي په آلمان کي د تحصيل کوونکو کسانو څو تنه وزيران نه ول پکښې.

آلمان ته د شاه امان الله خان سفر

شاه امان الله خان د ۱۹۲۷م کال په اکتوبر مياشت کي اروپا ته سفر وکړ، څو د خپل هيواد د مدرنيزم کولو له پاره د نورو تجريبې له نژدې وگوري. هغه په دې سفر کي چي څو مياشتي ئې دوام وکړ د ۱۹۲۸م کال په فيبروري مياشت کي آلمان ته سفر ورسېد.

برلين ته د شاه امان الله خان سفر ډېر ارزښت لاره. دا تر لومړۍ نړيوالي جگړې وروسته د آلمان د بهرني سياست د حاکميت له پاره لومړی گام وو. آلمان برلين ته د شاه امان الله خان د سفر له پاره نيم ميليون آلماني مارکه مصرف کړل. برلين ته د شاه امان الله خان سفر د افغانستان او آلمان د اړيکو زړه بلل کيږي. هغه اړيکي چي د لومړۍ نړيوالي جگړې پرمهال پيل سوي وې.

په برلين کي له امان الله خان سره د پيسو مرسته نه، بلکي د تخنيککارانو، انجينرانو او ډاکټرانو د لېږلو ژمنه وسوه، څو د فابريکو په جوړولو، د پوليسو، ډاکټرانو او انجينرانو په روزلو کي مرسته وکړي.

له ۱۹۳۶م څخه تر ۱۹۴۱م کاله پوري د آلمان په مرسته په پلي خمري کي د برېښنا د توليد فابريکه جوړه سوه. په دغه وخت کي دغه راز په چک وردگ کي د برېښنا فابريکه جوړه او فعاله سوه او په ۱۹۳۷م کال کي د آلمان په مرسته د ميخانيکي مکتب په نوم يوه لېسه جوړه سوه، څو ځوان افغان تخنيککاران و روزي.

د ۱۹۳۸م کال په جون مياشت کي نژدې ۸۰ تنه آلماني کارپوهان په ۲۴ برخو کي په افغانستان کي په ماموريت بوخت ول. په ۱۹۳۹م کال کي افغانستان ته د يوه پروتوکول له مخي ۵۰ ميليونه مارکه د لسو کلونو وخت په کريديت ورکړل سول، څو د سمينټو، بورې او اورلگيت د توليد په پروژو کي مصرف سي.

تر دوهمي نړیوالي جگړې وروسته بیا ډېر آلماني شريکتونو په افغانستان کي په فعاليت پيل وکړ. د هوخست او بايرين دوا جوړولو شرکتونو په کابل کي څانگي پرانيستلې. په دغه وخت کي په سروبي کي هم د برېښنا د توليد فابريکه او د اوبو ډم د زيمنس کمپنۍ له خوا جوړ سو او پاچا ظاهر شاه پرانيست.

له افغانستان سره مرستي

آلمان له افغانستان سره (تر ۱۹۷۹م کال) پوري د افغانستان د پراختيا له پاره ۷۰۰ ميليونه مارکه مرستي وکړې. خو پر افغانستان باندي د شوروي د پوځي يرغل او کورنۍ جگړې پر مهال د آلمان او افغانستان اړيکي ډېر سړې سوې خو بيا هم آلمان ته نزدې ۷۰۰۰۰ زرو افغانانو پناه يووړه او هلته پاته سول چي دغه شمېر به غالباً اوس څو برابره زيات وي.

د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته آلمان يوار بيا په ۲۰۰۱م کال کي افغانستان ته په مرستو سره ور ودانگل او د دغه کال په ډسمبر مياشت کي ئې په کابل کي خپله سياسي نماينده گي پرانيستله او د امريکا په مشرتوب د ناټو ماموريت په چوکاټ کي ئې دغه هيواد ته شاوخوا ۵۰۰۰ عسکر هم ولېږل.

د ۲۰۱۲م کال د می مياشتي پر ۱۶ نېټه د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوو اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو. آلمان له افغانستان سره پر نورو مرستو سربيره په ۲۰۱۴م کال کي اعلان وکړ چي له افغانستان سره به تر ۲۰۱۶م کاله پوري هر کال ۴۳۰ ميليونه يورو پراختيايي مرستي وکړي.