1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان اساسي قانون ۶۵ کلن سو

د آلمان فدرالي شورا يا بوندستاگ نن په يوه ځانگړې غونده کي د خپل هيواد د اساسي قانون ۶۵ کاليزه ولمانځله. د دغي شورا رئيس نوربرت لمرت په خپله وينا کي وويل چي دغه اساسي قانون د آلمان د تاريخ يوه نيکمرغه برخه ده.

د غونډي مېلمه وينا کوونکي مستشرق نويد کرماني، د آلمان د اساسي قانون د مؤسسانو ستاينه وکړه او د دغه قانون د اصلي روح د ساتني غږ يې وکړ.

«نن د می ۲۳ په دغه ورځ په ۱۹۴۹ کال کي زموږ د ولس په تاريخ کي يو نوی ارزښتناک فصل پرانيستل کيږي. نن د آلمان د فدرالي جمهوريت اساسي قانون له لاس ليکيدو او توشيح سره خپل تاريخ ته لومړي گام ږدي»، له دغو لنډو څو تاريخي جملو سره تر دوهمي نړيوالي جگړي وروسته د آلمان د فدرالي جمهوريت لومړي صدراعظم کونراد ادناور د خپل هيواد اساسي قانون لاس ليک کړ.

د آلمان په فدرالي شورا کي چي په الماني ژبه ورته بوندستاگ وايي، نن (جمعه د مي په ۲۳) د اساسي قانون د ۶۵ کاليزي په مناسبت ځانگړي غونده جوړه شوه، چي د نوموړي شورا پر رئيس نوربرت لمرت سربيره مستشرق او ليکوال نويد کرماني، هم ويناوي وکړې.

لمرت په خپله پرانيستې وينا کي د آلمان د فدرالي جمهوريت د اساسي قانون ستاينه وکړه او هغه يې د دې هيواد د ديموکراسۍ د نظام بنسټ وگانه: «دغه اساسي قانون د آلمان د تاريخ د نېکمرغۍ يوه ځانگړې برخه ده. دغي برخي ته موږ ټول يوازي مبارکي ويلای شو.»

کونراد اديناور د اساسي قانون د لاسليکولو پرمهال

کونراد اديناور د اساسي قانون د لاسليکولو پرمهال

د اساسي قانون ستري لاسته راوړني

د فدرالي شورا رئيس د خپلو خبرو په دوام کي وويل چي د ۶۵ کلونو په تيريو سره د فدرالي جمهوريت اساسي قانون د آلمان د پخوانيو دولتونو، لکه وايمر جمهوريت او د شاهي دولت له اساسي قانونو څخه يې زيات عمر کړی دی او وبه يې کړي: «هغه د نړۍ له سترو اساسي قوانينو څخه شمېرل کيږي، چي نويو ديموکراسيو ته جهت او د نورو دولتونو د اساسي قانونو جوړولو او تسويد ته الهام ورکوي.»


د فدرالي شورا رئيس وويل چي د آلمان د اساسي قانون ۶۵ کلونو عمر وښودله چي هغه په ځانکړې توگه د ودي او تحول وړتيا لري. هغه زياته کړه چي له دغه قانون سره د آلمان يووالی بيرته اعاده شو.«له دغه قانون سره يو نوي مدرن آلمان سر راپورته کړ. هغه آلمان چي د هغه ۲۰ سلنه اوسني اوسيدونکي هغه وگړي دي چي د کډوالۍ پسمنظر لري.

د فدرالي شورا رئيس يادونه وکړه چي ننی آلمان «له قومي، کلتوري او مذهبي» لحاظه بل هيواد گرځيدلی دی: «د اساسي قانون په سترو لاس ته راوړونو پوري دا هم اړه لري، چي په دې هيواد کي تنوع ته اجازه ورکوي. په اساسي قانون کي ضمانت شوي بنسټيز حقوق د ټولو له پاره صدق کوي.»

لمرت په عين وخت کي د اساسي قانون ځينو تعديلاتو ته انتقادي کتنه وکړه. هغه په خاصه توگه دې خبري ته اشاره وکړه چي «د دغه قانون اوسني متن د ډيرو پوښتنو وړ او د ځينو تفصيلي تعديلاتو سره د هغه متن څخه چي په ۱۹۹۴ کال تصويب شو، ډېر زيات پراخ دی.»

ليکوال کرماني: «مننه له آلمان څخه»

د آلمان د اساسي قانون د لمانځني په مراسمو کي د مستشرق او مشهور ليکوال نويد کرماني وينا ته د غونډي برخه والو په ځانگړې توگه انتظار درلود. د ۴۷ کلن کرماني وينا پر برخه والو ډيره اغېزه وکړه. کرماني چي د هغه پلار له ايران څخه پخوا آلمان ته راکډه شوی، وويل: «د آلمان فدرالي جمهوريت د ژوند او د ميني وړ هيواد شوی دی.» هغه په خپله اغېزناکي وينا کي وويل: «کله چي زه د آلمان د تاريخ کومه برخه په خپل مخکي مجسموم، هيڅ برخه لکه د نن په شان آزاد او سوله ييزه نه وه.»

نويد کرماني

نويد کرماني

په عين وخت کي کرماني د آلمان پر سياست باندي له نيوکي څخه سپما ونه کړه. هغه په خاصه توگه په اساسي قانون کي منل شوو «نړيوال بنستيزو حقوقو» ته اشاره وکړه چي سياست ځيني دغه حقوق «غوڅ» کړي دي.

کرماني د آلمان د فدرالي شورا استازو ته په وينا کي وويل: دا کيدای نه شي چي سړی د اساسي قانون لمانځنه کوي، خو «له هغو ځينو «کنډو او کپرو» څخه چي په هغه کي راوړل شوي دي، يادونه ونه شي. د بېلگې په توگه هغه د پناه غوښتني په حقوقو کي چي د اساسي قانون په ۱۶ ماده کي تصريح شوي دي، بدلون راوستولو ته اشاره وکړه: «د دغه قانون يوه ډيره الزامي ماده چي سياسي تعقيب لاندي کډوالو ته د پناه ورکولو ضمانت کوي، په ۱۹۹۳ کال کي بدلون ورکړل شو. له دې ډول يو تعديل سره په حقيقت کي په آلمان کي د پناه غوښتني بنسټيز حق له مينځه يوړل شو.»

کرماني يادونه وکړه چي آلمان البته مجبور نه دی چي د نړۍ ټولي ستونزي او ټول پيټی پر خپلو اوږو بار کړي. خو هغه وويل چي دا هيواد کافي منابع لري چي تر سياسي تعقيب لاندي کډوالو ته پناه ورکړي.

د کرماني دغه يادونه په فدرالي شورا کي د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال اتحاد د پارلماني ډلي د استازو د مشر فولکر کاودر، له خوا رده شوه. کاودر وويل: «آلمان هغه هيواد دی چي په ټوله اروپا کي تر نورو زياتو کډوالو ته ځای ورکړی دی، په داسي يوه ورځ دا هم بايد هيره نه شي.»

د کين اړخي گوند پارلماني مشر، گريگور گيزي د اساسي قانون د لمانځي په مراسمو کي وويل، چي که څه هم د اساسي قانون په تطبيق کي د گوندونو تر منځ اختلاف دی، خو په يوه خبره کي ټول سره يو دي چي « اوسنی اساسي قانون د آلمان په تاريخ کي ساری نه لري.»

دغه قانون د آلمان دفدرالي جمهوريت حقوقي بنسټ جوړوي. د هغه په ۱۴۶ مادو سره د آلمان د وگړو بنسټيز حقوق تعريف او د آلمان د دولت د سياسي نظام بنسټ تثبيت شوی دی. په اساسي قانون کي روښانه شوې ده چي څه ډول ټاکني وشي او په څه ډول قوانين تسويد شي. د اساسي قانون تر ټولو غوره ماده وايي: «انساني کرامت په هيڅ صورت د لاس وهني وړ نه دی.»