1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د آلماني پوځ د يوه افسر د محاکمې په خاطر تصميم

د جرمني لويه څارنوالي به نن جمعه احتمالأ دا پريکړه وکي ، چه د هغه ډګروال پر ضد محاکمه شروع سي او کنه، چه دوې اونۍ دمخه يې د افغانستان په شمال کښي د هوايي بمباريو غوښتنه کړې وه

المانی ډګروال ګیورګ کلاين

المانی ډګروال ګیورګ کلاين

په محاکمه کښي بايد د بمباريو د په جريان کښي د ډګروال ګیورګ کلاين رول معلوم سي . ده د آيساف د قومندان په حيث دکندوز ښار ته نژدې د تيلو پر دوو ټانکرونو باندي ،چه د طالبانو لخوا تښتول سوي وه ، امريکايي جيټ الوتکي غوښتي وې ، چه په نتيجه کښي ملکي خلګ هم تلف سول . اوس د ناټو د يوه رپوټ پر اساس د جرمني ددرسدن د ښار لويه څارنوالي دا خيړي ،چه دغه ډګروال خو به د آيساف د اصولو څخه تيری نه وي کړی .

Dpa/

کتونکي : محمد قاسم نوري