1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د آلماني پوځ افغان کارکوونکي، آلمان ته د تګ غوښتنه کوي

د شنبې په ورځ په کندوز کې د آلمان د ولایتي بیا رغاونې د ټیم د کمپ په مخکې د آلمان د پوځی ماموریت شاوخوا پنځوس پخوانیو کار کوونکو په یو لڼد احتجاج لاس پورې کړ او ویې ویل چې لا تر اوسه د هغوې غوښتنو ته چا غوږ نه دی نیولای.

په کندوز کې د آلمان د پوځي ماموریت یو شمیر افغان کارکوونکو چی له خپلو دندو ګوښه کړای شوي دي د خپلو پخوانیو غوښتونو په دوام کې د یوې لنډې احتجاجي غوڼدې په ترڅ کې وویل چې هغوې نه یوازې خپل کار له لاسه ورکړی دی، بلکه له «آلمانانو سره د خپل کار په نتیجه کې یې ژوند هم له ګواښونو سره مخامخ دی.»

ځیني ژباړونکي وایي چې له آلمانانو سره د کار کولو له امله پرې د جاسوسۍ تور پورې کیږي. هغوی غوښتنه کوي دوې باید آلمان او یا هم کوم بل هیواد ته انتقال شي تر څو ژوند یې خوندي پاتي شي.

د علي الله نظري، په نوم یو تن ځوان چې د ژباړونکي په توګه یې له آلمانانو سره کار کړی دی وایي: «له ۲۰۱۰م کال راهیسې مې له آلمانانو سره کار کړی دی. له آلمانانو سره د کار کولو وروسته مې ژوند ستونزمن شوی دی.» نظري په خپله ټولنه کی خپل ځان او کورنی له مختلفو تورنو سره مخامخ وینی، هغه زیاتوي: « تر دې د مخه هر کلي ته تلای شوم، له دوستانو سره مې لیدلای شول او په ښه شان مې خپل اجتماعي اړیکي ټینګولای شوې، خو اوس مې خپله آزادي له لاسه ورکړې او هیڅ چیرې نه شم تللای، ډیر زیات خطرونه او ګواښونه راته پیښ شوي دي.»

د فرهاد ولي زاده په نوم یو بل تن ژباړونکي چې د شنبې د ورځې په مظاهره کې یې ګډون درلود وایي چې دوی په بیلا بیلو ډولونو تهدیدیږي. د هغه په وینا دغه ستونزه یې له دولتي چارواکو سره شریکه کړې ده، خو هغوې د دې ستونزې د حلولو په برخه کې کوم جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

ژباړونکي وایي که چیرې غوښتنو ته یې پاملرنه و نه شي، نو د پې آر ټي د دفتر پر وړاندې به خیمې ووهي او د نه خوړولو اعتصاب به پیل کړي.

خو په کندز کې میشت د آلمان د پي آر ټي ویاند رسنیو ته وویل چې دوی د ژباړونکو غوښتنې د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکي کړي دي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره اوس د هغو کسانو د ژوند خوندي کولو په اړه اندېښنې را پورته ښوي دي چې په افغانستان کي یې له دغو ځواکونو سره کار کړی دی.

په آلمان کې هم اوس پر دغه موضوع باندي بحثونه روان دي، چې څرنگه کولای شي هغه افغانان چي له دوی سر یې په افغانستان کي د دوی د ماموريت پرمهال کار کړی دی آلمان ته را وغواړي.

د آلمان د بشري حقوقو د ساتنې ټولنه «پرو ازیول» غوښتنه کوي، هغه افغانان چې له آلماني سرتيرو سره د گډ کار کولو له اسيته د طالبانو له گواښونو سره مخامخ دي بايد په آلمان کې د قبلېدو له پاره يو پروگرام ورته رامنځ ته شي.

د دغي ټولني مشر ګوينټر بورک هارډ، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل، دا چې د آلمان پوځ اوس د خپلو پوځي ټانکونو د راايستلو پلانونه جوړوي دوی بايد لومړی له دغه هيواد څخه هغه انسانان راوباسي چې هلته خطر ورته متوجه دی. پوځي تجهيزات دي وروسته راوايستل شي.

په افغانستان کي له آلماني پوځ سره نزدې ۱۳۰۰ کسان کار کوي. په دغو کسانو کي ترجمانان، څارونکي او کسبگر هم شامل دي.

له دې مخکې د آلمان د کورنیو چارو وزیر، هانس پیتر فرید ریش، د خپل هیواد له یوې رادیو سره په مرکه کې ویلي ول، چې آلمان به په افغانستان کې خپل افغان کارکوونکی یوازې پري نه ږدي: «د هر شخص په دوسیه به جلا غور وشي. ښکاره ده که چیرې د یو افغان کار کوونکی ژوند په خطر کې وي، آلمان به خپلې بشری مرستی له هغه څخه ونه سپموی.»