1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلماني پوځيانو تجهيزات تر پوښتني لاندي راغلي

دKölnische Rundschau په نامه يوه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي، په دنده وتلو آلمانو عسکرو تل د خپلو تجهيزاتو له نيمگړتيا څخه شکايتونه کړي دي...

د آلمان حکومت په خپل ټول وس او توان سره کوشش کوي، پوځيان يې ښه په وسلو پورې وي

د آلمان حکومت په خپل ټول وس او توان سره کوشش کوي، پوځيان يې ښه په وسلو پورې وي

د هر حالت د پاره بشپړ چمتو والی امکان نه لري. او دا يو تريخ حقيقت دئ. ټول امنيتي پرسونل ښايي په دې پوه وي، چې د آلمان حکوم په خپل ټول وس او توان سره کوشش کوي، پوځيان يې ښه په وسلو پورې وي. دوی هم هغه د بې پيلوټه الوتکو غوندې د کشف امکانات لري.

مگر دا هم يو ناخواله حقيقت دئ، چې شپه او ورځ دا ډول کشف او څارنه هم د دې ضمانت نه شي کولی، چې طالبان به ناڅاپه حملې سرشته نه کړی شي، لکه هم هغه د تېرې جمعې د ورځې د کندز ناڅاپه حمله. د پوځ وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ په دې هکله سمه اشاره کوي چې:

د عسکرو د پاره د کندز په شا او خوا کې جگړه روانه ده. آلماني عسکر د ماينونو ضد موټرهم لري. خو کله ناکله دې اړ کيږي چې له موټرونو څخه ووزي. د دې پر ځای لکه تر اوسه غوندې، چې هسې ځانونه ښکاره کړي، اوس ښايي چې دوی د طالبانو تر وولکه لاندې سيمو کې پاتې هم شي. نو ځکه اوس په ټول هېواد کې امنيت ساتونکي ځواکونه کوشش کوي طالبان په شا وتمبوي.

خو دا چې دا کار له سختو خطرونو سره ملگري دئ، کومه سخته محاسبه نه وه. اوس بيا آلماني عسکر وژل شويدي. له ترخو حقيقتونو څخه دريم دا دئ، چې غربيان يواځې همدا غواړي، طالبان هرومرو دې ته اړباسي د کابل له مرکزي حکومت سره روغه جوړه وکوي.

تر اوسه پورې د نظامي دندو د پاره يو د اهميت وړ ټکی هم بشري حقونه، آزادي، دموکراسي راوستنه وه، خو له بده مرغه چې په دې ملک کې دا کار له نظامي اړخه نه شي عملي کېدلی، او دا ځکه چې پر طالبانو باندې برياليتوب نه شي تر لاسه کېدلی، لکه څرنگه به طالبان هم برياليتوب ته نه رسيږي. تر اوسه پورې لا دا د لويديزوالو - په دې ډله کې د آلمان د پوځ - په لاس کې ده، چې هغه هېواد ته د ښي راتلونکې هيله ورکړي. مگر د دې کار د پاره عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي. او په موجود وخت کې به دې شعار ته مثبت ځواب ورکول يو غلط غبرگون وي چې: له افغانستان څخه ووزئ.

د اوسنابروک له ښار څخه خپرېدونکوې يو بله ورځپاڼه ليکي، د پوځ وزير څو گوتنبرگ د لومړي ځل د پاره د پاک اختر په ورځ افغانستان کې له جگړې څخه خبره وکوله. دا يو دوه مخيز خطرناک کار دئ. له يوې خوا له کالونو راپدېخوا په هندوکش کې پر حقيقتونو باندې سترگې پټې شوې او د لومړۍ وزيرې لخوا خلک تېرايستل شوي. او له بلې خوا جگړه په دې معنی چې د طالبانو له تگ څخه 9 کاله وروسته بيا هم د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو دنده د ناکامۍ له خطر سره مخامخ ده. او دا ځکه چې د هېواد يو پر دريه برخه د طالبانو په لاس کې ده او د آلماني ځواکونو له هډې نه پنځه کيلومتره اخوا د طالبانو سيمه شروع کيږي.

Agenturen/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل