1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

دکندهار کي په يوه پټ محبس کي يو بندي وايي، چي دی وهل سوی دی

د افغانستان په يوه محبس کی د يوې مشخصي پيښي تر څرګندولو وروسته اوس کاناډايي پوځ نور افغاني مقاماتو ته بنديان نه سپاري...

default

دغه بندی پخوا په عادي ډول افغاني مقاماتو ته سپارل سوی ؤ . دغه خبر پرون دکاناډا د اوټاوا په يوه ورځپاڼه کي خپور سوی ،چي د بشر د حقوقو د دوو سازمانونو په جواب کی د عدليې وزارت ليکلی ؤ .

په کندهار کي ديوه پټ محبس څخه د يوه کاناډايي ديپلوماټ د ليدلو پر وخت يو بندي شکايت کړی ؤ، چي دی وهل سوی دی . دغه ديپلوماټ په دغه محبس کي ديوې چوکۍ څنګه ته د شکنجې وسايل او يوه برقي آله او نور شيان پيدا کړي وه .