1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

دويچه ويله خپله شپېتمه کليزه ولمانځله

دويچه ويله د آلمان په بن ښار کې خپله۶۰مه کليزه و لمانځله. «دويچه ويله په هغو سيمو کي چي خپلواکي نه لري يوازنۍ د معلوماتو سرچينه ده» دغه خبره د آلمان د رسنيو د چارو معين نيومن وکړه.

Auf dem Bild: Keynote by Dr. Guido Westerwelle, Minister of Foreign Affairs, Germany at the Global Media Forum 2013 Bonn. Bild: © DW/M. Magunia

GMF Global Media Forum 2013 Guido Westerwelle und Erik Bettermann 60 Jahre DW

د دويچه ويله د شپېتمه کليزه په هغه ورځ ولمانځل شوه چي په دغه ورځ يعنی د جون ۱۷ په ۱۹۵۳کال کي د شرقي آلمان خلک د آزادۍ په ارمان ول او اولسي پاڅون يې وکړ. په دغو مراسمو کې د دغی ورځي يادونه هم وه شوه.

د دويچه ويله عمومی مشر ايرک بيترمن دښه راغلاست په خبرو کې چي د پخواني پارلمان تالار کې يې مېلمنو ته کولې وويل چې د شرقي آلمان خلک ، د آزادۍ، فکري او د رسنيو د ازادۍ، ديمکراسي او د بشري حقوقو د ساتني ستر ارمان درلود.

هغه وويل د يموکراسي، خپلواکې او د انساني حقوقو ساتنه د غربي ټولنو بنسټیز ټکی دی. دا ښکاره ده چې دغه اصل په ډيرو هيوادونو کې طبعي نه دی. له همدې کبله دويچه ويلي له۱۹۵۳راهیسی آلمانی نظر، تجربې په نړيواله او اروپایې کچه جوت او هڅه دا وه چې خپلي موضوعګاني له نورو سره شريکې کړو.

سربيره پردې د آلمان د کلتوري او رسنيو چارو معین بیرن نيومن، هم د دويچه ويلي د دوامداره ارزښت ستاينه وکړه او ويې ويل چې د ځمکي پر سر په ډیرو هغو سيموکې چې خپلواکي نه دي د معلوماتو يوازنۍ سرچينه ده:

«د هغو خلکو له پاره چې نوي او تازه معلومات بې دولتي سانسوره ترلاس کړي، دويچه ويله يې ور رسوي. د دويچه ويله موخه دا ده چي د کلتورونو ترمنځ پلونه رامنځ ته کړي.»

سربيره پردې نيومن د دويچه ويله نوښتونه وستايل او ويې ويل چې د ۱۹۵۳ کال د می له مياشتي راهيسي دويچه ويله په لنډو څپو کي خپروني پيل کړې او اوس يوه مولټي ميډيا رسنۍ ځنی جوړه شوې ده.

«هره ورځ په نړيواله کچه سل ميليونه خلک له دويچه ويله څخه په ديرشو ژبو معلومات ترلاسه. له نزدې ۶۰ مليتونو څخه ۳۰۰۰ کارکوونکي په دويچه ويله کي کار کوي.»