1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

دولت غواړي د ټولنیز ملاتړ له لارې سوالگري کمه کړي

افغان دولت غواړي د «ټولنیز ملاتړ د قانون» له پلي کولو او د زکات او عشر د قانونمندولو له لارې په ښارونو کې سوالگري کمه کړي. د دې طرحې له مخې هغه کسان چې په سازمان شوې توگه سوالگري کوي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کیږي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې سوالگرۍ یوه ټولنیزه ستونزه رامنځ ته کړې ده. د دې هیواد په لویو ښارونو کې په واټونو کې ډیر سوالگر لیدل کیږي چې ځینې یې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې له خلکو څخه پیسې غواړي.

سازمان شوې سوالگري

خلک په دې اند دي چې یو شمیر کسان د بې وسۍ له کبله په سوالگرۍ لاس پورې کوي خو یو شمیر نور بیا سوالگري د خپل کسب په توگه گڼي. ویل کیږي چې په افغانستان کې د مافیا ځینې داسې ډلې هم شته چې دغو کسانو ته زده کړې ورکوي چې څرنگه ډیرې پېسې ترلاسه کړې.

د کابل ښار په یوه ښوونځي کې روزونکی سید محمد فیاض، وایي چې دولت د دغې ستونزې حل ته پام نه کوي او په ځینو مواردو کې خلک هم خپله ټولنیزه دنده سر ته نه رسوي. هغه زیاتوي: «که ټول مسلمانان په سمه توگه خپل زکات ورکړي او داسې بنسټونه موجود وي چې دغه زکات راټول کړي او هغه مستحقو کسانو ته ورسوي نو زه فکر نه کوم چې په یوه اسلامي هیواد کې دې څوک دومره اړ وي چې په باراني ورځو کې د سړکونو پر سر سوالگري وکړي.»

له بلې خوا بیا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت ویاند علي افتخاري، وایي چې افغان حکومت څو کاله وړاندې د پخواني ولسمشر د فرمان پر اساس د کابل ښار ټول سوالگر راټول کړل چې شمیر یې ۴۳۰۰ کسانو ته رسیده. افتخاري زیاتوي چې د دغو کسانو په ډله کې ۳۸۰۰ مسلکي سوالگر وو او یوازې ۳۰۰ تنو یې د مجبوریتونو له مخې په دې کار لاس پورې کاوه.

دغه چارواکي روښانه کړه چې د ټولنیز ملاتړ قانون یوه برخه د زکات د قانونمندولو په اړه ده چې د سوالگرو د شمیر له کمیدو سره مرسته کولای شي. په دې ترتیب سره به افغانان خپل زکات «د افغانستان بانک» ته استوي چې بیا وروسته به مستحقو کسانو ته ورکول کیږي.

د افتخاري په خبره د سړک پر غاړه ناستو کسانو ته د پیسو ورکول د دې سبب کیږي چې لا ډیر کسان سوالگري ته مخه کړي. هغه وایي چې د توشیح شوي قانون له مخې به ټول سوالگر راټول شي او په ډله کې به یې مسلکي سوالگر تشخی او عدلي بنسټونو ته وسپارل شي. هغه زیاتوي: «تر یوه وخته پورې له هغوي سره له همدو پیسو د کار په بدل کې مرستې کیږي. کله چې مستحق او مسکلي سوالگر سره بیل شو نو له هغوی سره به منظمې مرستې وشي. پر دې سربیره هغوي په روزنیزو پروگرامونو کې هم شاملیږي او بیا د کار په بازار کې مدغمیږي ترڅو په راتلونکې کې هم د ځان او هم د ټولنې له پاره موثر واقع شي.»

د دغه افغان چارواکي په حواله مستحق کسان به د یوه سیستم له مخې وپيژندل شي او د هغوي پر چارو به منظمه څارنه وشي. افغان چارواکي دا خبره مني چې په ځینو موادرو کې مسلکي سوالگر په ځینو جینایي پیښو کې هم لاس لري خو وایي چې د توشیح شوي قانون له مخې هغوی اوس له دې کسانو سره په برخورد کې یو څه پرانیستی لاس لري.

په افغانستان کې د سوالگرو د شمیرې په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته، خو په وروستیو وختونو کې د ناامینو، بیکاري او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له کبله په ټول هیواد کې د هغوی شمیر لوړ شوی دی.

DW.COM