1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

دهند پر يوه اورګاډی باندي ګوزار ښايي د ياغيانو کار وي

دهند په شمال ختيځ کی پرون شپه په هغه اورګاډي باندي چي د ممبای او کلکتې ترمنځ روان و ، يو ګزار شوی چي ددغی پیښي په اثر لږ تر لږ71 کسه وژل شوي او د120 څخه زيات کسان ټپيان شوي هم دي

default

ددغه ګوزار مسؤليت «دپوليسو دځواک په ضد دولس دکميټې » په نامه ډلی چي دماؤيستانو له خوايي ملاتړ کيږي، پر غاړه اخيستی دی .

لکه څنګه چي دPress Trust of India په نامه دهند دخبر رسولو دآژانس په یوه رپوټ کی ويل شويدي ، نوموړي ماويستي ډلي ، دتيلفون په لیکه داخبره کړې چي دوی دلويديځ بنګال دایالت د Midnapore په سيمه کي په یوه اورګاډی باندی پرون شپه يو ګوزار کړی دی . دغه سیمه دماويستي پاڅيدونکودپلويانوتر نفوذ لاندي یوه سیمه بلل کیږي .

ماؤيستان چي په دغه سيمه کي په بيلا بيلوډلو ويشل شوي دي ،دا ادعا لري چی دوی دبيوزلو وګړو او دهغه کروندګرو له حقونو څخه دفاع کوي چي ځمکي نلري .

NO FLASH Indien Zugunglück

دپيښی څخه وروسته ، دنجات ډله په ټولو ممکنه وسايلو سره هڅه کوي چي د چپه شوي ګاډو څخه هغه کسان راوباسي چي تردغي چاودني وروسته ژوندي پاته دي . يو منصبدار وايي چي مونږ بايده دي چي واګونونه مات کړو تر څو چي انسانان ورڅخه را وباسو . دغه اورګاډی دممباي او کلکتې ترمنځ دشپي مزل کاوه چي ناببره دګاډی دکرښي څخه واوښتی .

دهند داورګاډو دوزارت دمسؤلينو دپاره خبره مخکي دمخه روښانه وه چي دا يو ګوزار ؤ . د وزارت يو وياند وايي،

«دپیښي علت ديوه بم چاودنه وه . يوه ډیره سخته چاودنه وه . ګاډی ګړنډی روان ؤ، چي يو ناڅاپه دغه پيښه وشول . دا زما دپاره يو وحشیانه عمل بلل کيږي . او داعمل بايد سخت وغندل شي . »

Flugzeugabsturz in Indien Flash-Galerie

هسي چي ويل کیږی ، 13 واګونونه دګاډی دکرښی څخه اوښتي . او په همدې وخت کي يو بل بار وړونکی ګاډي دمخامخ پلو څخه راغلی او دواړه ګاډي سره ولگيدل . دهند دننه دچارو وزير هم دسبو تاژ ديوه عمل څخه خبري کړي خو خبره داده چي دغه سوبوتاژ څه ډول يو سبوتاژ و . دهند يو پوځي منصبدار چي ددغي پيښي څارنه کوي وايي چي دگاډي دپټليو يوه ټوټه نسته، چي کيدای شي دغه پټلي بيله شوې وي . دی وايي ،

«څه چي زه دلته وينم ماته څرګندیږي ، دګاډي دپتليو یوه برخه لري کړای شوې ده ، خو پوښتنه داده چي آيا کيدای شي داورګاډی دچپه کيدلو علت همدا وي او که څنګه . بايد دپټلي دغه ټوټه مونږدلته موندلې وای خوهغه نشته . »

دمخه داسي ګومان کيده چي په دغه پیښه کي به دماويستي پاڅیدونکو لاس وي، ځکه په دغه سیمه کي دغه ډله ډير فعاله ده . او دوی په دی آخرنيو وختونو کي دحکومت دتعرضي عملیاتو په مقابل کي دپوليسو پر تاڼو ، او دسرويسو او ګاډو په تم ځایونو باندي په بريد کولو سره غبرګونونه ښودليدي . دهند داورګاډو دچارو وزيره وايي چي :

«دا واضح خبره ده چي يو بم ګوزار شويدی . زه دمسافرینو له امله ډیر سخته خواشينې یمه ، دوی بيګنا خلک وه، ولي دوی دغه ګوزار کړيدی ؟ دانسانانو ژوند خو ارزښت لري . »

Indien Maoisten Anschlag Polizei

يو هندی منصبدار وايي : داچي په رښتيا سره به داکار دماويستانو له خوا شوی وي ، سړی به روان وخت کي څه نسی ویلای . دغه پيښه په هند کي په داسي يوه وخت کی کیږی ،چي څوورځي دمخه دهند يوه مسافر وړونکي الوتکه هم را غورځيدلې وه . په هغه پيښه کي د 150 څخه زيات کسان وژل شوي وه .

Küstner, Kai / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري