1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

دموکراسي له بحث پرته بایلونکې ده

لویې سیاسي پریکړې د خلکو له مشارکت پرته په څو ملیتي سازمانونو کې، له پارلمانونو څخه بهر کیږي. نو له دې کبله د ښکیلتیا او مشارکت نوو ډولونو ته اړتیا لیدل کیږي.

Ute Schaeffer, Deutsche Welle, Chefredakteurin, Multimediadirektion Regionen, Editor in chief, Multimedia Regions Department. Foto: DW/Per Henriksen 27.07.2012. DW2_3666.

Deutsche Welle Chefredakteurin Ute Schaeffer

يادښت: دغه مقاله د دویچه ویله د خپرونو مشرې اوته شیفر، په آلماني ژبه لیکلې ده چې پښتو ژباړه یې دلته خپریږي.

وروستیو انقلابونو دیکتاتوري نظامونه راوپرځول، خو بیا هم د دغو انقلابونو په پایله کې دموکراسي رامنځ ته نه شوه. دموکراسي یوه لویه ژمنه ده چې لا تراوسه پورې په ډیر شمیر هیوادونو کې نه ده پلي شوې. دغه خبره د اوکراین، روسیې، تونس او مصر په شان هیوادونو کې صدق کوي. که په دې ځایونو کې دموکراسي پلي نه شي، نو دغه هیوادونه به یو ځل بیا د دیکتاتورۍ منګولو ته ولویږي، چې په دې وخت کې به دموکراسي بایلونکې شي.

د دموکراسي د پرمختګ بهیر دریدلی دی

تر شلو کلونو مخکې له ډیرو هیلو سره شعارونه ورکول کیدل چې لیبراله دموکراسي یوازینی مشخص سیاسي هدف دي چې بیلابیلې سیمې او بیلابیل فرهنګونه یوځای د هغې د پلي کیدو له پاره کار کوي. خو داسې ښکاري چې اوس دغه بهیر دریدلی دی. د دموکراسي بریالی مدل اوس تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

دا رښتیا خبره ده چې د شلمې پیړۍ له پای ته رسیدو سره یو شمیر «توتالیتر» ایدیالوژۍ لکه ناسیونال سوسیالیزم، فاشیزم او کمیونیزم زاوال شوې. د پرسترویکا، ګلاسنوست او د برلین د دیوال له چپه کیدو سره په اورپا کې وروستي دیکتاتوري کمیونستي نظامونه هم له منځه ولاړل، خو تر هغه شل کاله وروسته د دموکراسي د پرمختګ بهیر ودرید. دغه بهیر نه یوازې په هغو هیوادونو کې ودرید چې انقلابونه په کې تازه بریالي شوي ول، بلکې په هغو هیوادونو کې چې فکر کیده دموکراسي په کې تثبیت شوې ده هم دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ شو.

غیر دموکراتیک مدلونه په اکثریت کې دي

د دموکراسي بریالی مدل اوس له کواښ سره مخامخ دی. په نړۍ کې د غیرې دموکراتیکو ایدیالوژیو د پای ته رسولو وعده پلي نه شوه، بلکې په ډیر شمیر برخو کې غیر دموکراتیک سیاسي مدلونه رامنځ ته شول. دغه مدلونه په یوې ناامنه نړۍ کې د امنیت د ټینګښت وعدې ورکوي. هغوی که څه هم غیر دموکراتیک دي، خو بیا هم ډیر شمیر پلویان لري. ځکه انسانان تر هر څه مخکې د خپل ځان له پاره د امنیت غوښتنه کوي او کله چې هغه ترلاسه کړي، نو بیا په سیاسي پریکړو کې د ښکیلیدو خبره رامنځ ته کیږي.

آيا انسان له دموکراسي سره د ډوډۍ په پرتله ډیره لیوالتیا لري؟ وروستیو پېښو ته په کتو سره سړۍ پوهیږي چې داسې نه ده. په تونس او مصر کې لومړۍ خلکو ډوډۍ غوښتنه، بیا کرامت او عدالت او تر هغه وروسته یې د لا ډیر مشارکت غوښتنه مطرح کوله. په ۲۰۰۴ کال کې د اوکراین نارنجي انقلاب، په ۲۰۰۳ کال کې د ګرجستان سور انقلاب، په ۲۰۱۱ کال کې په روسیې کې پراخ اعتراضونو، په ۲۰۰۹ کال کې د ایران زرغون انقلاب، په تونس کې یاسمین انقلاب او د مصر انقلاب تر پای ته رسیدو وروسته هم  په دغو هیوادونو کې دموکراتیک نظامونه رامنځ ته نه شول.

دموکراسي د رقابت په حال کې

په وروستیو کلونو کې د ریښتینې دموکراسی پر وړاندې ډیر شمیر رقیبانو سر راپورته کړی دی. مختلط نظامونه او دروغینې دموکراسۍ د دغو رقیبانو په ډله کې دي. ډیر شمیر زورواکان له ځان سره د دموکراسۍ نقاب لیږدوي تر خو خپل اعمال د هغوی په واسطه وپوښي.

له بلې خوا ثبات لرونکي دموکراتیکه نظامونه هم په یوه نړیوال شوي اقتصاد کې له ستونزو سره مخامخیږي. مهمې پریکړې نه په پارلمانونو او نه هم د حکومتونو له خوا نیول کیږي، بلکې د داسې کسانو او سازمانونو له خوا نیول کیږي چې عام وکړي ورته په ندرت سره لاسرسی پیدا کولای شي.

دغه ټولې موضوعګانې د دې لامل کیږي چې د اعتماد یو کړکیچ رامنځ ته شي. اوس د آلمان یو پر دریمه برخه اوسیدونکي په دې باور نه دي چې دموکراسي یو شمیر لویې ستونزې له منځه وړای شي.

د دموکراسي د پلي کیدو له پاره څه ته اړتیا شته؟

یوازې دا کفایت نه کوي چې سړی د ستونزو په اړه خبرې وکړي، بلکې دا ډیره مهمه خبره ده چې سړۍ له دغو ستونزو څخه نتیجه ګیري وکړي. هغه څه چې د دموکراسي په برخه کې مهم دي، د هغې د پلي کولو لارې چارې دي. هغه مسایل چې سړی یې باید په دې اړه په پام کې ونیسي ډیرې روښانه دي: د وګړو لا ډیر مشارکت باید څرنګه تنظیم شي؟ څرنګه کیدای شي چې د لیدلورو د رامنځ ته کولو بهیر په لاره  واچول شي؟ څرنګه او په کومو ځایونو کې کیدای شي چې سړۍ پیچلي سیاسي بحثونه مطرح کړي ترڅو له دې لارې د وګړو تر منځ واټن رامنځ ته نه شي؟ څرنګه کیدای شي چې د دموکراسي له لارې د خلکو د ژوند وضعیت سم شي؟

د دموکراسي په اړه باید بحث او مشاجره وشي

که څوک غواړي چې دموکراسي راژوندۍ کړي، نو باید د هغې محتوا یعنې بحث او مباحثې بیرته راژوندۍ کړي. دا په دې معنی چې باید سړۍ بحثونه وکړي. په پارلمانونو کې، د رای اچونې په مرکزونو کې، په رسنیو کې او په انترنتي شبکو کې باید دغه شان بحثونه په لاره واچول شي. په دې اړه باید د خبریالانو ارزښت ته هم اشاره وشي.

په ټولو برخو کې ډیره دموکراسي

یوازې دا کفایت نه کوي چې د دموکراسي په اړه د مشاجرې فرهنګ بدلون ومومي. بلکې په نړیوالو جوړښتونو کې بدلون راتلل هم ډیره مهمه خبره ده. هغه څو ملیتي نړیوال نظامونه چې اوس نړۍ اداره کوي باید د نړۍ استازيتوب هم وکړي. که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داسې فکر کوي چې له یوه افریقايي دایمې غړي پرته خپل ته کار ته دوام ورکولای شي، او یا دا چې که د پېسو نړیوال صندوق او یا نړیوال بانک خپل ټول اختیار امریکا ته ورکوي، نو په دغه صورت کې بشپړ اعتماد نه شي رامنځ ته کیدای.

دا مهمه خبره ده چې ټاکل شوي دموکراتیک سازمانونه خپلو مسوولیتونو ته توجه وکړي. یو سړي د دې له پاره دموکراسي انتخابوي ترڅو ډاډه ووسي چې د دموکراسي په اړه بحثونه هم کیږي.