دمشق ته نزدې یوې بمي چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 14.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

دمشق ته نزدې یوې بمي چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي

د پنجشنبې په ورځ د دمشق په شاوخوا کې د یوه روغتون مخې ته یو موټر بم وچاوديد. د خبري آژانسونو په حواله په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.

دغه بم د موټرو په یوه تمځای کې د امام صدر د روغتون په مخ کې د سیده زینب روضې ته نزدې ځای پر ځای سوی وو. دغې روضې ته ډیر کسان له سوریې او نورو هیوادونو راځي.