1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

دمحکمې تر فيصلې وروسته هم بيرلوسکوني خپله استعفأ رد کړل

داسي ښکاريږي چه د ايټاليا صدراعظم دمحکمې تر دې فيصلې وروسته چه دده جزايي مصؤنيت يې ليری کۍ، او پسله دې به تعقيبيږي ، بيا يې هم پر ده کومه اغيزه نه وي کړې

بيرلوسکوني دمحکمې تر فيصلې وروسته

بيرلوسکوني دمحکمې تر فيصلې وروسته

يو ماښام وو، چې د روم په حکومتي سيمه کې د سيلويو بيرلوسکوني تر واکمنۍ او مشرتابه لاندي د نورو ماښامونو غوندي نه تېرېده . لومړي وزير، له وايتکان څخه د دوهم لوی عيسوي راهب بيرتوني په موجوديت کې د نندارتون پرانستلو ته هېڅ پاملرنه نه شوای کولی . دا کار يې لا سر ته نه ؤ رسولی، چې د رپوټچيانو مکروفونونه يې خولې ته راټول شول، بيرلوسکوني وويل:

(څارنوالان، کوم چې له عدالت څخه د خپلو سياسي گټو په خاطر سؤاستفاده کوي، دا يو اړخ دئ . سربېره پر هغه زموږ 72 فيصده رسنۍ د چپيانو پر خوا دي . بيا د دولتي تلويزيونونو لخوا ښووني او رپوټونه، کوم چې زموږ ټولو له پيسو څخه تمويليږي ، د چپيانو پلوي کوي . دوی بيا پر موږ ملنډې وهي . اولسمشر، تاسي ټول پوهېږی چې د چا پلوي کوي، موږ اووه تنه د اساسي قانون قاضيان لرو، کوم چې د چپ لاسي اولسمشر لخوا ټاکل شوي، هغه چې د اساسي قانون له محکمي څخه د ضمانت او معتبري محکمې په حيث نه بلکه د سياسي وسيلې په ډول کار اخلي .)

اولسمشر جيورجو ناپوليتانو دې ته مجبوره ؤ، چې د اساسي قانون د محکمې پرېکړه مراعت، او دا محکمه بيا دې ته اړه وه، دا پرېکړه وکوي، چې يو قانون د اساسي قانون سره سر خوري او که نه . برسېره پر دې د حکومت مشر څرگنده کړل، چه دی له هغه څه سره علاقه نه لري، چې اولسمشر يې وايي . په دغه لانجمن حالت کې يو بل کړکېچن ټکی .

يو چا بايد بيرلوسکوني ته په غوږ کې پټ ويلي وي، چې له 15 قاضيانو د جملې څخه يوازي 9 تنو دده د مصونيت قانون رد کړ. بيا يې دا وويل: د محکمې د پرېکړې درناوی کوي، مگر د دولتي ادارې تر منځ توازن له منځه وړي .

دی ددغه حکم سياسي عواقب نه ويني او وايی ، (موږ به خپل کار ته دوام ورکوو. هغه دعوی چې له مِيلان څخه راباندې شوې، يو تهمت دئ . زه اوس بايد د هغه وخت يوه برخه چې د وگړو د هوساينې او خدمت په منظور مي تېروله، اوس به يې هلته په ورتگ سره تېروم، تر څو هغه ټول درواغ سپين کړم . دا بار تاسي پر ما او ايطالويانو کښېښود. ژوندۍ د وي ايطاليه او ژوندی د وي بيرلوس کوني)

دبيرلوسکوني پر ضد مظاهرې

دبيرلوسکوني پر ضد مظاهرې

د اساسي قانون د شورا پر دوه ورځنۍ غونډه باندي فشار هر آن زياتېده . د بيرلوس کوني د مدافع وکيلانو لخوا هم په دې غوښتنه سره هم، چې دا ځل بايد پرېکړه سياسي بڼه ونه لري . بيرلوس کوني زياته کړه، که چېري فدراليزم ماته خوري نو نتيجه به يې جگړه منځ ته راتگ وي . اوس خبره د راتلونکو سيمه ايزو انتخاباتوده، او په دې هيله سره، چې خلک له بيرلوسکوني څخه ملاتړ وکوي .

د بيرلوسکوني وياند وايي : (دا يوه سياسي پرېکړه ده . لومړی وزير بيرلوسکوني، حکومت او حکومتي ټلواله به خپل حکومت ته دوام ورکوي، کوم څه چې ايطالويانو له 2008ميلادي کال راهيسي هر وخت په خپلو رايو سره غوښتي دي . )

اوس به د مصؤنيت د قانون په لغو کېدلو سره دا خبره هم څېړل کيږي، چې آيا بيرلوسکوني د 2008 ميلادي کال په انتخاباتوکې د مخالف لوري سناتوران په رشوت ورکولو سره دې ته رضا کړي او که نه، چې له رومانو پرودي څخه مخ واړوي .

دوهمه موضوع يوه اخيستل شوې شاهدي ده : شاهد، انگرېزی وکيل ميلز Mills دی ،چه وختي لا محاکمه شوی دئ . نوموړي7لکه يورو اخيستې وې . او لکه څنګه چه په دعوی کې راغلي دي ، هغه د بيرلوسکوني شرکت ورته ورکړې وې .

کلوډيا/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري