1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

دفاع وزارت: د کندهار عمليات مخ پر ختمېدو دي

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ادعا کړې ده چي د کندهار په عملياتو کي کاميابي د افغان او بهرنيو ځواکونو ده.

default

د افغانستان جنوب د تاوتريخوالي څخه ډکه سيمه ده. په زرګونو بهرنيو او افغان ځواکونو د همکارۍ په نوم پوځي عمليات پيل کړي، ترڅو په دغه سيمه کي د طالبانو پټځايونه تر خپل کنترول لاندي راولي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي، د چهارشنبې په ورځ وويل چي دغه عمليات به د راتلونکو څو اونيو په ترڅ کي پای ته ورسيږي.

عظيمي نن په یوه خبري غونډه کي وويل چي د کندهار عمليات په خپلو ورستيو پړاونو کي دي. هغه دغه راز زياته کړه چي د دولت ډير شمېر مخاليفيونو ډيري سيمي د مقاومت پرته پرېيښي دي.

نوموړي وويل: دښمن په ډيرو ځايونو کي جګر ونکړه. موږ د ماينونو په پاکولو بوخت وو.

هغه ددې پوښتني په جواب کي چي آيا طالبانو په دغه سيمه کي ماته خوړلې او که نه؟ وويل: کله چي يوه سيمه د دښمن له شتون څخه پاکه سي، دا په دې معني ده چي دښمن ماته خوړلې ده.

هغه وويل چي د دغو عمليات يو پوره راپور به د عمليات په پای کي خپور سي. هغه زياته کړه چي په ورستني راپور کي به د وژل شيو کسانو شمير او نور جزيات راشي.

په همدې حال کي، تيره مياشت طالبانو په خپلي انټرنيتي پاڼي کي ليکلي وه چي د افغانستان په جنوب کي د افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات د دوی پر فعاليتونو ډيره اغيزه نه ده اچولي.

اوس مهال د طالبانو فعاليتونه تر بل هر وخت خونړي سوي دي. دوی يوازي سږکال 603 بهرني پوځيان وژلي دي او په زرګونو ملکي افغانان هم د دوی په حملو کي خپل ژوندونه له لاسه ورکړی دی.

اوس مهال په افغانستان کي، د 150000 څخه ډير بهرني پوځيان ميشت دي ترڅو په دغه هيواد کي سوله راولي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل