1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

دديوال تر چپه کيدو وروسته د شرقي المان اتباع اوس څه فکر کوي

څو کاله دمخه د غربي المان اوسيدونکو د شرقي المان پر اوسيدونکو دا تور لګاوه ، چه دوی ډير شکايتونه کوي ، او يا دوی شايد پخوانی شرقي المان بيرته غواړي

په 1989 کال د شرقي المان اتباع د تښتي په حال کښي

په 1989 کال د شرقي المان اتباع د تښتي په حال کښي

څو کاله دمخه د غربي المان اوسيدونکو د شرقي المان پر اوسيدونکو دا تور لګاوه ، چه دوی ډير شکايتونه کوي ، او يا دوی شايد پخوانی شرقي المان بيرته غواړي . همدغسي خبري اتري په اوسنيو وختوکې د انتخاباتو د بعضي حالتونو او د خلکو څخه د پوښتنو په نتيجه کې په ډاګه تر ستر ګو کيږي ، خو يوه خبره حقيقت دي او هغه داچه تر 20 کلو وروسته د شرقي المان خلګ د سوليز انقلاب څخه وروسته په کوم روحي يا رواني حالت اخته دي ، پدي هکله يو قاطع ځواب نسته ! پخوا به ډير ژر د شرقي المان په پخوانيو شيانو باندي ژر نيوکه کيدل ، او په همدغه تړاو د غربي المان په يو شمير لويو ښاروکښي د شرقي المانيانو د دوکانونو په تړاو کومو چه به د شرقي المان توليدات خرڅول ، يو څه ناندري هر وخت موجودي وي ، پدې هکله د خلکو څخه پوښتنو ته ستاسي پاملرنه غواړم : «ما غوښتل کښي په لمړی دغه عرضه سوي مالونه و ګورم ، او څه چه مي خوښ سوه ، نو هغه بيا رانيسم ، لکه د لمبيدو کالي او داسي نور ، چه په اصل کې د پخوا څخه ورسره اشنا يې لرم »

د پورتنيو پوښتنو په نظر کې نيولو سره د شرقي المان کيسې اوس يو تير شوي حالت دي ، خود ا بايد سړي وه وايې چې پدي هکله د شرقي المان د وګړو حساسيتونه پاتي دي او همدغه حساسيتونه د خلکو نه د پوشتنو د شميرني په نتيجه کې سړي په ګوته کولي شي پدي هکله د لايپڅيګ د ښار ډاکټره شټوبل ريشتر چې د سولي او د شرقي المان د وګړو د رضايت ديوي شټوډيو غړي ده ، وايې چې پورتني څيړنيز مرکز په اصل کې د شرقي المان د وګړو د ژوند طرز او طريقه په تيرو 22کلونو کې تر مطالعي لاندي نيولي ده ، پدي هکله لمړي پوښتني په اصل کې 1987ميلادي کې پيل شوي ، پدي هکله شټوبل وايې ´ « په هغه وخت کي يو امن او امنيت موجود وه ، اګر چه هغه وخت منفي اړخونه هم درلودل ، د مثال په ډول په هغه وخت کې ما د پوهنتون د خلاصيدو څخه وروسته ، دولت د درو کلونو د پاره چې هر ځاي ته وغواړي ما ليږلي سي! ليکن زه پدي پوهيدم چې ، کله زه د تحصيل څخه خلاصه شم ، نو زه به حتمي يو ځاي کي مقرريږم ، او يا به پوهنتون کې د يو استاذ په حيث کار کووم او بدي هم پوهيدم چې د هغه ځايه به کوم بل ځاي ته هم ليږل کيږم ، په اصل کې په ژوند کې دا نقطه چې يو امنيت موجود وه ، ډيره مهمه ده ، او دا د اوچت ارزشت لرونکي ده ! د خلکو نه د پوښتنو شميريې دا په ډاګه کړي ده چې په بنسټيز ډول لا ټولنيز ارزشتونه شته دي او د ډيرو کلونو په تيريدو سره لا دغو ارزشتونو خپل ارزشت ندي کم کړي او همدغه په اصل کې يو دليل دی چې ، د شرقي المان اتباعود پخواني سياسي سيستم څپرکي تړلي ، خو د ختيز او لويديز ګډ المان په ګرم غيږ کې لا ګرم سوي ندي .

ګريس /ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري