1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

دجرمني ترانتخاباتو وروسته بيا هم دافغانستان تګلاره تغير نه خوري

تر 4200 اضافه آلماني عسکر دا مهال د ناټو د ايساف ځواک د يوې برخي په حيث د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي، چې د پخوا په نسبت تر ټولو لوړ شمېر دی

آلماني عسکر په افغانستان کښي

آلماني عسکر په افغانستان کښي

په دې کې هيڅ شک نسته چې نوی تور او ژېړ حکومت به د افغانستان ماموريت يو کال نور هم تمديد کړي . د جرمني پارلمان يا بوندستاگ به چې مسيحي اونيون گوندونه او ليبرال دموکرات گوند پکښې څرگنداکثريت لري ، دغه پلان تصويب کړي . اته کاله وروسته تر هغه چې نطامي ماموريت پيل شوی دی، د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل هغه اوس هم ضروري بولي،او وايی :

« هغه په دې کې مرسته کوي چې بين المللي امنيت، نړيواله سوله او په جرمني کې د خلکو ژوند د بين المللي ترهگرۍ د ناوړې پديدې په وړاندې وژغورل شي . دا د ماموريت په پيل کې هم ؤ او تر اوسه لا همداسي ده . »

ليبرال دموکرات گوند دغه نظر تاييدوي چې د اونيون گوند نوی اييتلافي ملگری دی . حتی د مخالف گوند يا اپوزيسيون په صفت يې هم تل له ماموريت څخه ملاتړ کړی دی ، چې د گوند مشر گيدو وېستروېله يې چې ښايي د دباندنيو چارو نوی وزير به شي، داسي دلايل راوړي:

« په افغانستان کې به هيڅ کوم روغتون نه جوړېدای، هيڅ څاگانې به نه کيندل کېدای، هيڅ کومه ډاکتره به نه وای چې ماشومانو ته د واکسين ستنه لگوي، هيڅ معلمه به نه وای چې درس ورکوي، چه که موږ په آلماني پوځ کي ښځې او نران درلودای، چا چې د خپل ژوند په بيه ددې غم خوړلی دی تر څو د بيارغاوني دغه زبردستي چاري تر سره شي . »

دجرمني د دفاع وزير

دجرمني د دفاع وزير

ليبرالان په دې خوښ نه دي چې د افغاني پوليسو روزنه ډېره ورواو کرار تر سره کيږي، د جرمني حکومت هم د دوی په وينا په کافي اندازه روزونکي افغانستان ته نه دي استولي . صدراعظمي ميرکل وويل چې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس به دغه نيمگړتياوې رفع کاندي . دې د فرانسې او لويي برتانيې سره يو ځای هلي ځلي پيل کړي دي تر څو دغه سرمشريزه غونډه په روان کې لا راوبلل شي.

دا بيا وايي : «کنفرانس بايد خاصتأ د افغاني امنيتي ځواکونو د روزني د تعداد او څرنگوالي په هکله دقيق هدفونه وټاکي او څرگند مهالوېش هم په ډاگه کي چې کله به دغه لاسته راوړني ولرو.«

مشکل دا دی چې نړيواله ټولنه پر له پسې هدفونه ټاکي چې يوه برخه يې تر سره کيږي، خو ځينې برخي يې نه عملي کيږي . د پوليسو او عسکرو تر ټولو ښه روزنه هم بې ګټي ده که ياغيان دوی ته د کرزي د کمروزي حکومت په نسبت دوه يا درې برابره زيات معاش ورکوي ،چې بيا دحکومت قانونيت يې هم په انتخاباتوکې د درغليو له امله تر پوښتني لاندي راغلی دی . د جرمني صدراعظمه ټينگار کوي چې افغانان بايد د خپل هېواد دپاره زيات کار وکړي، او وايی ،

« او بايد لږ فشار راوړو تر څو افغانستان خپل برخليک پخپله وټاکي . دې ته اړتيا ده ځکه چې افغانان هرو مرو ځينو لاسته راوړنو ته خوشاله دي، خو هغوی پکښې ښايي تر اوسه شريک نه دي .»

د جرمني حکومت هم ځان نه شريکول غواړي ،کله چې د امريکا له متحده آيالتونو څخه د ډيرو عسکرو غوښتنه اورېدل کيږي . د آيساف امريکايي قوماندان ستېنلي مک کريستل د نورو ځواکونو غوښتنه کوي چې اروپايي ناټو هېوادونه ورته ډېر سست غبرگون ښکاره کوي . په برلين کې د دفاع وزارت استدلال کوي چې په افغانستان کې له 4000 څخه زيات عسکر ځای پر ځای شوي دي چې له امله يې آلماني پوځ د خپل ظرفيت درشل ته رسېدلی دی .

نينا ويرک هويزر/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري