1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

داعدام جزا

دبشردحقوقوخلاف عملونوپه ډله کی داعدام جزاغيرانسانی ترينه اوظالمانه ترينه جزاده. داجزانه لغوه کيدونکې اونه بيرته اخيستونکې ده. دايوه ثابته شوې خبره ده چی په نړۍ کې دقضااوعدالت دخطاواوغلطيو له کبله بيابيابيگناه انسانان اعدام شويدی.

default

افغانستان اودهغه گاونډی هيوادونه لکه چين، پاکستان، ايران، تاجکستان اوازبکستان هم دهغو ٧٨ هيوادونوپه ډله کی دی چی داعدام جزاياپه خپل قانون کی لری اوياهم دغه جزاعملی کوی. ښاغلی محمدفريدحميدی، په افغانستان کی دبشردحقوقودخپلواکه کميسيون غړی، له مونږسره په مرکه کی وويل:

»افغانستان هم پخپل قانون کی داعدام جزادلرلوله کبله، داادعا نشی کولای چی دبشردحقوقودرناوی کوی«.

د ai په حواله چين، ايران، يمن، نايجريا، کانگو، پاکستان، سعودی عربستان اود امريکامتحده ايالتونه، هغه هيوادونه دی چی، دبشردحقوقودټولونړيوالوقوانينوپرخلاف ېې، داسی انسانان اعدام کړيدی چی دجرم په وخت کی صغيرؤ.