1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

خوندي يا نه خوندي، افغانستان ته د کډوالو لېږنه

د سوريې کډوال په آلمان کې پناه اخلي خو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږل کيږي. دغه پرېکړه د آلمان ائيتلافي حکومت کړې ده. د Pro Asyl سازمان اوس پر حکومت باندې د پناه غوښتنې د حق د محدودولو تور لګوي.

له افغانستان څخه د راغلو پناه غوښتونکو شمېر په لوړېدو دی. څه باندې ۳۱۰۰۰ انسانان يوازې د اکتوبر په مياشت کې له افغانستان څخه آلمان ته راغلل. د کال له پيل راهيسې ټول ټال ۷۶۰۰۰ انسانان له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي. له سوريايانو وروسته دا د کډوالو تر ټولو لويه ډله ده. د آلمان حکومت اوس هڅه کوي د دې مخه ونيسي.

د آلمان ائيتلافي ګوندونو،CDU، CSU اوSPDد پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې دې د «په هېواد کې دننه د تېښتې د بديلو ځايونو رامنځ ته کېدل» ګړندي شي. تر اوسه د آلمان حقوقي مقرراتو، د افغانستان امنيتي حالت يا نورو دلايلو د دې مخه نيوله چې کډوال دې کابل، هرات يا مزار شريف ته بېرته واستول شي. خو په دې کې شک لا موجود دی چې آيا د کابينې د يوې پرېکړې سره دې دغه دلايل نور خپل اعتبار د لاسه وکړي.

د پناه د چارو مسووليت د آلمان د کډوالۍ او مهاجرينو فدارلي ادارې يا BAMFسره دی چې تصميم نيونکي يې په دې باندې پرېکړه کوي چې آيا کوم څوک تر ځانګړي تعقيب لاندې دی که نه. دا چې هغوی په افغانستان کې د سياسي، نژادي او مذهبي کړکېچونو په هکله بشپړ معلومات نه لري، نو تصميم نيونکي ډېری وخت د کډوالۍ او مهاجرينو په فدرالي ادارې پورې مربوط د پناه غوښتنې او کډوالۍ د معلوماتو مرکز IZAMته مراجعه کوي. هلته د بهرنيو چارو د وزارت، نړيوالو بنسټونو او نادولتي موسسو د وضعيت په هکله راپورونه څېړل کيږي. سربېره پر دې د کډوالۍ او مهاجرينو فدارلي اداره په ګڼ شمېر هېوادونو کې ارتباطي پرسونل هم لري.


سيمه يز توپيرونه

د افغاني الاصله سياستپوه، متين برکي په خبره په دې پرېکړه کې چې څوک خپل هېواد ته بېرته لېږل کيږي، د کډوالو اصلي سيمه نقش لري. ښاغلی برکی، چې د ماربورګ په پوهنتون درس ورکوي، وايي چې «که هغوی د افغانستان له هغو برخو څخه راشي چيري چې طالبان بشپړ يا قسمي تسلط لري، نو دلته د پاتې کېدو چانس لري.»

خو ګڼ شمېر پښتانه، تاجکان، هزاره ګان او په نورو قومونو پورې مربوط کسان په باور وړ توګه دا ادعا نه شي کولای چې هغوی د خپل هېواد په هيڅ ځای کې خوندي نه دي. برکی، چې د پناه غوښتونکو ترجمان هم دی، داسې وايي چې «تصميم نيونکي بيا وايي چې که څوک د افغانستان په لويديځ کې تر تعقيب لاندې وي، نو بيا دې په کابل کې ژوند وکړي.»

نړيوال سازمانونه ټينګار کوي چې په د افغانستان په ډېرو برخو کې امنيتي وضعيت خراب دی. د هېواد په ډېرو سيمو کې طالبان او نورې ډلې بمي بريدونه او يرغلونه تر سره کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموريت يا UNAMAد ۲۰۱۵ م کال په لومړي نيمايي کې په افغانستان کې له تقريبا ۱۶۰۰ ملکي قربانيانو څخه خبرې کولې. تندلارو وسلوالو طالبانو په سپتمبر مياشت کې د لنډ وخت لپاره تقريبا خوندي بلل شوی کندز ښار نيولی و.


درې له څلورو څخه کډوال پاتې کيږي

د افغاني پناه غوښتونکو د قبلېدو کچه سره له دې هم تر ۵۰ سلنې ټيټه ده. خو دغه شمېره بشپړ انځور نه وړاندې کوي. د نورو افغانانو بېرته لېږل په موقتي توګه ځنډول کيږي. ګڼ شمېر افغانان اړونده محکمو ته مراجعه کوي او د پناه حق تر لاسه کوي يا لږ تر لږه د اقامت اجازه اخلي. د Pro Asylپه نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان په خبره د ۲۰۱۵ په لومړي نيمايي کې ۷۶،۴ سلنه پناه غوښتونکو اجازه درلودله چې په آلمان کې پاتې شي.

د محکمو حکمونه او پرېکړې ښېي چې په ځانګړو مواردو کې کوم دلايل کېدای شي پرېکړنده اهميت ولري: د نيدرزاکسن آيالت لوړې محکمې څرګنده کړه چې د لويديځ کړو وړو لرونکې ښځې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدلو په صورت کې کېدای شي د تاوتريخوالي او بشري حقونو څخه د سرغړونو قربانيانې شي. يو افغان چې په آلمان کې عيسويت ته اوښتی و، په هانوور ښار کې ورته قاضيانو د پناه حق ورکړ او ويې ويل چې څرګندونې يې د باور وړ دي، ځکه چې په خپل هېواد کې ورته له همدې کبله ګواښ متوجه دی. د افغانستان د لويديځ ولايت هرات لپاره د بايرن يوې محکمې د عمومي پناه ورکړه رد کړه، ځکه چې د خلکو د ژوند خطر يوازې ۰،۰۵ سلنه اټکل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال د پای دغه حکم د ۲۰۱۲ کال ارقام په پام کې ونيول.

د مهاجرينو موقتي پاتې کېدل

د ماربورګ ښار سياستپوه، متين برکی وايي چې ګڼ شمېر افغانان په تېرو کلونو کې پرته د پناه اخيستلو له چانس څخه هم په آلمان کې د پاتې کېدو اجازه لرله. هغوی د ده په خبره ومنله چې له خپلې پناه غوښتنې څخه تېر شي او افغاني پاسپورټ تر لاسه کړي، که خپل پاسپورټ ورسره نور نه و موجود. په بدل کې ورته د دوو کلونو لپاره اجازه ورکړل شوه چې په المان کې پاتې شي. برکی په دې اړه زياتوي «که هغوی په دغو دوو کلونو کې وکولای شول چې د خپل ژوند مصارف پوره کړي او ټولنيزو مرستو ته اړتيا ونه لري، نو بيا ورته دايمي د اقامت اجازه وکړل شوه.»