1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

خلک ولي د طالبانو محکمو ته ورځي؟

ډیری افغانان او پاکستانیان پر خپل قضايي نظام باندي باور نه لري. په دغو هیوادونو کې قضایي چاري ډیري ورو پر مخ ځي او مصرف یې هم لوړ وي. په دې سره ډیر خلک بدلیو سیستمونو ته مخه کوي چې یو هم پکې د طالبانو محکمې دي.

د هلمند ولایت د چانجیر سیمي اوسیدونکی محمد داوود، د ځمکې د دعوا له کبله هغه وخت د طالبانو یوې محکمې ته په ورتلو اړ شو چې د دعوا بل اړخ نه غوښتل چې دولتي محکمې ته حاضر شي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «څو تنو ملایانو زموږ دواړو دعوا واوریده او بیا یې خپله فیصله اعلان کړه.»

داوود روښانه کړه چې سړی نه شي کولای چې د طالبانو د محکمې د یوه حکم پر وړاندي د استیناف غوښتنه وکړي ځکه د هغه په خبره تر پریکړي دمخه دواړو اړخونو پر دې خبره موافقه کوي چې حکم به مني: «موږ دواړو پر حکم باندې اعتراض و نه کړ ځکه په خپله غوښه مو دغې محکمې ته مراجعه کړې وه.»

د داوود په خبره د طالبانو په محکمو کې د دولتي قضایي سیستم په پرتله پریکړې ژر اعلانیږي او یوازي د شرعي قوانینو پر اساس وي. هغه وویل: «په دولتی محکمو کې خلک له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان وي ځکه باید په ډیرو مواردو کې رشوت ورکړي او بیا د پریکړې عملي کیدو ته ډیر وخت انتظار وباسي.»

نیویارک ټایمز په وروستیو وختونو کې یو رپوت خپورې کړی وو چې پکښې راغلي ول چې ډیر افغانان په دې باور دي چې د طالبانو چټکې محکمې د عدالت د ترلاسه کولو له پاره د هغوی تر ټولو ښه انتخاب دی.

که څه هم نړیوالي ټولني په تیره لسیزه کې د افغانستان د قضايي سیستم پر پیاوړي کولو باندي په میلیونو ډالر لگولي دي خو بیا هم کارپوهان د دولت دغه څانگه په اداري فساد لړلې بولي. د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د افغانستان قضایي سیستم د جوړښت له کبله ستونزي لري. په دې نظام کې له یوه واحد سیستم څخه کار نه اخیستل کیږي. هم نړیوال منل شوي مدني قوانین پکښې شامل دي او هم ډیري پریکړي بیا د شرعي قوانینو له مخې کیږي.»

د دغه کارپوه په حواله له دې کبله چې افغانستان په قضايي سیستم کې څو ډوله قوانین کارول کیږي نو د بیلابیلو زده کړو خاوندان هم د قاضیانو په توگه کار کوي: «د حقوقو او شریعاتو فارغان په افغانستان کې د قاضیانو په توگه دنده ترسره کوي. پر دې سربیره یو داسې کس چې په مدرسه کې یې زده کړې کړي وي هم د قاضي په توگه کار کولای شي.»

د صافي په خبره افغانان ډیر وخت ځکه د طالبانو محکمو ته ورځي چې یا خو د هغوی تر کنترول لاندي سیمو کې ژوند کوي او یا نه غواړي چې د افغانستان قضایي سیستم ته د خپلو قضیو له وړلو سره د ډیر وخت له پاره د محکمې حکم ته په تمه شي.

په پاکستان کې هم ورته وضعیت

په پاکستان کې هم وضعیت ډیر افغانستان ته ورته دی. د دې هیواد په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي ډیر کسان پر دولتي قضایي سیستم باندي باور نه لري. ښاري محکمې چې په پیښور کې دي له کلیو څخه ډیري لیري دي. پر دې سربیره دغه محکمې خپلي چاري ډیري ورو پر مخ وړي او د عامو خلکو له پاره د وکیلانو په کار گومارل ډیرو پیسو ته اړتیا لري.

د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه سرتاج خان، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «ما د پاکستان شمال لویدیځو برخو ته ډیر سفرونه کړي دي. خلک هغه وخت سنتي محکمو ته مخه کوي چې دولتي محکمې په کم وخت کې د فیصلو په اورولو کې پاته راشي. پر دې سربیره دغه محکمې د یو شمیر کسانو له پاره ډیري مدرني دي.»

خو د طالبانو قضایي سیستم بیا خپلې ځانگړي ستونزي لري. په ټولنیزو شبکو کې داسي ډیري ویدیوگاني لیدل کیږي چې پکښي طالبان له شریعي سیستم څخه د خپل تعبیر له مخې خلکو ته ډیري سختي سزاوي ورکوي. د سر پرې کول، د لاسونو پرې کول، سنگسارول او په دره وهل د طالب یاغیانو په جزایي سیستم کې ډیر معمول دي.

په افغانستان کې د قانون د تنفیض په برخه کې د امریکا متحدو ایالاتو د سولي د انستیتیوت کارپوهه بلقیس احمدي، وایي: «افغانان د طالبانو د قضایي نظام په معنی ښه خبر دي. د هغوی په نظام کې یوه اووه کلن هلک ته د جاسوسي په تور د سر پرې کولو جزا ورکول کیږي، یوې ښځي ته د جنسي اړیکو او یا هم له تاوتریخوالي له امله له کوره د وتلو په تور د سنگسار سزا ورکول کیږي او د هغو کسانو کورونو ته اور اچول کیږي چې د دولت ملاتړي وبلل شي. طالبان پر دې سربیره هغه کسان چې د خپلي کورنۍ د تغذیې له پاره کار کوي وژني او عام وگړي چې د طالبانو تر کنترول لاندي سیمو کې ژوند کوي د هغوی په پریکړو کې هیڅ نه شي ویلای.»

دغه کارپوهه ټینگار کوي چې افغان ولسمشر باید د قضایي نظام په اصلاحاتو لاس پوري کړي او د امنیت په راوستلو سره د خپلو اتباعو مصونیت تامین کړي.