1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ختيځ تيمور: خوزې راموس هورته په ټاکنو کې مخکې دی

د نوبل د سولې د جايزې وړونکی خوسې راموس هورته ښايي چې د ختيځ تيمور نوی ولسمشر وټاکل شي. د ټاکنو کميسيون اوس نوي په سلو کې رايې شمېرلې دي او وايي چې د اټکل له مخې 73 په سلو کې خلکو نوموړي ته رايې ورکړي دي.

د ختيځ تيمور اوسنی لومړی وزير خوزې راموس هورته

د ختيځ تيمور اوسنی لومړی وزير خوزې راموس هورته

ښاغلی راموس هورته دا مهال د ختيځ تيمور لومړی وزير دی او له خپل سيال کانديد فرانچسکو گوتېرس څخه ډېر وړاندې دی. ښاغلی گوتېرس په ختيځ تيمور کې د تر ټولو لوی سياسي گوند »فرېتيلين« مشر دی. د ټاکنو رسمي نتيجه ښايي چې د جمعې په ورځ اعلان شي. د ټاکنو وړونکی به په دې ډول د اوسني ولسمشر کسانانه گوسماو ځای ونيسي، څوک چې له 2002 م کال راهيسې د دې هېواد ولسمشر دی. ختيځ تيمور پنځه کاله وړاندې له اندونيزيا څخه خپلواکي اعلان کړې وه.