1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

خبريال ته اړتيا

آلمان ږغ راډیو په کابل کي يو تن ښځینه يا نارینه خبريال ته اړتيا لري.

default

د خبريال يا خبريالي په توګه ستاسو دندي:

د افغانستان د ورځنيو پيښو او تحولاتو په هکله هراړخيز، بېطرفه او د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره خبري رپوټ جوړول.

د غونډو، کنفرانسونو او خبري کنفرانسونو څخه د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره رپوټ جوړول. د اړتیا په صورت کي د هغو څخه په ژوندۍ توګه د تيلفون د لاري رپوټ ورکول.

د افغانستان د سياسي، ټولنيزو،اقتصادي او امنيتي وضعيت په هکله وخت په وخت څېړنه او د هغو په هکله د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ تحليلي رپوټ جوړول.

د افغان چارواکو، کارپوهانو، د مدني ټولنو د استازو او عامو وګړو سره د ورځي د موضوعاتو، پیښو او تحولاتو په هکله د راډیو او انترنيټ پاڼي د پاره مرکې کول.

د اړوند ولايت، ولسواليو، کليو او بانډو د ورځني ژوند په هکله راپورتاژ (Package) جوړول.

د سیمه ایز خبریال په توګه وخت په وخت د خپل ولايت او شا او خوا ولایتونو او سیمو د بیارغاوني د پروژو د کارونو د پرمختګونو او ستونزو په هکله د راډيو او د انترنيټ پاڼي دپاره رپوټ جوړول او د بیا رغاوني د پروژو عکسونه اخیستل او راستول.

د آلمان ږغ راډيو سره د همکارۍ او استخدام شرايط:

په ژورناليزم کي مسلکي لوړي زده کړي.

راډيويي، مطبوعاتي او یا د خبري رسنيو سره څوکلنه کاري تجربه.

د ژورناليزم د نړیوالو معيارونو، په خاصه توګه بيا د راډيويي ژورناليزم سره پوره پيژندګلوي.

په مورنۍ ژبه پښتو په لوړه سویه پوهيدل (ليک او لوست)، او د امکان په صورت کي په دري ژبه هم د خبرو کولو توانمندي.

په انگرېزي ژبه په هغه سويه پوهيدل چي د انګلېسي- ژبو خبري سرچينو او رسنيو څخه ژباړه وکړای سي.

د راډيو دپاره د رپوټ جوړولو په موخه د تخنيکي وسایلو سره پوره پېژندګلوي.

د Word په پروګرام کي د پښتو د ليکولو توانمندي.

د افغانستان په ټولنيزو، فرهنګي او سياسي برخو کي پوره معلومات درلودل.

د راډيويي خبريالي یا خبريال په توګه ښه ږغ درلودل.

په خپل چاپيريال کي د ژورناليست په توګه نيک شهرت درلودل.

د افغانستان په سياسي تحولاتو کي د ګوندونو، ډلو او ټولنو د دريځونو په نسبت خپل ژورناليستي بېطرفي ساتل.

د خبريال په توګه د خپلي دندي سره ليوالتيا لرل او د هغې په تر سره کولو کي د پوره توانمندۍ او رښتينولۍ څخه کار اخيستل.

په خپل ژورناليستي مسلک کي د نورو او نوو زده کړو دپاره پرانيستې غېږ.

که چيري تاسي د ښځينه خبريالي یا نارينه خبريال په توګه ددغه وړتياو څخه برخه من ياست، نو د مهربانۍ د مخه د 2010 کال د نومبر د مياشتي تر 30 نېټې پوري خپل ژوند ليکونه، د زده کړي اسناد، د کاري تجربو تصديقونه او يوه قطعه عکس په لاندي پته را ولېږئ بریښنا لیک:najibullah.zeyarmal@dw-world.de