1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

حکومت: د سوځيدني پيښي بې ساری لوړوالی ښيي

افغان حکومت وايي، چي دا وار يوازي ښځي نه دي چي ځانونه سوځوي، بلکي د عامي روغتيا وزارت په نويو شمېرو کي يو شمېر نارينه هم شامل دي چي ځانونه يې د اور د لمبو خوراک گرځولي دي.

default

د عامې روغتیا وزارت شمیري ښیې چې په ۱۳۸۹ کال کې په ټول افغانستان کې له دوی سره د سوځيدني  ۲۲ زره پیښي ثبت سوي چې ډیری  سوځیدلي انسانان یې تداوي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستي وزیرې ثریا دلیل په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ښځي اوماشومان ددغه پیښو اصلې قربانیان دي خو دا ځل نارینه هم په دغه کتار کي شامل دي.

په  ډیرو مواردو کې یو شمیر کسانو د ټولنیزو او د کورنیو په دننه کې د ډول ډول ستونزو د را منځ ته کېدو له امله په ځان سوځونه لاس پوری کړی.

افغانستان د نړۍ په کچه د ځان سوځوني په پیښو کې بې ساری مقام لري او ډیری دغه پیښې د دغه ملک په لویدیځو ولایتونو په خاصه توګه په هرات کې رامنځ ته کیږي.

د هرات ولایت چې له ګاونډيان ایران سره په پوله کې پروت دی پکې هر کال په سلګونو تنه نجوني او ښځي په ځان سوځونه لاس پوري کوي اود ټولنیزو چارو متخصصینو د دغه کار اصلي لامل  ټولنیزي ستونزي بولي.

ډاکټران وایې چې غټ اکثریت هغه نجوني او ښځې چې په ځان سوځونه لاس پوري کوي یا د پیښې په لومړیو شیبو او یا هم په روغتون کې سا ورکوي ځکه د هغوی  ټپونه ډیر ژور وي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې چې په ۱۳۸۹ کال کې د سوځیدنې  په ګراف کراف کې ۲۳۴ تنه نارینه وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزیره مېرمن دلیل وایې دوي د روان ۱۳۹۰کال په لومړیو پینځو میاشتو کې د سوځيدني ۸۵۰۰  پیښې تداوي کړي چې ډیري په ښځو  کې لیدل سوي دي.

د میرمن دلیل پر وینا په  ډیرو مواردو کې نارینه د ګاز د ډ بو او همدا راز د بي کیفیته تیلو د استعمال په صورت کې سوځیدلي او د ملک روغتونونو ته لیږدول سوي دي خو د دوی په روغتونونو کې ثبت سوي شمیري ښیې چې ښځو په  ډیرو مواردو کې په قصدي توګه د ځان سوځوني هڅي کړي دي.

د عامې روغتیا وزیرې وویل چې دوي په ټول هیواد کې د سوځیدنې د درملني لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي خو په هغو ولایتونو کې چې دغه ډول پیښې ډیري لږي رامنځ ته کیږي هلته یې په ولایتي روغتونونوکې د سوځیدني د علاج شعبې پرانیستي.

افغان حکومت وایې چې د ځان سوځوني د قصدې پیښو د شمیرو د را ټیټولو لپاره یې له څو کلونو راهیسي د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي خو داسي ښکاري چې دغه کمپاینونه تر ډیره بریده کارنده ندي واقع سوي ځکه لا هم دهرات په څیر په ولایتونو کې د پیغلو نجونواو ښځو په منځ کې د ځان سوځوني د پیښو ګراف همغسي لوړ پاتي دی.

د ټولنیزو او روحیاتي چارو کارپوهان په دې انددي، ترهغه پوري چې حکومت د ټولنیزو ستونزو او زړو سنتي دودونود اصلاح کولو لپاره تازه قوانین رامنځ ته نه کړي، نسي کیدای چې په دغې ناوړه ټولنیزي ناخوالي بر لاسي سو.

ځکه  د ملک په ډیرو کلیوالي او لري پرتو سیمو کې نجوني او ښځي تر سختي روحي فشار لاندي دي او له هغوي سره په کورنیو کې هم د فعالو او درنو انسانانو په توګه چلند نه کیږي.

او همدا لامل  دی چې هغوي دې ته اړ باسي تر څو خپل ژوند ته په یوه ډول نه په یوه  ډول د پای ټکی کیږدي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM