1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

حکومت: د استانبول د غونډي سره ډيري هيلي تړلي دي

د استانبول د غونډي، چي سبا ته رابلل سوې اصلي موضوع به پر افغانستان باندي راڅرخي. په دې غونډه کي به سيمه ييز هيوادونه پر گډي همکارۍ او همږغۍ باندي ټينگار وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی او د ترکيې جمهوررئيس عبدالله گل

افغان ولسمشر حامد کرزی او د ترکيې جمهوررئيس عبدالله گل

دا ځل به د هغو اولسو سيمو نومونه چي د امنيت د ليږد په دوهم پړاو کي به يې چاري افغان دولت ته سپارل کيږي د استانبول په غونډه کي اعلام سي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشري يو لوړپوړي يلاوي د دوشنبې په ورځ تر کيې ته سفر کړی تر څو د استانبول د غونډي تر مخه په يوه درې اړخيزه غونډه کي گډون وکړي.

تمه کيږي چي د امريکا متحده ايالتونه به د استانبول په غونډه کي پر پاکستان فشار واچوي تر څو د طالبانو اوحقاني ډلي په ځپلو کي له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې سلاکار فريد مامونزی وايي، افغان ولسمشر حامد کرزي به د استانبول په غونډه کي د هغو سيمو نوم لړ اعلام کړي چي د امنيت د ليږد د دوهم پړاو په ترځ کي به سرکاري ځواکونو ته وسپارل سي.

د هغه په خبره د استانبول د غونډي څخه ډيري تمي لرو، او په پام کي ده، پر هغه خبره ډير ټينگار وسي، چي بهرنيان اوس خپله دا مني، چي د ياغيانو پټنځايونه په پاکستان کي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې سلاکار وايي، چي د امنيتي مسوليتونو د ليږد په لومړي پړاو کي له يوې ستونزي سره مخ سوي وو، او هغه دا چي د سپارل سويو سيمو خلک نه پوهيدل چي د امنيت د ليږد بهير څه مانا لري.

خو نوموړي وايي چي دا ځل به د عامه پوهاوي په برخه کي ډير کار وکړي او زړه تيروتنه به نه تکراريږي.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند آلمانی جنرال ياکوپسن وايي، امنيتي حالت مخ پر ښه کيدو دی او دوی له افغان ځواکونو سره يو ځای خپلو موخو ته د رسيدو له پاره لاره لنډوي.

« امنيتي حالت مخ پر ښه کيدو دی، ياغيان اوس په خپلو پټنځايونو کي، چي په پاکستان کي دي پټ دي. د استانبول په غونډه کي به پردې خبري وسي، چي ياغيان د پاکستان د پټنځايونو څخه افغانستان ته گواښ پيښوي.

پتېيل سوې چي افغان امنيتي ځواکونه به د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري د ټول هيواد امنيتي چاري په خپله غاړه واخلي.

د ترکيې په استانبول کي د جوړيدونکي غونډي يوه اصلي موخه هم له ګاونډيو ملکونو افغانستان، ته د هغو ورپيښو ګواښونو مخ نيوی دی، چي هلته يې حکومت او پرمختګونه له ننګونو سره مخ کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM