1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

حکومت: بهرني ځواکونه د عملیاتو او بندي کولو حق نه لري

افغان حکومت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پریکړه کړې ده چې «وروسته له دې بهرني ځواکونه د افغانانو د نیولو حق نه لري.» په پریکړه کې د بهرنیو ځواکونو د «عملیاتو» له منع څخه هم خبره شوې، خو په دې اړه ډیر وضاحت نه دی شوی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د یکشنبې په ماښام (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۹مه) په ارگ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یوه غونډه تر سره شوه چې د افغانستان د امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو چارواکو په شمول د دې هیواد د قضایي چارو مسوولینو هم پکښې ګډون کړی وو. په اعلامیه کې راغلي دي چې وروسته له دې « بهرني عسکر د عملیاتو، د افغانانو د نیولو او یا د زندانونو د درلودلو حق نه لري. د بګرام د زندان په اړه ټول موقت ترتیبات لغو اعلان شوي دي.»

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو د «عملیاتو د بندولو» د څرنګوالي په هکله وضاحت نه دی شوی. تر اوسه پورې په افغانستان کی په عمومي توګه دوه ډوله پوځي عملیات د نړیوالو ځواکونو له خوا تر سره کیږي: د تروریزم پر ضد د امریکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د "Operation Enduring Freedom" یا په اصطلاح «د پایښت لرونکې آزادۍ عملیات» او د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک، ایساف او افغان ځواکونو ګډ عملیات دي.

د ولسمسشرۍ ماڼۍ یوې ویاندې عادله راز، په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د بندولو د جزئیاتو د روښانه کولو څخه یې ډه ډه وکړه، دویچه ویله ته په یوه تلیفوني تماس کې د یکشنبې د ماښام د غونډې په هکله دومره وویل: «هغوی [نړیوال ځواکونه] وروسته له دې د پخوا په شان نه شي کولای چې څوک دستګیر، توقیف او یا بندي کړي. یوازې د افغانستان امینتي ځواکونه لکه ملي اردو، پولیس د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې د اړتیا په صورت کې د داسې نیولو صلاحیت لري.»

دغه غونډه د یکشنبې په ماښام په ارگ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه

دغه غونډه د یکشنبې په ماښام په ارگ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه

کله چې له آغلې راز څخه پوښتنه وشوه چې آیا وروسته له دې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ټول پوځي عملیات بند کړای شوي دي، هغې وویل چې په دی هکله «تخنیکی جزئیات» د دفاع وزارت روښانه کولای شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت هم د بهرنیو ځواکونو د «عملیاتو د بندولو» د جزئیاتو په هکله له څرګندولو څخه ډه ډه وکړه. د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، دویچه ویله ته دومره وویل، څرنګه چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په اعلامیه کې د «عملیاتو له بندیز» څخه خبره شوې ده نو صحیح ده، «نور زیات وضاحت ته اړتیا نه شته. زه په دی هکله نوره تبصره نه لرم.»

د ولسمشرۍ د ماڼۍ د خبر پاڼې له مخې دغه راز په نوموړې غونډه کی د بګرام د زندان د بندیانو د برخلیک ټاکلو او د دوسیو د چټکو څېړلو کمېټې کار وستایل شو. اعلامیه زیاتوي چې په دغه غونډه کې ویل شوي دي چې نوموړې کمېټې ته سپارل شوې چارې د «خپلواکۍ او وطندوستۍ په روحیه سرته رسولي او د هېوادوالو له حقونو او آزادۍ څخه يې دفاع کړې ده.»

د دغه خبر پاڼې پر اساس د هغو بندیانو دوسیې چې د بگرام په زندان کې دي، عدلي او قضایي ارگانونو ته سپارل کیږي، تر څو د هغې په اړه یوه پریکړه وکړي. د بگرام د بندیانو برخلیک او د دغو بندیانو د آزادیدو اقداماتو، د افغانستان او متحده ایالاتو د حکومتونو تر منځ د نظر اختلاف رامنځ ته کړی دی. امریکا متحده ایالات پر دې خبره ټینگار کوي چې د خطرناکو بندیانو آزادول د خلکو او همداشان د افغان امنیتي ځواکونو ژوند له خطر سره مخامخوي.

پر دې سربیره افغان حکومت پریکړه کړې ده چې د بگرام زندان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري او د افغانستان د نورو زندانونو په څیر به فعالیت کوي. اعلامیه وړاندې کاږي: « له دې وروسته به د بګرام دغه زندان د هېواد د نورو زندانونو په شان د کورنيو چارو په وزارت پورې تړاو ولري او د دغه وزارت له خوا به اداره کيږي.»

له افغان ځواکونو څخه ملاتړ

د بگرام د زندانیانو د آزادولو وروسته، چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې نورې هم خړې پړې کړي دي، دا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د فعالیتونو د محدودولو په برخه کې د افغانستان د حکومت نوی گام دی.

په داسې حال کې چې ارگ ویلي دي له دې وروسته به بهرني ځواکونه په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د تر سره کولو حق و نه لري، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راروانو ټاکنو کې به د آیساف ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل: «د ټاکنو د امنیت د خوندي ساتلو له پاره به په راتلونکو دوو میاشتو کې، که چیرې موږ هوایي او لوژیستکي برخو کې ملاتړ ته ضرورت ولرو، نو دا هغه مسایل دي، چې په دغه برخه کې به ایساف له موږ سره همکاري وکړي. موږ له ایساف سره ټینگې اړیکي لرو.»

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې افغانستان اړ دی چې له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره له بهرني ځواکونو مرسته وغواړي.

څیړونکي په دې آند دي چې افغان امنیتي ځواکونه د ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې له کافي تجربې څخه برخمن نه دي او د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري. د سیاسي چارو کارپوه عتیق الله امر خیل وایي په داسې یوه وخت کې چې د ټول افغانستان په کچه چریکي جگړې ادامه لري، مخالفین مجهزیږي او افغانستان ته راځي، نه شي کیدای چې د مخالفینو د ځپلو له پاره له نړیوالو ځواکونو څخه استفاده و نه شي: «څرنگه موږ کولای شو یو قدرت چې له هر نقطه نظره د قدرت خاوند دی، د تعلیم او تربیې، د سپکو او درنو وسلو او په افغانستان کې د کافي تجربو خاوند دی هغه دې له پامه وغورځول شي او دغه کار خپلو ځواکونو ته چې نه مجهز دي او نه د جگړې تجربه لري وسپارل شي.»

د ښاغلي امرخیل په آند د افغانستان اړتیاوې دا ایجابوي چې د بهرنیو ځواکونو له تجربو او تجهیزاتو څخه په «فوق العاده» توگه استفاده وشي.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې له ۵۰ زرو څخه زیات نړیوال بهرني ځواکونه میشت دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره په گډه پوځي عملیات پر مخ بیایي. په پام کې ده چې دغه بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال تر پایه له افغانستا څخه ووځي.