1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

حمزه بابا د غزل بابا

له نن نه څه کم سل کاله وړاندي د خيبر د سر لوړو غرونو غړۍ نوره هم دنګه شوه. د لواړګي سپيره او زيږه رغونه پاسته او وريښمين شول. د شينوارو نيغه شمله نوره هم نيغه شوه. او د سيمي د ادب د سپين کتاب په زرينو کرښو ډکيدل پيل شول.

حمزه بابا

حمزه بابا

ژوند په بها بيا را ستنيدای نه شي

زړونه ورکيدای شي خرڅېدای نه شي

له نن نه څه کم سل کاله وړاندي د خيبر د سر لوړو غرونو غړۍ نوره هم دنګه شوه. د لواړګي سپيره او زيږه رغونه پاسته او وريښمين شول. د شينوارو نيغه شمله نوره هم نيغه شوه. د قبايلو سخته لهجه نرمه او ترنم انګيزه شوه. د غرونو تندريزه فضا‌‌‌ء سندريزه شوه، او د سيمي د ادب د سپين کتاب په زرينو کرښو ډکيدل پيل شول.

دا ځکه چي په دې سپيرو غرونو او په دې وچو رغونو کي حمزه بابا د پښتو د ادب سالار او د پښتو د غزل پلار سترګي پرانستې او د خيبر د باب تر څنګ د پښتو ادب يو نوی باب پرانستل شو.

حمزه بابا له همدې وچو غرونو او د له همدې شګلنو ډاګونو څخه د خپل روښانه ژوند سفر پيل کړ، د خپلي زده کړي سفر يي پيل کړ، او د خپل ادب سفر يي پيل کړ. د وخت او سن له غوښتني سره سم، د سيمي له ګڼو ماشومانو سره ښوونځي ته وردننه شو. په زده کړه کي يي سفر تر نورو همزولو ګړندی شو. د سواد د زده کړي سره يي د فن زده کړه هم په مغز کي کښيناسته. په ښوونځي کي يي لا درې کالونه نه وو پوره شوي، چي د هنر او فن دنيا ورجذب کړ.

يوه ورځ ښونکی لا ټولگي ته نه وو راغلی، دی پاڅيد او پر تخته يې په تباشير يو تصوير جوړ کړ، ښوونکي چي ټولگي ته راغی د تصوير جوړونکي پوښتنه يي وکړه. دی په مينه او په دې هيله چي هنر به يې وستايل شي ور ولاړ شو، خو تورفکره او سخت زړي استاذ د لرګي درانه او مرګوني ګذارونه ورکړل.

ماشوم حمزه او د هنر له خميرې نه جوړ شوی حمزه تاو راتاو او ګذار شو، او له دې سره يې د ښوونځي نه زړه تور شو، خو له زده کړي نه موړ نه شو. ده خپله زده کړه او مطالعه جاري وساتله، د تفکر ژورو او د تخيل لوړو ته يي سفرونه پيل کړ.

د حمزه بابا ادبي سفر له همدې ځايه شروع شو. د ده د هنر ښکلي ، نازک او تنکي بوټي ډير ژر ګلونه وکړل، ښکلي ګلونه، د شعر او غزل ګلونه، خو ددې ګلونو رنګونه پردي وو. کله چي د ده د پير عبد الستارشا بادشاه کيميا اثر نظر پري وشو، نو حمزه بابا شاعري د پښتو ادب په بڼ کي د يوې نوي او تان بوټي په توګه بوري او رنګيني څانګي خورې کړې، او د نظم او غزل رنګين ګلونه يي وغوړول.

حمزه بابا د پښتو هغه غزل چي ۶۵۰ کاله وړاندي اکبرزمين داوري را نښلولی وو، ۴۵۰ کاله وړاندي ارزاني پاللی، او ميرزا، دولت، واصل مخلص او نورو روحاني شاعرانو سمبال کړي وو. ۳۵۰ کاله وړاندي خوشحال خان خټک پسوللی، او د فن او مضمون په ښکلاو سنګار کړی او معياري کړی وو. ۳۰۰ کاله وړاندي رحمان بابا په سادګۍ کي رنګين کړی وو. ۲۵۰ کاله پخوا حميد، شيدا او پيرمحمد کاکړ شفاف کړی او ځلولی وو. او بيا د ۱۵۰ کلونو راهيسي مړ شوی او هير شوی وو. خو حمزه بابا دا مړ شوی غزل يو ځل بيا را ژوندی کړ. په دې مړه کالبوت کي يې نوې سا پو کړه. او پښتو غزل يي په نوي روح او د وخت د غوښتنو سره سم راپيل کړ.

پښتو غزل يي پښتون کړ، پښتو غزل ته يې يو نوی مکب جوړ کړ. او په دې نوي مکتب کي يي ډير نوي ځوانان و روزل. پښتو غزل ته يې د خپل د وينو سره ورکړل، خپلي ويني يي پري وچي کړې، هغه يې ځوان کړ ځان يې زوړ او بابا کړ.

ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا کړم.

ده يوازي د پښتو غزل ته د خپلو وينو سره ورنه کړل، بلکي د پښتو ادب نورو صنفونو ته يې هم خپلي ډيري ويني ور وبخښلې. ده د نظم رباب ته هم نوي ترنګ ورکړ. نوی خوند او نوی رنګ يي ورکړ. لکه څنګه يې چي غزل پښتون کړی وو همداسي يي نظم هم پښتون کړ، او لکه څنګه يې چي غزل رنګين کړی وو همداسي يې نظم هم رنګين کړ. او لکه څنګه يي چي غزل نرم کړی وو، همداسي يي نظم هم نرم او پوست کړ.

راځه چي يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کي، راځه

حمزه بابا يوازي د پښتو شعر ته وده ورنه کړه، بلکي د پښتون اصلي اسناف يي هم و پالل، نوي رنګونه او نوي خوندونه يې ور وبخښل. ده ډرامه خصوصاً راډيو ډرامه له ګاونډيو ژبو سره سياله او په پښتني اقدارو سمباله کړه. درې درينيم سوه ډرامې يې د پيښور راډيو څپو ته وسپارلې. خو افسوس چي دغه ټولي ډرامي د هوا له څپو سره ولاړې او چا خوندي نه کړې، که دا ذخيره خوندي شوې وای نو موږ به اوس په پښتو کي د بابا د ډرامو دومره پانګه درلودای، چي بل هيڅ چا نه ده خلق کړې او بل هيڅ چا په دې مقدار اومعيار ډرامې نه دي وړاندي کړي.

ژرنده ګړی د ده د ډرامو يوه داسي را پاتي نمونه ده، چي د خوند او معيار له اړخه د پښتو ډرامو په سرلارو کي ده او د قند پاڼي تر د تل لپاره خوږې دي.

حمزه بابا د پوښتو ادب د بوري وني د ناول څانګي ته هم د خپلو وينو سره ورکړل دا هم داسي وخت چي د پښتو ناول لا په خالپوڅو کي وو. د نوي چپي پښتون ناول وليکه.

د پښتون او مسلمان ګډه فلسفه يې چي ده خاص تبلور ورکړی وو په کي و ځلوله. په خوږه ژبه، په پسته ژبه، په ادبي ژبه، او په داستاني ژبه.

ته پښتو اسلام ګڼه دوه، زه وايم

خدای که هم انسان وای نو پښتون به وو

حمزه بابا صوفي مفکراو فيلسوف وو. ده اسلامي تصوف ته پښتني جامي ور په غاړه کړي وي. او له همدې کبله د ده تصوف ته د پښتون تصوف نوم ورکړل شوی وو. دده تفکر هم همداسي بڼه درلوده. د ده فلسه د ماديت د بت پر ماتولو ولاړه وه. د مارکسيزم، ليلنيزم، او کمونيزم په وړاندي يې د پاخه منطق سنګر ټينګ کړی وو. ژوند يې د همداسي فلسفي روښانوونکی او ځلونکی کتاب وو، او په انسان او خدای کي د مادي بت د معانويت په لټه، رانسکور کړی وو.

په انساني اند او پوهي کي يې د خددارۍ پولي ټاکلي او د خودخواهۍ پولي رڼګي کړي وې. حمزه بابا ګرځند سړی وو، په ژوند کي يې ډيرسفرونه هم کړي ول، او په ادب کي يې ددې سفرونو نښي هم ترشا پريښي دي.

نوی پښتون د ده د کابل سفرنامه ده، چي خپلي ټولي خاطرې يي په کي ادبي کړي او خوندي کړي دي. د کابل منظومه سفرنامه هم لري، چي د ده د يو بل سفر پيښي په کي نغښتي دي. خو افسوس چي سرکار يې پرخوله لاس ورکيښود، تر چاپيدو وروسته ضبته شوه، او ډير لږ کسان يي په لوستلو بريالي شول.

د حجاز په لور د ده يو بل مقدس سفر دی، چي د حج خاطرې يي په کي نغښتي دي، خو دې سفر ته هم د پښتون په قافله کي تللی.

حمزه سفر که د حجاز وي نوهم

زه د پښتون د قافلو سره ځم

او بالاخره حمزه بابا وروستنی سفرهم وکړ، د دي سفر سره ده خپل قلم او کاغذ را ونغښتل، د خپلو آلماريو دروازې يې پوري کړې خپل کتابونه يې قط کړل، پر پخپل ادبي سفر يې وروستنی مهر ولګاوه، موږ ته يي امانت راپريښودل او د خپل ادبي سفر په پای کي يې ابدي سفر وکړ.

د ۱۹۹۴ کال د فيبرورۍ د مياشتي پر۱۹ نيټه يي د خپل زاړه کور په څو مترۍ کي خپل نوي کور ته کډه وکړه، او له کوره ګور ته ولاړ.

له لويه خدای غواړو، چي په ګور يي نور شه، ابدي ژوند يي په سرور شه او د جنت په نعمتونو مامورشه. ادبي سفر يې د پښتنو لپاره ابدي شه، او ابدي سفر يي د ده لپاره جنتي شه.

ژوند په بها بیا را ستنیدای نه شی

زړونه ورکیدای شی خرڅیدای نه شی