1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

حامد کرزی هند، جرمني او برتانيې ته روان دی

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې نن په کابل کي دويچه ويلي ته وويل چي ټاکل سوې ولسمشر په لومړي سر کي د هند پلازمېني نوي ډهلي ته ورسي او له هغه ځاي څخه د اروپا په لور وخوځيږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی

سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي وويل چي، ولسمشر به لومړۍ په نوي ډهلي کي تم سي او هلته به د هغه ملک له لومړي وزير من موهن سينګ او ولسمشري سره وګوري.

هند له افغانستان سره د مرسته کونکو مخکښو هيوادونو په کتار کي ډير لوړ ځای لري چي ويل کيږي د طالبان دواکمنۍ له ړنګيدو وروسته يې له افغانستان سره څه باندي دري زره مليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

هند په افغانستان کي پراخ حضور لري او د افغانستان بل ګاونډي پاکستان د هند له حضور څخه په ويره کي دی.

اسلام آباد څو ځله له کابل څخه غوښتي چي په خپله خاوره کي د هند اغيز کم کړي ځکه دغه کار د دوی ملي امنيت ته ګواښ جوړوي. خو افغان حکومت وايي چي دوی له جګړه ځپلي هيواد سره د هر ملک مرستو ته ښه راغلاست وايي.

تيره اونۍ ولسمشر کرزي د پارلمان د پرانيستي په غونډه کي وويل چي دی ټولو ګاونډيانو ته ډاډ ورکوي چي له خاوري به يې نور بهرنيان د دوی پر ضد هيڅ راز تخريبي پلان جوړ نه کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی او د هندوستان لوړی وزير من موهن سنګ

افغان ولسمشر حامد کرزی او د هندوستان لوړی وزير من موهن سنګ

د ارګ سرچيني همدا راز وويل چي ولسمشر کرزی به له هند وروسته د اروپا په لور وخوځيږي.

په قوي احتمال د کرزي د سفر دوهم ځای اروپا ښودل سوې.

سرچيني وويل چي نوموړي به د برتانيې له لومړي وزير سره د افغان ماموريت پر سر خبري وکړي او هڅه به وکړي چي خپلو کورنيو ځواکونو ته د دغه ملک مالي او تجهيزاتي ملاتړ را خپل کړي.

پر افغان دولت فشار دی چي تر ۲۰۱۴ کال پوري بايد خپل ځواکونه پر پښو ودروي تر څو د ملک ټولي امنيتي چاري له بهرنيو ځواکونو په خپل لاس کي واخلي.

افغان ولسمشر او ورسره پلاوي به چي د ملي امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول او د ملي دفاع وزير هم ورسره دي له برتانيې وروسته له آلمان څخه هم ليدنه وکړي.

ټاکل سوي چي نوموړي به په آلمان کي له لومړۍ وزيري انګيلا مرکل سره وګوري.

د آلمان پارلمان د تيري مياشتي په ورستيو کي د خپلو سوله ساتو سرتيرو ماموريت د يوه بل کال لپاره په افغانستان کي تمديد کړ.

د دغه ملک ډيري سرتيري د افغانستان په شمالي ولايتونو کي ځاي پر ځاي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM