1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

جواد عمر:نوی موندل سوی کان به د مزار ښار نقشې ته تاوان و نه رسوي

د هغه کان سري چي د بلخ او تاشقرغان تر منځ موندل سوی داسي اندېښنې راپيدا کړي چي په استخراج سره به يې د مزارشريف ښار يوې ځنډي ته تاوان ورسيږي. خو د کانونو وزارت د تاوان خبره ردوي.

د بلخ ولايت يوه تاريخي ځنډه

د بلخ ولايت يوه تاريخي ځنډه

د افغانستان په شمال کي له ګاونډي هيواد ازبکستان سره په پرته پوله کي د تيلو يو داسي کان موندل سوی چي، اټکل کيږي شاوخوا ۲ مليارده بيرله تېل به پکښې وي.

د کانونو وزارت چارواکي وايي چي، دغه کان يي د افغان او بهرنيو متخصصينو د جيولوژيکي عملياتو په ترځ کي موندلی او د تحقيق تر بشپړيدووروسته به خصوصي سکتور ته په واک کي ورکړل سي.

موندل سوی کان چي، د ګازو د شتون اټکل هم پکښي کيږي د حيرتانو اړوند د بلخ او تاشقرغان ښار ترمنځ موقيعت لري.

د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وايي، اټکل کيږي چي، دغه کان به يو اعشاريه اته ميليارد بشکي نفتي مواد ولري.

د کانونو وزارت وياند جواد عمر وويل، چي د ياد سوي کان په اړه تر اوسه پوري څېړني نه دي پشپړي سوي او تمه ده چي د افغان او نړيوالو ادارو له خوا د دغو څيړنو پايلي د روان کال د لړم يا د سلواغي په مياشتو کي پاي ته ورسيږي.

د کانونو وزارت چارواکي وړاندوينه کوي چي ښايي د ملک په شمال کي تر دې ستري د ګازو او نفت زيرمي موجودي وي.

خو انجينيران وړاندوينه کوي چي، که د هايدرو کاربن پر دغه کان کار پيل سي نو ښايي د مزار ښار يوي څنډي ته هم پکښي تاوان ورسيږي.

خو ښاغلي عمر د دغي انديښني په اړه وويل:

«د دغه کان يوه مثلث ډوله برخه د مزار ښار ته نږدي پرته ده، هيڅ کله به هم پر دغه کان کار کول د مزار ښار نقشې ته تاوان و نه رسوي بلکي په فني ډول به کار ورباندي وسي.»

د کانونو وزارت په داسي حال کي د افغانستان په شمال کي د نفتو اوګازو د دغه کان د موندلو خبر ورکوي چي د همدي وزارت سروي ښيي چي د امو سيند ته نږدي د افغان تاجګ په ګډه پوله کي ۴۴۰ بليون کيوبيک متره ګاز او ۲۱۹ مليونه ټنه نفت موجود دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: زيارمل