1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

جنرال کتڅ: د کرزي د څرگندونو احترام کوو

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند وايي، چي د ولسمشر کرزي وروستۍ څرگندوني د يوه خپلواکمن دولت څرگندوني دي. کرزي ويلي دي، چي نور به له بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ نه غواړي.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونوعمومي وياند آلماني جنرال گونتر کتڅ د ولسمشر کرزي د وروستيو څرگندونو په اړه له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل:

دا د يو خپلواکمن دولت د ولسشمر خبره ده چي خپلو امنيتي ځواکونو ته هدايت ورکوي. فکر کوم چي دا يو عادي موضوع ده. د دې خبري پسمنظر د اولسي وگړو په مينځ کي د مرگ ژوبلو مخ نيوی دئ. دا هغه څه دي چي ايساف هم پري سخت ټنيگار کوي او ورته اهميت ورکوي. معني دا چي دا د دواړو اړخونو مشترکي گټي دي چي بايد په پام کي ونيول شي. د ايساف قوماندان په ښکاره توگه څرگنده کړه چي هغه به د ولسمشر له غوښتني سره سم عمل وکړي. سره له دي هم د افغانستان له امنيتي ځواکونو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړو.

دويچه ويله: افغانستان خپله يو فعال هوايي ځواک نه لري او يا کمرزوی دئ. د دي خبري معنی دا ده چي له دې وروسته به د افغان لښکر په يوازي سر د طالبانو او نورو ياغيانو پر ضد جنگيږي؟

کتڅ: خبره دا ده چي وروسته له دي به د افغانستان امنيتي ځواکونه د ناتو او ايساف له هوايي مرستو څخه پرته جنگيږي، معنی دا چي د ولسمشر له غوښتني سره سم به عمل کيږي. نور امکانات هم شته، هغه دا چي د افغانستان هوايي ځواک له ابتدايي توانمندي څخه برخه من دئ، له بلي خوا هغوی يوه توپ خانه يي ځواک لري چي هغه هم کيداي شي، په دي برخه کي اغيزمن تمام شي. دا ټول هغه امکانات دي چي موږ ئې اوس لرو او له خپلو افغان شريکانو سره به په راتلونکو ورځو د گډو همکاريو په هکله خبري وکړو چي څرنگه کارونه په گډه سرته ورسوو.

دويچه ويله: خو افغانانو تل ويلي دي چي د هغوی هوايي ځواک کمزوری دئ. هغه نه يوازي د ناتو له خوا بايد ورزول شي، بلکي په لازمو وسلو هم بايد سمبال شي؟

کتڅ: نه داسي نه ده، موږ همدا اوس همدا کار کوو، موږ په دي برخه کي پر سمه لار روان يو. دا بايد له ياده ونه باسو چي د يوه هوايي ځواک جوړول آسانه کار نه دئ، هغه هم له اساس او بنسټ څخه. د يوه مځکني ځواک يا په اصطلاح د يو لښکر د جوړولو په پرتله د هوايي ځواک جوړول ستونزمن کار دئ. موږ له يوه هيواد سره سر او کار لرو چي د هغه ۷۰ سلنه خلک له ليک لوست څخه بې برخي دي. موږ يو هوايي ځواک ته اړتيا لرو چي هغه ليکل او لوستل وکړای شي. سربيره پر دي د هوايي ځواک پيلوټان او تخنيکران بايد په انگليسي ژبه پوه وي، ځکه چي ټول مواد او موضوعات په انگليسي ژبه وړاندي کيږي. دغه پيلوټان او تخنيکران بايد ورزول شي، دا وخت نيسي او دا يوه ستره ستونزه ده. موږ فکر کوو چي دغه ډول روزنه به تر ۲۰۱۶ کال پوري دوام ومومي، چي هوايي ځواک عملاً فعال شي او ښايي هم له دي څخه زيات وخت ونيسي. په دې برخه کي موږ زيار باسو او ځيني پرمختگونه تر سره شوي دي، چي د افغانستان لومړي څرخي الوتکي چي پيلوټان اوعمله ئې افغانان دي په کار پيل کړی دئ. په اوسني وخت کي د افغانستان د پوځ هوايي ترانسپورت له بشپړي توانمندي څخه برخه من نه دئ. خو څرنگه چي مي يادونه وکړه کوښښ روان دئ او وخت ته اړتيا ده، دا حقيقت بايد ومنو چي د يو هوايي ځواک جوړول د نورو ځواکونو په پرتله ډېر وخت ته اړتيا لري.

دويچه ويله: ولسمشر بارک اوباما تيره وني اعلان وکړ چي خپل ۳۴ زره سرتيري به د يو کال په موده کي له افغانستان څخه وباسي. اوس ولسمشر کرزي وايي چي هغه نور د ناتو او نړيوالو ځواکونو هوايي مرستو ته اړتيا نه لري. دغسي يادوني د کارپوهانو په ڼظر د دولت وسلوال مخالفين پياوړي کوي. فکر نه کوي چي ۲۰۱۴ کال کي به د ۱۹۹۲ کال تاريخ تکرار شي، هغه دا چي د ډاکتر نجيب الله د رژيم له نسکوريدو سره افغانستان په کورني جگړي کي ډوب شو؟

کتڅ: نه په هيڅ صورت سره. موږ بايد له ياده ونه باسو، هغه څه چي ولسمشر بارک اوباما وويل، د هغه پريکړه د ناتو ۲۰۱۰ کال په سر مشريزه کي شوې وه. معنی دا چي دا تصميم له مهال ويش او ستراتيژي سره سم نيول شوی دئ. امريکا متحده ايالات کولاي شي چي په راتلونکي ميلادي کال کي خپل ۳۴۵۰۰ سرتيري وباسي، دا ځکه چي د افغانستان وسله وال پوځ اساساً د راتلونکي کال له پيل سره د پوځي عملياتو مشري پر خپله غاړه اخلي. نتيجه دا ده چي موږ راتلونکي ته ډير زيات خوشبين يو. دا تحولات بايد په هيخ صورت سره د ۱۹۹۲ کال سره کله چي د نجيب الله رژيم نسکور شو، پرتله نه شي. په هغه وخت کي شوروي اتحاد په بشپړه توگه منحل شو. له دي انحلال سره نور د افغانستان ملاتړ نور ممکن نه وو. نو دا وه چي افغانستان په يوې کورنۍ جگړې کي ډوب شو. دا وضعيت به بيا تکرار نه شي. د ناتو په سر مشريزه کي چي په شيکاگو کي دايره شوه، د نړي۵۰ هيوادونو ژمنه وکړه چي هغوی به افغانستان سره ورسته له ۲۰۱۴ کال څخه هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هغه به نور يوازي پرې نږدي. دغه راز د توکيو په وروستي کنفرانس کي هم د مالي مرستو ژمنه وشوه. معنی دا چي افغانستان د نړيوالي ټولني پر مرستو حساب کولای شي.