جنرال نیکلسن: امریکا له افغان طالبانو سره خبرو ته چمتو ده
۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبهدغه تبصرې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د سولې د خبرو په برخه کې دپلوماتیک فشارونه ډیر شوي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دغه جګپوړي قوماندان چې د ناټو د پریکړنه ماموریت مشري هم پر غاړه لري وايي چې امریکا متحد ایالات په دې پوهیږي چې امریکا باید په دې کې کلیدي رول ولوبوي.
نوموړي وویل: «زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مایک پمپیو ویلي دي چې موږ یعني امریکا متحد ایالات له طالبانو سره د خبرو له پاره چمتو یوو او د نړيوالو ځواکونو پر رول هم بحث کوو.» هغه زیاته کړه چې موږ هیله من یوو چې دوی به دغه څه درک کړي او دا چې دغه څه به د سولې له پاره په ټپه دریدلې لړۍ ته مخ پر وړاندې حرکت ورکړي.
تر دې وړاندي نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپل یوه رپوټ کې ویلي ول چې د ولسمشر ترمپ ادارې خپلو لوړ پوړو دپلوماتانو ته امر کړی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل له پاره له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې هغه لا هم د تائید په تمه دی خو د نوې تګلارې د ځینو نښو هرکلی یې وکړ. نوموړي وویل: «دا هغه څه دي چې موږ غوښتل او موږ ورته په تمه وو، څو له امریکا سره په مستقیم ډول کښینو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د اخراج پر لړۍ بحث او خبرې وکړو.»
نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې د لومړي ګام په توګه هغه تمه لري چې د طالبانو د مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه و ايستل شي څو هغوی وکولای شي په آزاد ډول تګ راتګ وکړي. شاهین همدا راز وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مسئله بیا ستره موضوع ده او طالبان غواړي چې په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالاتو پر اندیښنو هم بحث وکړي.
په عین وخت کې امریکايي چارواکو ویلي دي چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د پرمختګ د نه شتون له کبله ډیره بې صبري ښوولې. دغه بې صبري داسې مهال ښوول کیږي چې د افغانستان او د سویلي آسیا له پاره د ولسمشر ترمپ د تیرکال د اګست میاشتې نوې تګلارې د امریکايي چارواکو په وینا کوم خاص بدلون نه دی رامنځ ته کړی.
ولسمشر ترمپ د امریکا په نوې تګلاره کې د طالبانو پر اهدافو باندې د لا ډیرو هوايي بریدونو امر کړی او افغانستان ته یې د ۳۰۰۰ اضافي امریکايي سرتیرو د استولو پریکړه کړې وه.
بل لوري ته بیا طالبانو تل د ولسمشر غني له ادارې سره خبرې رد کړي او تل یې له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې وروستیو کې ویلي ول چې د افغانستان د سولې لړۍ باید د افغانانو په مشرتوب وي او واشنګټن یوازې په خبرو کې د ګډون له پاره چمتو دی.
په دې ترتیب سره نو امریکا متحد ایالات هم له طالبانو سره له خپل پخواني دریځ څخه چې یوازې د طالبانو او د ولسمشر غني د حکومت تر منځ یې پر خبرو ټینګار کاوه، پر شا شوی دی. نوموړي همدار راز ویلي دي چې امریکا متحد ایالات دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو وضعیت هم تر بحث لاندې ونیول شي، کوم چې طالبان یې د مخ شرط په توګه له افغانستان څخه د ایستلو غوښتنه کوي.
په دې وروستیو اونیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د افغانستان له پاره د امریکا لوړپوړې استازې الیس ویلز په ګډون ګڼ شمیر امریکايي چارواکو کابل ته سفرونه وکړل، څو د سولي د خبرو له پاره زمینه برابره کړي.