1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

جنرال امرخيل استعفا ورکړه

جنرال امين الله امرخيل د خپلي استعفا لامل د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو د بريدونو په غبرګون کي د افغان دولت د زغم په ګوته کړی. هغه د شاوخوا شپږو مياشتو را پدې خوا د ډيورنډ د کرښي دې غاړي ته د افغان سرحدي قواوو مشري کوله

جنرال امين الله امرخيل

جنرال امين الله امرخيل

په تيره يوه مياشت کي د پاکستان له خاوري شاوخوا پينځه سوه توغندي د افغانستان پر لور توغول سوي چي په پايله کي يې تر اوسه شاوخوا شپيتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د افغانستان په ختيځ کي د سرحدي ځواکونو دغه قوماندان نن له رسنيو سره په اړيکه کي له خپل دندي څخه استعفا اعلام کړه.

جنرال امرخيل دويچه ويله ته هم وويل چي خپله دنده يې ځکه پريښوده چي نور نو ده نه سوای کولای ملت ته د پاکستان د ړندو او بې باکه بريدونو په اړه جواب ووايي.

امرخيل ويل چي څو واري يې د مرکزي حکومت څخه د پاکستان پر خاوره د متقابولو بريدونو غوښتونه کړې وه خو يو ځل هم و نه منل سوه.

که څه هم ولسمشر کرزي دغه بريدونه غندلي او له پاکستان لوري څخه يې د هغو د بنديدو غوښتنه کړې. خو پاکستان وايي چي دوی ښايي په خطايي يو نيم توغندي د افغانستان لوري ته را شړلي وي.

جنرال امين الله امرخيل نړيواله ټولنه او په خاصه توګه ملګري ملتونه د دغو بريدونو په مخ نيوي کي په ټګۍ تورن کړل چي په وينا يي خپله هغه دنده چي د ملتونو خپلواکۍ ته درناوی کوي نده پېژندلې.

د سرحدي ځواکونو دغه مشر په خپله وينا کي د پاکستاني قواوو د اوسنيو بريدونو په باب چي د کونړ، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا پر ولايتونو تر سره سوي چوپه خوله پاتي کيدل بې غيرتي وبلله چي په خبره يي ده ته نوره د زغم وړنه وه.

د کورنيو چارو وزارت او د سرحدي پوليسو مرکزي قوماندانۍ تر اوسه پوري له دندي څخه د جنرال امرخيل د ګوښه کيدو په باب خپل دريځ نه دی څرګند کړی.

د دې راپور تر جوړلو پوري د جنرال امر خيل استعا هم نه وه منل سوې خو نوموړي وويل چي په يوه شرط د خپلي استعفا د بيرته اخيستلو له پاره چمتو دی چي مرکزي دولت پر پاکستان ورته د متقابلو بريدونو اجازه ورکړي.

خو دا هغه غوښتنه ده چي نوموړي په تيره يوه مياشت کي څو څو واره تکرار کړې، خو تر اوسه پوري ورته د هغه د مشرانو له لوري د هو جواب ندی ورکړل سوی.

د يادولو وړ ده چي د رواني اونۍ په نيمايي کي د پاکستان لوی درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني هم کابل ته تللی او له جمهور ريس حامد کرزي سره يې وکتل.

خو د پاکستاني ځواکونو د يرغل دوام ته په کتو سره داسي ښکاري چي د کابل او اسلام آباد تر منځ په دغه برخه کي تر اوسه هم هواري ندي راغلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM