1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

جمهورريس کرزي ملت ته د اخترمبارکي وویله

افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته يوواربيا پرخپلو وسله والو مخالفينو ږغ وکی چي وسلې پر مځکه کښيښږدي او د سولي دبهير سره يو ځای سي

default

د ارګ په جومات کي له کرزي سره د اختر د لمانځه د ادا کولو پر وخت د هغه د کابيني ، د عالمانو شورا، ولسي جرګي غړي، د اسلامي هيوادو يو شمير کابل ميشته سفيران او يو شمير خبريالان تر سترګو کيدل .

کرزي د لمانځه ترادا کولو وروسته ملت ته په خپله لنډه وينا کي د کوچني اخترمبارکي وويله او دغه اختر يې په ملک کي د سولي او امنيت د راوستلو لپاره په نيک فال ونيوه.

کرزي د نورو اخترونو د ويناوو په څير دا ځل هم د طالبانو د مشر ملا عمر څخه غوښتنه وکړه چي د سولي د بهير سره يو ځای سي او د افغانانو د ويني تويولوڅخه لاس واخلي.

خو دا پلا دده په خبرو کي د ګلبدين حکمتيار نوم وانخيستل سو.

د حکمتيار حزب اسلامي ښاخلي د افغان دولت سره په مخالفت کي قرار لري او کرزي به په خپلو تقريباً ټولو ورته ويناوو کي دهغه څه هم د سولي له بهير سره د يو ځای کيدو غوښتنه کوله، هغه غوښتنه چي يو وار هم ورته مخالفينو مثبت ځواب ندی ورکړی.

همدا راز افغان ولسمشر د امريکا د فلوريدا ايالت د هغي کوچنۍ کليسا له مشرانو څخه چي غواړي سبا د قران کريم ځينو نسخو ته اور واچوي ،غوښتنه وکړه چي دغه کار څخه لاس واخلي.

کرزي د مسلمانانو سپيڅلي کتاب ته سپکاوی د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوي وباله .

د امريکا يوې کليسا پريکړه کړې چي د11سپټمبر د پيښو د نهمي کليزي په را رسيدو سره د قران عظيم شان يو شمير نسخو ته اور ورته کي اوپه دې سره د 11 سپټمبر پيښو غندنه وکړي.

افغان ولسمشر همدا راز دهغو نړيوالو سرتيرو چي په افغانستان کي دترهګرو پر ضد مبارزه کوي ،غوښتنه وکړه چي د ترهګرانو اصلي مرکزونو ته چي د افغانستان دپولو ها خوا دي ، ورسي اوهلته ترهګر وځپي.

کرزي د سولي عالي شورا جوړيدو ته په اشارې سره هيله وښوول چي د مخالفينو سره به د سولي پروسه عملي کړي.

افغان ولسمشر په داسي حال کي افغان ملت ته د کوچني اختر مبارکي وويله چي په پاکستان کي په ميليونونو انسانان د ورستيو سيلاوونو له امله د غم پر ټغر ناست دي.

جمهور ريس کرزي د پاکستاني ولس سره هم خپله غمرازي شريکه کړه او پرنړيوالو يي ږغ وکړ چي تر خپله وسه له سيلاب ځپلو پاکستانيانوسره مرسته وکړي.

جلالزی

کتونکی : محمد قاسم نوري