1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

جرمني په افغانستان کي ملکي بيا رغاوني ته پراختيا ورکوي

د المان د اقتصادي پراختيا وزير ديرک نيبل په مزارشريف کي د والي عطامحمد نورسره د ليدني پرمهال ويلي چي هيواد يې د افغانستان په شمال کي په ملکي برخه کي نوري مرستي هم کوي.

د المان د پراختيايي او اقتصادي مرستو وزير ديرک نيبل او د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال.

د المان د پراختيايي او اقتصادي مرستو وزير ديرک نيبل او د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال.

هغه وويل « موږ په روان کال کي په پام کي لرو په شمال زون کي درې مليونه خلکوته د مختلفو پراختيايي پروژو له لاري د کار زمينه برابره کړو او دا به اوږد مهال وي چي د خلکو اقتصا ورسره ښه سي»

هغه دغه راز وويل چي هيواد يې په افغانستان کي هرکال۴۳۰ مليونه ډالره يورو د مختلفو پراختيايي پروژوله لاري په مصرف رسوي، او په روان ميلادي کا ل هم په پام کي لري تر ۲۴۰مليونه يورو په شمال کي د څښاک د پا کو اوبو د برابرولو او د ۷۰۰ کيلومترو په وږدوالي د سړکونو د جوړولو په برخه کي ولګوي.

د بلخ والي وايي « هغه څه چي موږ يې غوښتنه درلوده په شمال کي د مرسته کونکو هيوادونو د سرتيرو لږ والی او په اقتصادي اوملکي بيارغوني کي د فعاليتنو ډيروالي وو، چي له نيکه مرغه دالمان د اقتصاد وزير هم زموږ سره په دې برخه کي هوکړه وکړه اوزموږ له دغي غوښتني سره يي موافقه وکړه.»

د چاروکارپوهان هم په ملکي برخو کي پراختيايي کارونه اغيزمن اواړين بولي په مزار شريف کي د ټولنيزو چارو کارپوه استاد عزيزالرحمن وايي، که چيري ځوانان په کارونو بوخت وي نو بيا به ددولت د مخالفينو په لیکو کي هم نه دريږي او نه به هم غلاوي جنايتونه کوي.

المان اوس مهال په افغانستان کي دڅه دپاسه پنځو زرو سرتيرو تر څنګ، د افغان ځواکونو پر روزني سربيره په شمال اوشمال ختيځو ولايتنو کي د ملکي بيارغاوني په برخه کي هم د پام وړ کارونه تر سره کړي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل