جرمني نور افغان مهاجر هم اخراج کړل
۱۳۹۶ فروردین ۸, سهشنبهد جرمني د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي «اخراج سوي ټول نارينه دي او د دوی ځينو ئې په مېلمه هيواد کي جرمونه کړي ول.»
د جرمني خبري آژانس د بايرن ايالت د کورنيو چارو ورازت په حواله ليکلي دي چي دغه پنځلس کسيزه ډله د سه شنبې په ورځ سهار د کابل هوايي ډگر ته رسېدلې ده.
د بايرن ايالت د مهاجرو شورا د مونشن په هوايي ډگر کي د دغه اقدام پر ضد مظاهره رابللې وه. د هوايي ډگر د دواړو ترمينلونو ترمنځ نژدې ۳۳۰ کسان راټول سوي ول او د دغه ډله ايز اخراج پرضد ئې خپل اعتراض وکړ.
د بيرته لېږلو تړون عملي کيږي
افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو موضوع ډېره جنجالي ده، ځکه په دغه هيواد امنيتي وضعیت ډاډمن نه دئ او اوس هم د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړې کيږي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي له۲۵۰۰۰۰ افغان مهاجرو څخه ئې ۱۱۹۰۰ کسان په بيرته وتلو مکلف دي چي له دې ډله (۱۱۹۰۰کسانو) څخه بيا ۱۰۳۰۰ کسانو ته ئې د اخراج د ممانعت ويزه (دولدونگ) ورکړل سوې ده.
د تيرکال په مني کي جرمني له افغانستان سره داسي يو تړون لاسليک کړ چي له مخي ئې په دغه هيواد کي نه منل سوي مهاجر بيرته افغانستان ته ولېږي. د تيرکال له دسمبر مياشتي راهيسي دا څلورم وار دئ چي په ډله ايزه توگه افغان مهاجر لېږل کيږي.
د جرمني مرکزي حکومت او د بايرن ايالتي حکومت د افغان مهاجرو د بيرته لېږد په اړه هيڅ اندېښنه نه لري. د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هيرمن ويلي دي: «د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د جرمني د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ارزونه د پخوا په شان ده او مهاجر به د افغانستان امنو ولايتونو ته ولېږي. هيڅ دليل نه سته چي دغه اقدام (د نه منل سوو افغان مهاجرو بيرته لېږل) تر پوښتني لاندي راولي.»
هغه زياته کړې ده چي د افراطيانو گواښ یوازي په افغانستان کي نه، بلکي د نړۍ په نورو برخو کي هم سته.
له جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اجراج هوډ د بايرن ايالت ترڅنگ بادن-وورتمبرگ، براندنبورگ، هامبورگ، هسن، مکلنبورگ-فورپومرن او راينلند فلڅ ايالتونو هم کړی دئ.
نور مطالب زموږ له ارشيف څخه: