1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

جرمني د دارفور د بحراني سيمي د ملگرو ملتو صندوق ته پيسې ورکوي

جرمني داولين دولت په حيث د دارفور د بحراني سيمي دپاره د ملگرو ملتو يوه نوي جوړ سوي صندوق ته پيسې ورکړي دي...

د دارفور څخه مهاجر سوي سوډانيان

د دارفور څخه مهاجر سوي سوډانيان

په ملگرو ملتو کي دجرمني د سفير توماس ماتوسيک د معلوماتو پر اساس ددغو پيسو اندازه 350000 اېرو دي.
دغه پيسې بايد په مشخص ډول هغو ځايو ته ورکول سي ،چي محلي مشران د سولي تضمين وکولائ سي ، او په عين حال کي د خبرو اترو لار هم ونيسي.
په دارفور کي د 2003 کال راهيسي دحکومتي او افريقائي مليشو تر منځ 200000 انسانان وژل سوي، او تر دوو مليونو اضافه کسان تښتېدلي دي.