1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

جرمني د خپل اساسي قانون د 60 کاليزي په درشل کي

دغه اساسي قانون او د هغه بنياد ايښودونکي د دوهمي نړيوالي جګړې څخه وروسته د آلمان د اتحادي جمهورريت د سولي، ثبات، ډيموکراسۍ او اقتصادي سوکالۍ تاداو ايښوونکي بلل کيږي...

د جرمني پخوانی د وخت لومړی وزير کونراد ادنوا د اساسي قانون د لاسليکولو پر مهال

د جرمني پخوانی د وخت لومړی وزير کونراد ادنوا د اساسي قانون د لاسليکولو پر مهال

فلکس شتينر نننی آلمان داسې بولي: يوه پايښتمنه او عامله دموکراسي؛ د نړيوالې ټولنې يو د احترام وړ غړی؛ يو گاونډی، له کوم څخه چې هېڅوک بايد ونه ويريږي؛ يو هېواد چې په تاريخ کې بېساری ښه حالت لري. او اوس د يو زيات شمېر نورو هېوادونو د پاره د مثال نمونه.

دا څه 60 کاله مخکې د اټکل وړ نه وو. آلمان په 1949 ميلادي کال کې - دا په يوه نيول شوي ملک کې د امريکې په مرسته او د فرانسې له غوښتنې سره د يوه هېواد جوړېدنه وه. د لويديز آلمان يوه برخه هېواد، او ځکه نو د آلماني سياستمدارانو لخوا هم په موقتي توگه سره ومنل شو. د 1949 ميلادي کال د مۍ د مياشتې 23 ورځ د آلمانيانو د پاره کومه د خوښۍ ورځ نه وه. دوی په هغه ورځو کې نورې ډېرې ربړې او انديښنې درلودې:

په جنگ ځپلو ښارونو کې هستوگنځۍ ډېرې کمې وې، د آلمان د هغه وخت له ختيزو سيمو څخه ٧ مليونو شړل شوو کسانو نوي کورونه لټول، د کار ځايونه له نادراتو څخه وو، له يو مليون څخه زيات آلماني نران يا ورک وو او يا خو د جنگي اسيرانو په توگه نيول شوي وو. او نه يواځي دا بلکه: د نازيانو د بې مثاله جنگي جنايتونو له مخې آلمان ته په 1949 ميلادي کال کې د نړيوالو لخوا د يوه مردود او رټلي هېواد په سترگه کتل کېدل.

پوښتنه دا ده، چې کوم څه د دې کار سبب شول، چې 60 کاله مخکې يې د دې هېواد جوړېدند ممکنه کړه؟ په ښکاره ډول سره دوه څيزونه: د آلمان هېواد ډېر ښه لومړي وزيران درلودل. د يادولو وړ دي، کونراد اديناور، ويلي برانت او هلموت کول. اديناور، چا چې د خپلو خلکو له بدگمانۍ سره سره دې هېواد ته له لويديز سره اړوند ورکړ او په دې ډول سره يې پر گوښې لارې د آلمانيانو د وړاندې پرمختگ مخه ونيوه، کومو چې دوه ځلې نړيوالې جگړې رامنځ ته کړې وې. براند، چا چې په ختيز کې د آلمان گاونډيانو ته له سختو عقيدوي توپيرونو سره سره د پخولاتوب لاس اوږد کړ. او هلموت کول، چا چې د آلمان بيا يووالی په داسې ډول سره تدبير کړ، چې هېڅ چېرته د يوه بېرته منځ ته راتلونکي پياوړي آلماني هېواد څخه ډار او وېره موجود نه وه.

دوهم سبب د آلمان اقتصادي برياليتوب دئ. له 50 لسيزي راپديخوا د آلمان له شتمن کېدلو سره، د آزادې دموکراسۍ پر ماهيتونو باندې هم د دې خلکو باور او اعتبار زيات شو. له هغه راهيسې بنسټ پال گوندونه - ښي لاسي وي که چپ لاسي - په پارلماني ټاکنو کې د برياليتوب چانس نه لري. د هغه وخت په ختيز آلمان کې د 1990 ميلادي کال په پيل کې د هغه هېواد په تاريخ کې يواځينۍ آزادې پارلماني ټاکنې، تنها د آزادۍ د پاره رايې ورکونې نه وې، بلکه په لومړي سر کې اتحادي آلمان ته ورته د غوره او ښه ژوند د پاره رايې وکونې وې.

دا هر څه د دې ښکارندوی دي چې: يوه پايښتمنه دموکراسي پخپله د اهميت وړ يو څه دي - حتی د اقتصادي بحران په صورت کې هم. خو کله چې له کالونو راهيسې د هغو آلمانيانو شمېر مخ په زياتېدو وي، کومو ته چې له آزادۍ څخه ټولنيز امنيت او يو ټولنيز عدالت زيات اهميت لري، نو بايد ورسره په اصطلاح د خطر زنگ وغږول شي. او دا ځکه چې خودمختاره او زورواکه رژيمونو هم تل د عدالت شعارونه مخکې نيسي. مگر آزادي يواځې په دموکراسۍ کې شته. او د دې دموکراسۍ د پاره د آلمان اساسي قانون 60 کاله مخکې ډېر ښه شرطونه برابر کړي او ايښي دي.

Steiner/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل