1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

جرمني ته به دمسلکي کسانوراتګ آسانه سي

په جرمني کښی دمسلکي کسانود کمبود له کبله ددغه هيواد حکومت غواړي ، چه جرمني ته دښو مسلکي خارجیانوراتګ آسانه کي ...

په جرمني کښي يومسلکي کارګر

په جرمني کښي يومسلکي کارګر

نن د جرمني دحکومت کابينې دخارجیانود مالياتو دقانون په نامه يوه مسوده تصويب کړه ، چه دجولای د مياشتي دکاري پروګرام عملي کول په پلان کي لري .

دنورو تر څنګ به پسله دې مسلکي خاريان وکولای سي ، چه په کال کښي د86 زره ايرو په عوض د 63 زره ايرو په اندازه کار پيداکي ،او جرمني ته راسي . همدارنګه هغه مسلکي خارجیان چه تر اوسه پوری په جرمني کي ژوند کوي د ويزې ورکول ورته آسانه سي .

دجولای د مياشتي دکاري پروګرام نور ټکي به وروسته د کابينې لخوا په تصويب ورسيږي ، چه په هغه کي د شرقی اروپا کارپوهانوته دآزادانه اقامت ،او نوري نړۍ د ډيرو ښو مسلکي کسانودپاره د راتګ أسانه کول شامل دي . تر اوسه پوري جرمني ته په ډيره لږه اندازه دغه ډول کسان راغلي دي .په 2006 عيسوي کال کی هغه 456 کسان،او په 2007 کي 466 کسان وه . خو اقتصاد پوهان اټکل کوي چه 400000 مسلکي کسان کمبوددي،او يوازی 100000 انجينرانو ته ضرورت دی .