1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

جاپانۍ ژورنالسته په سوریې کې ووژل شوه

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې یوه جاپانۍ ژورنالسته په سوریې کې وژل شوې ده.

د چارواکو په خبره دا ژورنالسته میکا یمموتو نومیده چې لومړی د یاغیانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جگړې له کبله ټپې شوه او تر هغه وروسته بیا مړه شوه.

دغې ۴۵ کلنې ژورنالستې په توکیو کې د جاپان پرس له خبري آژانس سره کار کاوه.