1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

جان کېري: امنيتي تړون يوه جدي موضوع ده

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير په بروکسل کي تر یوې غونډي وروسته ويلي دي، چي که کرزی امنيتي تړون نه لاسليکوي، کولای سي چي يو بل افغان دولتي چارواکی يې لاسليک کړي. «يو څوک دې مسووليت پرغاړه واخلي.»

جان کيري د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د ديسمبر۳) ماښام په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډي د يوې ناستي وروسته له افغانستان څخه وغوښتل چي په دغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د قانوني پاته کېدو سند لاسليک کړي. هغه وويل: «دا بازۍ نه دي، بلکي دا يوه جدي موضوع ده.»

دغه راز د ناټو عمومي منشي هم يو وار بيا له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چي له واشنګټن سره امنيتي تړون «ژر» لاسليک کړي. که نه تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د دغه هيواد د امنيتي ځواک د روزني له پاره هيڅ بهرنی عسکر نه وي پاته او په ميلياردونو ډالره مرستي به قطع سي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير وويل، چي د امنيتي تړون لاسليکېدل، ځکه اوس «ضروري» دی چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري د امريکايي ځواکونو د وتلو او تر هغه وروسته د نوي روزنيز ماموريت د پيلدو پلان جوړ سي.

هغه زياته کړه چي کرزی مجبوره نه دی چي امنيتي تړون دي په خپله لاس لیک کړي: «د دفاع وزير کولای سي هغه لاسليک کړي، حکومت يې کولای سي. يو څوک دې مسووليت پرغاړه واخلي.» هغه وويل: «خو دا ډيره مهمه ده چي هغه څوک چي دې ته تيار دي چي افغانستان ته د ډيرو پيسو ورکولو ځکر وټکوي په دې پوه سي چي سفر يې پر کومي خوا روان دی.»

دغه امنيتي تړون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي، او دغه راز بهرني سرتيري د افغانستان له قضا څخه خوندي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي دوه اړخيز امنيتي تړون دي په راتلونکي کال کي د انتخاباتو له لاري د ده د ځای ناستي تر ټاکل کېدو وروسته د هغه وخت حکومت لاس ليک کړي. خو واشنګټن غواړي چي دغه سند د روان کال ترپايه پوري لاسليک سي.

ناټو چي غواړي د واشنګټن په شان یو قرارداد له افغانستان سره ولري وايي چي «اميد واره دي چي له ۲۰۱۵ کاله په دغه هيواد کي نوی روزنيز ماموريت پيل کړي.» د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن وويل: «که موږ ته بلنه راکړه سي، نو موږ ماموريت ته تيار يو.» هغه زياته کړې ده: «ناټو يو اشغالګر قدرت نه دی.»: «موږ غواړو مرسته وکړو، خو شرط يې دا دی چي موږ ته په يوه قانوني چوکاټ کي بلنه راکړه سي.»

راسموسن وويل: «موږ څوک نه مجبوروو.» راسموسن د دې ترمخه ويلي ول چي له واشنګټن سره د امنيتي تړون پرته به له افغانستان سره ټولي پوځي او پراختيايي مرستي بندي سي. نړيواله ټولنه اوس له کاله ۴،۱ ميليارد ډالره د افغان پوځ د تجهيز او ۴ ميليارده ډالره نور د پراختیايي مرستو په برخه کي ورکوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله هم ويلي دي چي هيواد يې تيار دی چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي په روزنيز ماموريت کي ونډه واخلي. هغه ويلي دي دا ډېره مهمه ده چی له وخت سره بايد بازۍ و نه کړو: «موږ بايد پلان جوړ کړو او د لوژيستيک پريکړه يې بايد وسي.»