1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تړل شوي ښوونځي بیا پرانیستل شول

د کندهار ولایت د پوهني رياست چارواکي وايي چي د شګي په ولسوالۍ کي ئې د خلګو په مرسته ټول هغه ښوونځي چي پخوا د بېلابېلو دلايلو له کبله تړل سوي ول د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

د دوى په خبره په يادي ولسوالۍ کي له تيرو څو کلنو راهيسي د ځينو ستونزو له کبله په يو شمير ليري پرتو کليو کي ځيني ښوونځي تر دې وروستيو پوري هم تړلي پاته ول.

د کندهارد پوهنې رئيس شيراغا ساپی، چي په دغه ولسوالۍ کي د وروستي تړلي ښوونځی د پرانيستلو په مراسمو کي ئې له خبريالانو سره خبري کولې وویل:

«دغه ښوونځى د عبدالله نيکه په نامه ياديږي. د مېل په کلي کي موقيعت لري چي له تيرو څو کالونو راهيسي ئې زده کوونکي په کوڅو کي ګرځېدل. اوس د دې ښوونځی له پاره موږ د ډیرو زده کوونکو نومونه ليکلي دي او لا هڅه کوو چي نور زده کوونکي هم راجذب کړو.»

د شګې د ولسوالۍ د مېل د کلي اوسيدونکو د دغه ښوونځي د پرانيستلو په اړه خوښي څرگنده کړه او ژمنه ئې وکړه چي دوى به خپل اولادونه ياد ښوونځي ته ورليږي چي د زده کړي له لاري خپل هيواد ته خدمت وکړي.

د کليوالو په خبره مخکې به ئې اولادونه د ښوونځي د نستونوالي له امله همداسي په کوڅو او کروندو کي ګرځېدل. د دغه کلي یو اوسیدنکي له المان ږغ سره په مرکه کې وویل: «دا ډير ښه کار وسو چي زموږ اولادونه له کوڅو څخه راوګرځېدل او اوس ورته کتابونه، کتابچې، قلمونه او د قران شريف سې پارې په لاس کې ورکړل سوي دي.»

د مېل د سېمي اوسيدونکي همدارنګه په دغه ولسوالۍ کي د يوې ديني مدرسې د جوړیدو غوښتنه هم کوي. هغوی وایي چي که په کلي کي ئې يوه مدرسه جوړه سي نو اولادونه به ئې مجبور نه وي چې د دیني زده کړو له پاره نورو هیوادونو ته ولاړ سي.

ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش