1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تر ۲۰۱۴ کال وروسته د هرات د ښځو زندان په اړه اندیښنې

په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي ډیر شمیر ښځې اندیښنه لري چې د دغو ځواکونو له وتلو سره به هغوی ته رسیدونکې مرستې هم بندې شي.

انځور له ارشیف څخه

انځور له ارشیف څخه

د فریدې میړه په هرات ولایت کې خپله درې کلنه لور وپلورله چې وشي کولای د ځان له پاره مخدره مواد راونیسي. فریدې هم تر دې پېښې وروسته یوه چاړه راواخیسته او خپل میړه یې پرې وواژه. فریدې د خپل میړه تر وژلو وروسته د هغه جسد کوڅې ته وایست او بیا یې پولیسو ته زنګ وواهه. د درو ماشومانو مور فریده، اوس د هرات د ښځو په زندان کې شل کاله بند تیروي. هغه وایي: «زه له دغه حکم سره موافقه نه یم. هغوی [قاضیانو] زما بد وضعیت په پام کې و نه نیوه.»

فریدې په لومړي سر کې داسې فکر کاوه چې پولیس به یې ووژني، خو هغه د پولیسو له خوا محکمې ته واستول شوه. اوس دغې ۳۰ کلنې میرمنې په زندان کې څلور کاله تیر کړي دي چې په نسبي ډول ډیر سخت نه ول. د نړیوالې ټولنې د مرستو له کبله زندان ته په وخت خوراکي توکي، روغتیایي خدمتونو او جامي رسیږي. پر دې سربیره زندان په ژمې کې ګرم هم ساتل کیږي.

خو اوس د دې ویره شته چې کیدای شي په زندان کې دغه ټول امکانات له منځه ولاړ شي ځکه د هرات د ښځو د زندان اصلي مرسته کوونکی هیواد ایټالیا، له دغه ولایت او بیا له ټول افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په حال کې ده. دا یوازې ایټالیاویان نه دي چې له افغانستان څخه وځي، بلکه پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول جنګي بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي.

افغان حکومت که وغواړي هم نه شي کولای خپل ټول پام د ښځو وضعیت ته واړي، ځکه تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ډیره توجه افغان امنیتي ځواکونو ته واړوله شي چې په یوازیتوب له یاغیانو سره د جګړې مسوولیت پر غاړه لري. د بشري حقونو د څار ادارې یوه څیړونکې هیتر بار، زندانیانو ته په اشاره کولو سره وایي: «که حکومت هغوی ته خوراکي مواد و نه رسوي نو هغوی به د خوراک له پاره هیڅ څه هم و نه لري.» هیتر بار زیاتوي: «تر هغه وروسته چې د ولایتي بیا رغوني ډلې له افغانستان څخه ووځي، سیمه ییز حکومت ډیرې مهمې دندې پر غاړه اخلي. سړی دا خبره له ځان سره نه شي تصور کولای چې افغان حکومت دې د دې توان او اراده ولري چې د بهرنیو مرستو له کمیدو سره هم د زندان وضعیت د اوس په شان وساتي.»

د هرات د ښځو په زندان کې ۱۶۹ زندانیان ساتل کیږي. دغه زندان تر کابل وروسته په افغانستان کې د ښځو دویم تر ټولو لوی زندان دی. د هرات په زندان کې ښځو ته انګلیسي ژبه او کمپیوتر هم تدریسیږي. پر دې سربیره زندانیان نور لاسي کارونه هم زده کوي.

ښځو ته سختې سزاګانې

ثریا پاکزاد د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ښځو له پاره امنې خونې جوړې کړې دي. هغه وایي چې د افغان میرمنو له پاره تر ټولو لویه هیله د بهرنیو هیوادونو مرستې وې. هغه زیاتوي: «د ښځو د چارو له پاره ځانګړې شوې بودجه په اصل کې هیڅ څه هم نه ده. ټول خلک د ۲۰۱۴ کال په اړه غږیږي. دغه موضوع د ښځو په منځ کې ویره راپیدا کوي.» د ښځو د حقونو دغه فعاله زیاتوي چې په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې موجوده ځینې ناوړه دودونه له منځه نه دي تللي.

پاکزاد وایي چې په ډیرو مواردو کې ښځو ته د هغوی د جرمونو په پرتله سختې سزاګانې ورکول کیږي. د بیلګې په توګه فریدې خپل میړه د ډیرو ظلمونو تر ځغملو وروسته وژلی دی. د هرات په زندان کې ډیر شمیر نورې بندیانې هم وایي چې هغوی له خپلو کورونو څخه د تاوتریخوالي له کبله تښتیدلي دي، خو بیا وروسته ورباندې د زنا تورونه لګول شوي او زندانونو ته استول شوې دي.

ډیر وخت د جنسي تیري قربانیان هم د زنا په تور زندانونو ته استول کیږي. هغوی بیا ډیر وخت په همدې زندانونو کې ماشومان نړۍ ته راوړي. تیر کال د هرات په زندان کې د نویو زیږیدلو ماشومانو شمیر ۷۰ ته رسیده.

اوس چې د امریکا او افغانستان تر منځ د یوه امنیتي تړون د لاسلیکولو په بهیر کې ځینې ستونزې پیدا شوې دي، په افغانستان کې د یو شمیر کسانو او بیا په خاصه توګه د ښځو تر منځ د راتلونکې په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

DW.COM