1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

تر طالبانو وروسته د افغانستان پیل له بون ښاره وشو

د طالبانو د رژیم ړنګیدو لومړنۍ ورځې دي. لا تر اوسه پورې افغانان د طالبانو د رژیم د پای ته رسیدو له شوقه نه وه وتلي چې د افغان سیاستوالو غږ د راډیو له لارې د آلمان له بن ښاره واوریدل شو.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نیټه څلور افغاني ډلې د «افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو خبرې اترې» تر نوم لاندې غونډه کې د آلمان د بن ښار په پیترسبورګ تاریخي هوټل کې سره راټول شول. په دغو ډلو کې د روم ډله چې مشري یې ظاهر شاه کوه، د شمال ایتلاف، د قبرس له او پیښور ډله شامله وه. هغوی تر څو وروځو خبرو اترو وروسته د ۲۰۰۱ کال د دسمبر پر پنځمه نیټه، د حامد کرزي په مشري د افغانستان د موقت ادارې د جوړولو پریکړه وکړه.

که څه آلمان یوازې د دې غونډې کوربه وو، خو د افغانستان راتلونکې پیښې د بن له بهیر سره وتړل شوې. دغه کنفرانس په اصل د طالبانو تر حکومت وروسته له نوي افغان حکومت څخه د آلمان د ملاتړ بنسټ کیښود. د آلمان د هغه وخت صدراعظم یوشکا فیشر او د هغه وخت آلماني د بهرنیو چارو وزیر ګیرهارد شرویدر، د بن تر تړون لاندې لاسلیکونه وکړل.

د آلمان په پیترسدوف هوټل په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه وو

د آلمان په پیترسدوف هوټل په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه وو

سیاسي ملاتړ

د بن ښار د پیترسبورګ کنفرانس په اصل کې د افغانستان له نوي سیاسي بهیر څخه د آلمان د ملاتړ پیل وو. په ۲۰۰۴ کال کې بیا د برلین په ښار کې د افغانستان په اړه یو بل کنفرانس هم جوړ شو چې په کې نړیوالې ټولنې له افغانستان څخه خپل اوږد مهاله ملاتړ اعلان کړ. د دې کنفرانس په پای کې نړیوالې ټولنې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ له افغانستان سره د ۸.۲ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته، آلمان په افغانستان کې د خپل پوځي حضور ترڅنګ په ملکي برخه کې یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه وو.

بن تر لومړي کنفرانس لس کاله وروسته، آلمان په ۲۰۱۱ کال یو ځل بیا د بن په ښار کې د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه شو چې په کې په سمبولیک ډول د افغانستان د لس کلني ګذار دورې پای اعلان شو. دغه کنفرانس د «له ګذار څخه تحول ته» تر عنوان لاندې د شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړ شو چې په کې ژمنه وشوه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځې، بیا به هم دغه هیواد یوازې پرې نه ښودل شی.

آلمان له افغانستان سره د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د تحول په لسیزه کې (۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۲۵ پورې) به یې له مخې د دواړو هیوادونو اړیکې تنظیم شي. د دغه تړون کلیدي برخې د دیموکراسي د تامین، بشري حقونو رعایت، د قانون حاکمیت، ښې حکومتوالي او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې دي.

د غونډې ګډونوالو د طالبانو تر ړنګیدو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړې وکړې

د غونډې ګډونوالو د طالبانو تر ړنګیدو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړې وکړې

تر نړیوالې جګړې وروسته، تر ټولو لوی پوځي ماموریت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پریکړې وروسته، امریکایي ځواکونه افغانستان ته ولاړل. تر دې وروسته بیا بریتانیایي او فرانسوي ځواکونه هم افغانستان ته ورسیدل. خو دې هیواد ته د آلماني سرتیرو ورتګ په لومړي سر کې یو څه ستونزمن وو.
په پای کې د آلمان پارلمان د ۲۰۰۱ کال د دسمبر میاشت پر ۲۲ نیټه د ایساف ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان ته د خپلو ځواکونو له تلو سره موافقه وکړه. لومړي آلماني سرتیري د ۲۰۰۲ کال د جنوري میاشتو په لومړیو ورځو کې افغانستان ته ورسیدل.

آلماني ځواکونو چې یو وخت یې په افغانستان کې شمیر تر ۵۵۰۰ رسیده، په ۲۰۰۳ کال کې د کندوز ولایتي بیارغوني ډلې یا «پي آر تي» مسوولیت پر غاړه واخیست. دغو ځواکونو بیا وروسته په تخار او بدخشان ولایتونو کې هم ورته مسوولیت ومانه. په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان په شمال کې د ایساف ځواکونو د قوماندې مرکز چې به مزارشریف ښار کې میشت وو، افغانستان ته وسپارل شو. دغه ماموریت بیا د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختم شو او په افغانستان کې د میشتو آلماني ځواکونو شمیر هم ۸۰۰ ته راټیټ شو.

آلمان اوس په افغانستان کې د ناټو په نوي ماموریت کې هم برخه لري او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته د مشورو په ورکولو بوخت دی.

ملکي او د بیارغونې په برخه کې مرستې

آلمان د افغانستان د نوي بهیر له پیله د افغانستان له اصلي مرسته کوونکو هیوادونو څخه یو وو. د دې هیواد د مرستو یوه برخه د ولایتي بیارغونې ډلې له خوا افغانانو ته رسیدې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د افغانستان بیارغونه په دې هیواد کې د برلین د فعالیتونو مرکزي موضوع ده. د دې وزارت په حواله، آلمان له ۲۰۱۰ کال راهیسې افغانستان ته خپلې کلنې مرستې ۴۳۰ میلیونو ډالرو ته رسولي دي چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې به دوام ومومي.

حامد کرزی د بن د تړون پر اساس د افغانستان د موقتې دورې ولسمشر شو او بیا تر ۲۰۱۴ کاله په واک کې پاتې شو

حامد کرزی د بن د تړون پر اساس د افغانستان د موقتې دورې ولسمشر شو او بیا تر ۲۰۱۴ کاله په واک کې پاتې شو

د آلماني ادارو په حواله د افغان پولیسو روزنه، د باثباتولو پروژې، د روغتونو، ښوونځیو، هوایي ډګرونو جوړول، په دولتي او قضایي ارګانونو کې د ظرفیت لوړول، له بشري حقونو څخه ملاتړ، د زده کړو او عالي تحصیلاتو په برخو کې همکاري په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د مرستو مرکزي موضوعګانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ، د آلمان اقتصادي او انکشافي همکاریو وزارت هم له افغانستان سره مرستې کوي. دغه وزارت په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان سره د مرستو په اړه ویلي وو چې افغانستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې په مجموعي توګه شاوخوا دوه میلیارده یورو د انکشافي همکاریو په برخه کې افغانستان ته ځانګړې کړې دي.