کارول شوي اوبه روغتیا ته ګواښ پيښوي
د سږني رپوټ اساسي موضوع کارول شوي اوبه وه. د چاپیریال ساتنې او په نړۍ کي پاکو اوبو ته د غوښتني په پام کي نیولو سره باید اوبو ته د بیا استعمال وړ ګرځولو سیستم پياوړی شي. د دغه رپوټ پر بنسټ هرکال نږدې ۳،۵ میلیونه انسانان د هغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په اوبو پوري اړه لري. ۸۰۰ زره کسان د ناپاکو اوبو او د لاس منځلو امکاناتو د نیمګړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.