1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د اف. بي. آی د څېړلو امر کړی دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د امریکا جمهوررئيس ترمپ د عدلیې وزارت ته امر کړی چې د امریکا د فدرالي پولیسو اداره یا «اف. بي. آی» له دې امله وڅیړي چې آیا د ترمپ کمپاین یې د سیاسي اهدافو له پاره تر څار لاندي نیولی وو او که نه.

https://p.dw.com/p/2y3IX
USA Donald Trump im Weißen haus in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ د څو ټویټري پیغامونو له لارې په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهني د پلټني له امله د امریکا د فدرالي پولیسو یا «اف. بي. آی» پر ادارې باندې بریدونه وکړل او اعلان یې وکړ چې هغه به د امریکا له عدلیي وزارت څخه وغواړي چې د «اف. بي. آی» د ادارې پلټنه وکړي. د پلټني دلیل د ترمپ د ټاکنیز کماپین په چارو کې د یادې ادارې ممکنه نفوذ په ګوته شوی دی.

ولسمشر ترمپ همدا راز ویلي دي چې غواړي په دې هم وپوهیږي چې د «اف. بي. آی» دغه نفوذ خو به د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې په امر نه وي شوی. بل لوري ته د ترمپ وکیل ویلي دي چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د شکمنې لاسوهني پلټنې ښايي د روان کال په سپتمبر میاشت کې پای ته ورسیږي.

په عین وخت کې د امریکا د عدلیې وزارت یوې ویاندي ویلي دي چې د دوی وزارت له سرپلټونکي مایکل اي. هوروویتز څخه غوښتي چې د ۲۰۱۶م کال له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د امریکا د فدرالي پولیسو د فعالیت په هکله روانې پلټنې پراخې کړي. د یاد وزارت د ویاندې په حواله د دې پلټنې هدف د امریکا د فدرالي پولیسو په فعالیتونو او څیړنو کې د سیاسي انګیزو او ناقانونه فعالیتونو معلومول دي.

تر ټولو ستره سیاسي افتضاح

داسې ښکاري چې دغه تورونه د امریکا د محافظه کارانو له حلقې لګول شوي. د دوی په نظریې په استناد د امریکا فدرالي پولیسو یا «اف. بي. آی» د ترمپ په کمپاین کې د نفوذ او معلوماتو را ټولولو له پاره خپل یو جاسوس ځای پر ځای کړی وو.

د جمعې په ورځ  ولسمشر ترمپ د فاکس بزنس په نوم یوې تلویزیوني خپرونې د چلوونکي ډیویډ آسمن د یوه ټویټر په بیا خپرولو سره دغه موضوع بیا توده کړه. آسمن په خپل ټویټ کې ویلي ول چې د سیاسي انګیزې څارنه له دې مخکې اصلاً نه ده پیښه شوې او د امریکا فدرالي پولیس او د عدلیې وزارت هڅه کړې ده چې ولسمشر ترمپ په داسې جرم کې ګرم وګڼي چې هغه نه دی کړی.

ولسمشر ترمپ بیا وروسته لیکلي چې که چیرته دغه تورونه ریښتیا شي، دا به نو د امریکا متحد ایالاتو له پاره تر ټولو ستره سیاسي افتضاح وي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ترمپ تیر کال همد داسې څرګندونې کړې وې چې ګواکې د باراک اوباما ادارې د هغه د کمپاین په هکله جاسوسي کړې ده.

د ۲۰۱۷م کال په مارچ میاشت کې ولسمشر ترمپ د خپل ټویټر له لارې لیکلي ول چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې اوباما په نیویارک ښار کې د ترمپ ټاور څارنه کړې ده چې د ترمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین مرکزي دفتر وو. ترمپ همدا راز ویلي ول چې د اوباما ادارې د هغه د استوګنځي څارنه هم کړې ده خو په دې هکله یې شواهد او ثبتونه وړاندې کړې نه ول.

USA Trump Tower - Unternehmen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Szenes

د ترمپ د کمپاین د پلټنو ممکنه پای

د ولسمشر ترمپ وکیل رودي ګیولیاني د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ترمپ په ګټه د روسیې د ممکنه لاس وهنې د پلټنې په هکله اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې که چیري ولسمشر ترمپ په جولای میاشت کې له میولر سره مرکې ته حاضر شي، د ځانګړې شورا پلټنې به د روان کال د سپتمبر میاشتي پر لومړۍ نیټه پای ته ورسیږي.

ګیولیاني زیاته کړې چې د هغه ټیم د دې مرکې له پاره په فعالانه توګه کار کوي او له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره یې د خبرو پرمهال ویره څرګنده کړه، چې که چیري د دغو پلټنو پای ته رسیدل ډیر وخت ونیسي، دا به په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په ډیر زیان تمام شي.

زموږ له آرشیف څخه: