1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

تبصره: په افغانستان کې د امنو ځایونو د موندلو هڅه

د افغان پناه غوښتونکو له پاره ښه وختونه نور ختم دي. د کډوالو کړکیچ آلماني پالیسي جوړونکي دې ته اړ ګړي دي چې په افغانستان کې حالات له سره وارزوي. خو له دویچه ویله څخه فلورین وایګند داسې یو پلان بې مفهومه بولي.

د یو شمیر افغان پناه غوښتونکو له پاره ښايي د نفس ښکیل تر هغه وروسته ستونزمن شي چې د آلمان حکومت د هغې پریکړي په اړه خبرونه ولولي چې غواړي هغه شمیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي چې د پناه غوښتنلیک یې رد شوی وي.

تر اوسه پورې حالات بل ډول ول. شاوخوا ۷۲۰۰ افغان کډوالو ته پرته له دې چې د اوسیدو اصلي سند ولري، په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې ده خو کیدای شي چې دا ډیر ژر تغییر وکړي: دا په دې معنی چې هغه ستونزې بې ځایه وي چې کډوالو پر ځان ګاللي دي او په ځینو حالاتو کې یې آن خپلې کورنۍ هم شا ته پریښي دي.

د دویچه ویله د افغانستان او پاکستان د څانګو مشر فلورین وایګند

د دویچه ویله د افغانستان او پاکستان د څانګو مشر فلورین وایګند

په دې کې شک نه شته چې یو شمیر کسان پرته له دې چې ژوند ته یې یو جدي خطر موجود وي یوازې د خپل اقتصادي وضعیت ښه کولو له پاره د پناه غوښتنه کوي، خو راځئ صادقانه خبرې وکړو: آیا څوک په جدي توګه داسې فکر کولی شي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته خطر نه شته؟

په افغانستان کې یوازې د سیاسي فعالانو ژوند په خطر کې نه دی. ټول هغه کسان چې له بهرنیانو سره او یا له هغو غیر حکومتي سازمانونه سره چې د نړیوالې ټولنې له خوا یې مالي ملاتړ کیږي کار کوي، یا هغه نجونې چې پوهنتون ته ځي او یا هغه کسان چې په غلط وخت کې په غلط ځاې کې وي، دا ټول کسان کولی شي د حملو هدف وګرځي.

ځانمرګي برید کوونکي نزدي هره ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې بریدونه کوی. په دې حملو کې عادي افغانان هم خپل ژوند له لاسه ورکوي. د بیلګې په توګه کله چې یو پوځي کاروان د ځانمریګي برید هدف ګرځي نو هغه ترکاري پلورونکی چې په دې سیمه کې وي هم وژل کیږي.

برلین تر فشار لاندې

آلماني پالیسي جوړونکي حتما له دې حالاتو څخه خبر دي. خو دا اخلاقي موضوعګاني نه بلکه لوژیستیکي او اداري ستونزي دي چې د آلمان د پناه غوښتنې د قوانینو د سختیدو لامل ګرځي. آلمان هڅه کوي چې د کډوالو کړکیچ کابو کړي او د دې له پاره ځینې وختونه چټک تصمیمونه، آن داسې پریکړې چې موثرې وي، ډیرې مشهورې شوې دي. د همدې موضوع په پام کې نیولو سره اوس نه یوازې د امنو اصلي هیوادونو بلکه په ناامنو هیوادونو کې هم د امنیو سیمو په اړه فکر کیږي چې له آلمان څخه د رد شویو کډوالو د اخراج بهیر اسانه کړي.

خو په افغانستان کې دغه شان امنې سیمې چیرې دي؟ په شرق او جنوب کې د طالبانو سنګرونه شتون لري. په دې ترتیب سره نو موږ یوازي له یو څو سیمو سره پاتې کیږو.

ډیر وخت د افغانستان پلازمینه کابل په اړه فکر کیږي، خو باید دا هیر نه کړو چې افراطي مسلمانان توانیدلي دي چې د دې هیواد پر پارلمان او په کابل ښار کې پر سرینا هوټل بریدونه وکړي. دا د افراطیانو له خوا د ترسره شوي بریدونو یوازې څو بیلګې دي.

که داسي وي، نو آیا وروسته له هغې چې په برلین کې د آلمان پر پارامان او ادلون هوتل باندې ترهګریز بریدونه وشي، نو آیا کوم آلمانۍ سیاستوال به دغه ښار امن وبلي؟

د افغانستان شمالي کندز ولایت د یوې اوږدې مودې له پاره یو نسبي امن ولایت ګڼل کیده. خو په وروستیو کې د طالبانو له خوا د دې ولایت د مرکز او د آلماني ځواکونو د پخواني نظامي کمپ په موقتي ډول نیول کیدو د دې ولایت د امنیتي حالت په اړه نظرونه بدل کړل. يوازي په شمال کې مزارشریف ښار پاتې شو چې هلته د آلماني ځواکونو یوازینی پوځي قطعه شتون لري.

خو د دې ښار د دروازو بهر هم طالبان په ازادانه توګه ګرځي. په همدي وروستیو کې د مزار شریف پر لار یوې افغانې ښځې په پټ ډول د طالبانو له خوا د دوي د موټر د تلاشي څخه ویدیو پورته کړې وه.

له کابل څخه مرسته نه کیږي

دا د حیرانتیا خبر نه ده چې په آلمان کې دننه هم له دې وړاندیزسره مخالفتونه شوي دي. د حکومت اپوزیسیون ګوندونو دا مفکوره غندلې ده او د آلمان په حکومت کې هم د دې موضوع په اړه د نظر توافق نه شته. همداراز د کابل له خوا هم د مرستو کومه ژمنه نه ده شوې.

له دویچه ویله سره په مرکه کې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، ویلي دي چې آلمان او د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه باید د افغان کډوالو د اخراجولو څخه ډډه وکړي. هغه ویلي دي چې د طالبانو او اسلامي دولت «داعش» د فعالیتونو له ډیریدو سره د هیواد امنیتي وضعیت هم کړکیچن شوی چې له همدي کبله د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ کچه پورته شوې ده.

دا له سیاسي لحاظه د افغان حکومت د دېوالي کیدو اعلان دی. خو دا په پټ ډول د غرب متهمول هم دی: د یو فعاله او کارنده افغان حکومت هیله تر اوسه هم نه ده پوره شوې، او یو لامل یي دا هم کیداې شي چې غرب پر خپلو وعدو ټینګ نه دی ولاړ.

پرمختیايي مرستې هم کمې شوې دي ځکه چې دا هیواد د بهرنیانو له پاره یو خطرناکه سیمه ګرځیدلې ده.

نورو پیسو او کارکوونکو ته ښايي اړتیا لیدل شوې وای. او اوس لویدیځ د دې پر ځای چې د سولې ثمره وویني باید د هغو کډوالو له ماتو شوو هیلو سره معامله وکړي چې د یوې لسیزې له پاره یې د دیموکراسې خوبونه لیدل خو اوس یې هم په خپل هیواد کې نه شي تجربه کولی.

DW.COM