1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تبصره: په افغانستان کي د سولي راتلو ته لا اوږده لاره په مخ کي ده

د2001 کال په ډسمبر کي د بن په پېترسبېرگ کي هر څه آسانه او څرگند ښکاره کېدل: د افغانانو يو پراخ ايتلاف، هم د هيواد له دننه او هم له بهر څخه، پرېکړه کړې وه چي افغانستان به ډير ژر په يوې منظمي ولسواکۍ يا د موکراسۍ بدل کړي.

د بن په غونډه کي داسی ښکاريدل چي نور به په افغانستان کي سوله او ثبات راسی خو دا ټوله خوبونه ول او اوس هم په هغه هيواد کي د سولي د راتلو له پاره لا ډيره اوږده لاره پاته ده

د بن په غونډه کي داسی ښکاريدل چي نور به په افغانستان کي سوله او ثبات راسی خو دا ټوله خوبونه ول او اوس هم په هغه هيواد کي د سولي د راتلو له پاره لا ډيره اوږده لاره پاته ده

اوه نيم کاله او د متحده ايالاتو د يو ولسمشر په بدلېدلو سره سړی اوس پوهيږي چې خلک پخوا يو څه ډېر خوشبين وو. سره له دې چي په عمل کي نوی ولسمشر او نوی حکومت جوړ شوی دی او اساسي قانون هم تصويب شوی دی، خو بيا هم: افغانستان ته سوله رانه غله. بر عکس: جنگ دوام لري او پای يې نه تر سترگو کيږي.

په ناشعوري توگه د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د دې له پاره ښايي تر ټولو عمده لاملونه راپه گوته کړي وي: د افغانستان بيارغونه بايد چټکه شي او افغانان بايد د دې وړ وگرځي چي له خپل ځان سره پخپله مرسته وکړي. او د مرستو ژمني بايد عملي بڼه هم ونيسي. اوباما بيلابېل اړخونه په پام کي نيولي دي: يوازي بيارغونه کافي نه ده، د افغانستان د وضعي د عادي کيدو د شمنانو په وړاندي بايد په پر له پسي توگه مبارزه وشي.

يو څه د مبالغې په شان خو دا ايسي چي اوباما طالبانو او القاعدې ته د ماتي خوړلو وړاندوينه کوي، خو ورسره سم د متحده ايالتونو ولسمشر دا هم په ډاگه کوي، چي د هغه د دندي د پخواني پرمخ بيونکي سياست هم زوړ شوی دی. ايتلافين بايد هم په دې پوه شي، چي د آلمان د اتحادي جمهوريت په څېر په افغانستان کي زيار باسي: د درسي خونو په جوړولو او د طالبانو او القاعدې په وړاندي د نظامي عملياتو د لاري افغانستان غوندي يو هيواد بيرته عادي حالت ته نه راګرځي.

تر ټولو مضر او د اهدافو خلاف، هغه بې غوره عمليات دي چي ملکي تلفات ورسره په خوا کي وي يعني کولترال نقضان پکښي منل کيږي. دغو کړنو امريکايان او د هغوی ناټو متحدين د ډېرو افغانانو په سترگو يو نوی اشعالگر رژيم گرځولی دی. د هندوکش په لمنو کي پروت، د دغه هيواد تاريخ دا ښيي چي ښکېلاکگرو هلته همېشه ډېري ستونزي گاللي. هغه لږ مثبت ټکي هم کومه فايده نه لري: درسي خونې څه گټه لري په داسې حال کي چي پر ملکي وگړو باندې بمبارد کيږي. او يا دا چي: ټاکني څه فايده لري چي په پايله کي بيا هغه پخواني قوتونه بيرته قدرت او واک ته رسيږي او داسي ښايي چي له ځينو نويو کسانو سره د اداري فساد او درغليو په سيالۍ کي داخل وي.

ډېر وخت تير سوی دی، شايد ناوخته شوی به وي، ترڅو سپينه ماڼۍ په دې پوهيدلې ده چي يو منونکی ولسمشر په کابل کي يوازي کفايت نه کوي. څوک چې غواړي د افغانستان زوړ ټولنيز جوړښت په يوې پياوړي دموکراسۍ بدل کي، بايد په واسطو، رشوت خوړني او خپلمنځي درغليو حساب ونه کړي. بلکي هغه بايد نوی نظام داسي جوړ کي چي د مخبېلگي او ساري حيثيت ولري.

خو دا هر څه تر اوسه پوري نه تر سترگو کيږي. د دې وخت رارسيدلی دی چي بدلون رامنځته شي، مخکي له دې چي افغانستان مرستو ته د لېوالو کسانو د وژني ډگر يا هديره شي. د نظامي زور د لاري دا هدف نه تر لاسه کيږي او ضرر به تر حسابه تېر شي کله چي امريکايان او ناټو يوه ورځ دې اړ ايستل شوې وي چي افغانستان د شورويانو په څېر شا ته پرېږدي بې له دې چي د هغوی هلي ځلي سر ته رسيدلي وي.

Philipp /نسيم صابر

کتونکی: زيارمل