1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

تبصره: د کرکې کلیزه – د پاکستان او هندوستان بیلیدل

هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا آزادي واخیسته خو دواړه د یو بل دښمن ګاونډيان دي چې د ځمکې پر سر شخړه او یو پر بل ډیر کم باور لري. د دویچه ویله شامل شمس وایي چې د پاکستان او هند د بیلیدو ټپ لا نه دی روغ شوی

د هندوستان او پاکستان بیلیدل، یوه خونړۍ پیښه وه چې په پایله کې یې نزدې یو میلیون کسان ووژل شول او په میلیونو نور له له خپلو اصلی سیمو بې ځایه شول. د هندوستان ټاپو وزمه چې د بیلابیلو دینونو د وګړو کور وو، وویشل شوه او ورته سخت تاوان ورسید. د دین له مخې یو نوی هیواد جوړ شو چې پاکستان ونومول شو. که څه هم دغه سیمه د بریتانیا له ولکې آزاده شوه خو درد، زخم، فزیکي او رواني کړونې دغه ځای هیڅ کله هم پرې نه ښود. په داسې حال کې چې هندوستان او پاکستان د خپلې آزادۍ ۷۰مه کلیزه لمانځي، په دې سیمه کې د جدایي او بیلوالي مفکوره د ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې د ۱۴ او ۱۵ نیټو په څیر پیاوړي ښکاري.

د هندوستان او پاکستان تر جلا کیدو وروسته څو میاشتو د دواړو هیوادونو د راتلونکو اړیکو څرنګوالی روښانه کړ. دواړه هیوادونه سره د کشمیر سیمې پر سر په شخړه کې ښکیل شول. د پاکستان د بنسټ ایښویدونکي محمد علي جناح، ځینو همکارانو کشمیر ته قبیله یې جنګیالي واستول چې د کشمیر سیمه د هندو مهاراجاو له ولکې وباسي. هند هم غبرګون وښود او د دې اقدام په بدل کې یې سیمې ته خپل سرتیري واستول. هند د کشمیر ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته او پاکستان بیا په پاتې سیمه کې حاکم شو. له هغه وخت راهیسې هند او پاکستان د کشمیر پر سر درې وارې جګړې کړې دي. دغه شخړه تر اوسه پورې هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په برخه کې تر ټولو لویه ننګونه ده. اوس چې پاکستان د اسلامپاله بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د کشمیر جګړه چې یو وخت غیر مذهبي او بومي شخړه وه، اوس پر داسې شخړې بدله شوې ده چې ټول په کې ښکیل دي.

Shams Shamil Kommentarbild App

د تبصرې لیکوال، شامل شمس

آن له ۱۹۴۸ کال راهیسې پاکستان او هندوستان په افغانستان کې د خپلې ونډې ډیرولو هڅې پیل کړې. دا یوه داسې سیمه وه چې انګلیسان په کې ډیر بریالي شوي نه ول. پاکستان ویره لرله چې په افغانستان کې د هند یو پلوي حکومت به د اسلام شتون ته ګواښ رامنځ ته کړي. په عین حال کې په پاکستان کې هم ډیر پښتانه له جناح خوښ نه ول او له افغانستان سره یې یو ځای کیدل غوښتل. له همدې ځایه د افغانستان شخړه پیل شوه چې په پایله کې یې د پخواني شوروي ځواکونه دې هیواد ته ورسیدل. له دې کبله چې هند له پخواني شوروي سره ښې اړیکې لرلې، نو پاکستان هم د امریکا تر څنګ ودرید او د هغو جنګیالیو سخت ملاتړ یې پیل کړ چې د پخواني شوروي پر ضد په افغانستان کې جنګیدل. دغه هر څه، د افغانستان خونړۍ کورنۍ جګړې ته لار هواره کړه چې تر اوسه پورې هم دوام لري.

د دواړو هیوادونو کورنیو سیاستونو د هغوی پر بهرني سیاست باندې هم اغیزه لرلې ده. پر یو بل باندې نه اعتماد اوس په پروپاګند بدل شوی دی، د دواړو هیوادونو تاریخي کتابونه، امنیتي دستګاوې او تر ټولو مهم د هغوی روان د یو بل پر وړاندې په پروپاګند بدل شوي دي.

دویم ځل بیلیدل

کله چې بنګالیانو، هغه وخت د پاکستان ختیځه برخه (اوسنۍ بنګله دیش)، د خپلو حقونو او خپلواکۍ غوښتونه وکړه، نو د پاکستان د هغه وخت د چارواکو لومړی غبرګون، دغه کسان د هند اجنټان بلل وو. هند ته د ختیځ پاکستان نزدې والی، له هندي بنګالیانو سره د هغوی تاریخي اړیکې او له دوی سره فرهنګي نزدې والی د دې شک تر شا اساسي لاملونه ول. د بیلیدو هغه غیر طبعیي لیکه چې په لویدیځ پاکستان کې د وینو په بیه ښکل شوې وه، په ختیځ پاکستان کې موجوده نه وه. عجیبه خبره خو دا ده چې د «ال انډیا مسلم لیګ» ګوند بنسټ چې د مسلمانانو له پاره یې جلا هیواد غوښته، بنسټ هم په همدې سیمه کې ایښودل شوی وو. خو د جناح هغه مفکوره چې غوښتل یې په هند کې د لږکیو له پاره لا ډیر سیاسي او قانوني حقوق ورکړل شي، د هغو پاکستاني مشرانو له خوا چې تر هغه وروسته په واک شول، پریښودل شوه. پاکستاني حاکمانو د پنګالیانو غوښتنې رد کړې او د هغوي پر ضد یې له زور څخه کار واخیست چې په پایله کې یې په ختیځ پاکستان کې د خپلواکۍ خوځښت رامنځ ته شو او بالاخره په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش هیواد جوړ شو.

دا د ۲۴ کلونو په جریان کې دویم بیلیدل وو چې بیا یې هم د میلیونونو بنګالیانو ژوند واخیست. پر زرونو بنګالي ښځو باندې جنسي تیري وشول، روشن فکران وربړول شول او کورونو ته یې اور ورته شو. پاکستان د ۱۹۷۱ کال د عام وژنې له کبله هیڅ کله هم له بنګله دیشه بخښنه نه ده غوښتې او په رسمي توګه دغه شخړه داسې توجیه کوي چې هندوستان دغه خلک د پاکستان پر ضد پارول.

دویم ځل بیلیدل هم له دې کبله رامنځ ته شو چې دواړو هیوادونو پر یو بل باور نه لره. د دښمن هغه تفسیر چې په ۱۹۴۷ کال کې د جناح او د «هندوستان ملي کانګرس» ګوند له خوا رامنځ ته شوی وو، په ۱۹۷۱ کال کې دایمې شو او کرکه یې لا پسې پیاوړې کړه.

د بیلتون له یاده ایستل

ډیری هغه ستونزې چې هند او پاکستان ورسره اوس لاس او ګریوان دي، د ۱۹۴۷ کال له بیلیدو سره ریښې لري. د مستعمرو تاریخ ته یوه کتنه ښيي چې د نړۍ په نورو برخو کې هم دغه شان ستونزې موجودې دي، که دا منځنی ختیځ وې، که لاتین امریکا او یا هم افریقا. په هندوستان کې اوس هم د بیلوالي او د هغه د اغیزو په اړه خبرې کیږي، خو په پاکستان کې بیا په دې اړه بشپړه چوپتیا اخیتار شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هند او پاکستان د جدایي په اړه بحث د هغو ستونزو له منځه وړلو ته لار هواروي چې له دې کبله رامنځ ته شوې دي.

په ۱۹۴۷ کال کې د «نخبه ګانو له خوا د حکومت تسخیر» اوس هم دوام لري چې په ترڅ کې یې بریتانیاویانو د پاکستان له زمیندارانو ملاتړ وکړي چې د هیواد منابع تر خپل کنترول لاندې راولي. په دې هیواد کې اوس هم د مذهبي لږکیو تعقیب موجود دی، دا په داسې حال کې ده چې د همدې مفکورې پر بنسټ پخپله پاکستان رامنځ ته شوی دی. د دې له پاره چې سړی پوه شي چې ولې په پاکستان کې اسلامپالې افراطیان خپاره شوي او ولې ترې د یوې پوځې حربې په توګه کار اخیستل کیږي، باید سړی بیا هم د پاکستان او هندوستان بیلوالي ته نظر واچوي. اوس چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي، د هندوانو د واکمنولو خبره کوي، بیا هم باید سړی د دواړو هیوادونو بیلوالي ته نظر واچوي.

هندوستان او پاکستان د خپلې آزادۍ ۷۰مه کلیزه په ملي جشنونو سره لمانځي خو د دواړو هیواد ونو وګړې د لمانځې له پاره ډیر څه نه لري. په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه اتومي ځواکونه دي او دواړه هیوادونه پیاوړي پوځونه لري، خو وګړي یې بیا هم لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري. پر دې سربیره هم په دواړو خواو کې پارونې دوام لري، او راتلونکو نسلونو ته د بیلیدو په اړه ناسم معلومات ورکول کیږي.

دا د خپلواکې ۷۰مه کلیزه نه ده، بلکه د دښمنې او عداوت ۷۰مه لمانځنه ده. دواړه هیوادونه بیرته یوځای کیدای نه شي، خو د کرکې دیوال نړیدای شي. راځئ چې دغه دیوال ونړوو.

DW.COM

اړوند مطالب